د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۹

بریټانیا له زلزله ځپلو افغانانو سره یو میلیون پونډه مرسته اعلان کړه


زیانمن شوي افغانان
زیانمن شوي افغانان

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامې په یوه بیان کې ویلي چې په دغو پيسو سره به په زیانمنو سیمو کې خلکو ته بېړنۍ روغتیايي او نورې مهمې مرستې ورسول شي.

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامې
د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامې

تمه ده دا یو میلیون پونډه چې شاوخوا ۱ میلیون او درې لکه ډالره کېږي د ملګرو ملتونو او د سره صلیب کمېټې له لارې زیانمنو سیمو کې ولګول شي.

تر دې مخکې هم هندوستان اعلان کړی وو چې زر خیمې او ۱۵ ټنه غذايي مواد له زلزله ځپلو سره مرسته کوي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر په خپله ایکس پاڼه د هغو لاریو عکسونه خپاره کړي چې د هندوستان مرستې پکې بار دي او په خبره یې زیانمنو سیمو ته استول شوي.

افغان سوداګر او پانګه وال میرویس عزیزي هم ژمنه کړې چې ۵۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته به له زیانمنو خلکو سره وکړي.

د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو ویلي چې له متحده عرب اماراتو سره د لوبې ټول فیسونه چې لسهاو زره ډالره کېږي د زلزله ځپلو کورنیو سره مرسته کوي.

ګڼو نورو سازمانونو او هېوادونو هم د مرستو ډاډ ورکړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسیا څانګې په خپله ایکس پاڼه باندې په افغانستان کې د زلزله له امله د خلکو په مرګژوبلې خواشیني ښوولې. امریکا چې لا هم د افغانستان تر ټولو لویه مرستندویه بلل کېږي لا د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د مرستو په اړه څه نه دي ویلي.

د دوشنبې په شپه د افغانستان ختیځ یوې زورورې زلزلې ولړزاوه چې له امله یې څه باندې ۸۰۰ کسان مړه او شاوخوا ۳۰۰۰ تنه نور ټپيان شول.

لا هم ګڼو سیمو کې مړي تر خاورو لاندې پاتې دي ځکه مرستندویان د لارو د خرابولي له امله نه دي ور رسېدلي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG