په کونړ ولایت کې یو شمیر زلزله ځپلي وایي، چې ډېری کورونه وران شوي او د اوسېدو وړ نه دي او له زلزلې ورسته ټکانونو وېره هم شته.
د دې ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی او زلزله ځپلی صابرا لله صادق وایي چې زلزلې یې په کلي کې ډیر کسان مړه کړي او ټپیان کړي دي اوپه خبره یې ډېر کورونه هم وران شوي او څاروي له منځه تللي دي.
هغه ازادۍ راډیو ته وویل چې د سهشنبې د ورځې (د سنبلې یولسمه) په ماسپښین زلزلې یو وار بیا د دوی سیمې ولړزولې او نیم ویجاړه کورونه یې په بشپړ ډول ونړول.
ده زیاته کړه چې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي او د بیړنیو خوراکي توکو، جامو او لومړنیو مرستو غوښتنکي دي:
"ټول خلک چې له زلزلې وروسته ژوندي پاتې دي، بهر ژوند کوي. کورونه دومره وران شوي چې نور د اوسېدو وړ نه دي. خلک پر هوارو ځایونو راټول شوي چې له غرونو د ډبرو د راپریوتلو وېره پکې نه وي. نن ماسپښین بیا زلزله وشوه، له غره ډېرې ډبرې راولوېدې او هغه کورونه چې په تېره زلزله کې نیم زیانمن شوي وو، پوره ویجاړ شول."
د څوکۍ ولسوالۍ د دیوهګل درې اوسېدونکی ښوونکی میرزا ګل هم وايي، هغه له خپلې کورنۍ سره په ډاګ کې اړولي دي.
نوموړي له نړیوالې ټولنې او خلکو وغوښتل چې ژر تر ژره خیمې، خوراکي توکي او درمل ور ورسوي:
"د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ له دیوهګل درې، له نړیوالې ټولنې او ټولو خلکو غوښتنه کوم چې ژر تر ژره خیمې، خوراکي توکي او درمل راولیږي."
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد،د سېشنبې په ورځ (د سنبلې په یولسمه) په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې د کونړ د وروستۍ زلزلې د مړو شمېر ۱۴۱۱ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۳۱۲۴ تنو ته رسېدلی او په دغه ولایت کې ۵۴۱۲ کورونه وران شوي دي.
هغه زیاته کړې چې دا شمېر نورګل، څوکۍ، چپهدرې، پیچدرې، وټهپور او اسعداباد ولسوالیو پورې اړه لري او د ژغورنې هڅې لا هم روانې دي.
د طالبانو حکومت دا هم ویلي چې ټپیان د دوی د کمانډو ځواکونو له لوري د هیلیکوپترو په وسیله خوندي ځایونو ته انتقالېږي، بیړني کمپونه جوړ شوي او نړیوالې مرستې هم د مرستندویه کمېټو په واک کې ورکړل شوې دي.
د یکشنبې په شپه ناوخته (د سنبلې نهمه) د ریښتر ۶ درجې یوې زلزلې د افغانستان ختیځ ولایتونه، په ځانګړي ډول کونړ ولایت، سخت زیانمن کړ.
د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی او مرسته رسونکی رضا کار زاهدالله مصلح وایي، په بېلابېلو کلیو کې خلک بې سرپناه او په ډېر حالت کې ژوند کوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
هغه ازادي راډیو ته وویل چې سهشنبه ناوخته د سرې میاشتې له لوري څو خیمې ورسېدلی خو په خبره یې بسنه نه کوي:
"لومړی دې خیمې او د سرپناه وسایل، خوراکي توکي او درمل راولېږي، ځکه خلک له کورونو وتلي، بې سرپناه دي او بد حالت کې دي. تر اوسه ځانګړې پاملرنه نه ده شوې. خلک له کورونو بهر پر هوارو سیمو کې راټول شوي او کومه سرپناه نه لري او ډیر بّ تکلیف کې دي."
د یادونې ده چې د سېشنبې په ورځ (د سنبلې په یولسمه) هم ۵.۵ ریښتر درجې یوې زلزله د افغانستان ختیځ ولړزاوه.
د جرمني د جیولوجي یوې ادارې د دې زلزلې مرکز جلال اباد ښار ته نږدې ګڼلی او ژوروالی یې ۱۰ کیلومتره ښودلی دی.
د طالبانو رسمي سرچینو لا د وروستۍ زلزلې په اړه څه نه دي ویلي.
داسې مهال چې کونړ کې خلک د سرپناه او د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي، د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د چهارشنبې په ورځ ( د سنبلې دولسمه) د کونړ په ګډون د افغانستان په دولسو ولایتونو کې د سختو بارانونو، بادونو، تالندې برېښنا او ناڅاپي سېلابونو خبرداری ورکړی دی.
د هوا پېژندنې د نړیوالې ادارې د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، په راتلونکو لسو ورځو کې د ورخې له خوا د کونړ تودوخه شاوخوا ۳۲ تر ۳۵ سانتي ګراد او د شپې تودوخه شاوخوا ۲۳ تر ۲۴ سانتي ګراده اټکل شوې ده.