د ۱۳۹۸ کال انتخابات
کندهار کې تر اوسه زرو کسانو راتلونکو ټاکنو لپاره نوملیکنه کړې
په کندهار کې تر اوسه زرو کسانو د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو لپاره نوملیکنه کړې ده.
د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر هاشم دُراني ازادي راډيو ته وویل، په تېرو پنځو ورځو کې په کندهار ښار او ولسوالیو کې شاوخوا زرو تنو نوملېکنه کړې ده.
هغه زیاته کړه، دا هغه کسان دي چې تازه اتلس کلن شوي، یا له نورو ولایتونو کندهار ته تللي او یا هم په تېر پړاو کې د بېلابېلو لاملونو له کبله له نوملېکنې پاتې شوي وو.
پنځه ورځې مخکې د غبرګولي په ۱۸مه د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په کندهار کې هم د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تقویتي نوملېکنې لړۍ پيل شوې وه.
د کندهار پر کچه د ولسمشرۍ ټاکنو د تقویتي نوملېکنې لپاره ۲۸ مرکزونه ځانګړي شوي چې په ټولو ۱۷ ولسوالیو کې یو- یو مرکز او په کندهار ښار کې به ۱۱ مرکزونه پرانېستې وي.
سادات: غزني کې به د انتخاباتو نېټه په څو اونیو کې اعلان شي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د غزني د ولسي جرګې او د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د نېټې په اړه د بحثونو د پیل خبر ورکړ.
د دغه کمسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د دغو انتخاباتو نېټه به په څو اونیو کې اعلان شي:"کمېسیون هڅه کوي څو د غزني د ولسي جرګې او د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو امکانات برابر کړي او پهدې اړه له حکومت اونړیوالې ټولنې سره خبرې کوي. وروسته به د دغو انتخاباتو لپاره یوه نېټه وټاکل شي."
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو او هم د غزني د ولسي جرګې د انتخاباتو نېټه د روان لمریزکال د میزان/تلې شپږمه اعلان کړې وه، خو د دې کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې وویل چې د میزان پر شپږمه یوازې ولسمشرۍ انتخابات کېږي.
د هغې په خبره د انتخاباتو د بودجې د کموالی، د وخت کموالی او د انتخاباتو د ښه مدیریت کولو لپاره دا پریکړه شوې ده.
د انتخاباتو کمېسیون: ۳ واړه ټاکنې په یوه وخت نهشي کېدای
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولایتي شوراګانو او د غزني پارلماني ټاکنې به د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یوه وخت کې ونهشي.
د دې کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ نن د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د وخت د کموالي له امله دا درې واړه ټاکنې په یوه وخت نهشي کېدای.
د مېرمن نورستاني په وینا د ولایتي شوراګانو او د غزني پارلماني ټاکنې به د جمهوري ریاست تر انتخاباتو وروسته وشي.
دا چې د ولایتي شوراګانو او د غزني پارلماني انتخابات به دقیقاً کله کېږي، د انتخاباتو د کمېسیون مشرې يې په اړه څه ونهویل.
د کابل او پکتيا برياليو اعلان شویو کانديدانو لوړه وکړه
ولسي جرګې ته د کابل او پکتيا ولايتونو برياليو اعلان شويو کانديدانو د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لوړه وکړه.
د کابل د ولسي جرګې د انتخاباتو نهايي نتيجې تېره شپه اعلان شوې چې ٩ تنه ښځې او ٢٤ نارينه په نهايي لېست کې راغلي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ته په خبرو کې وويل:
"پس له دې نه انشاءالله تعالى تاسې په هغه قوت، کفايت او ژمنه چې د افغانستان ولس درباندې باور کړى، دا مهم بنسټ به لکه څنګه چې اساسي قانون ويلي دي، پر خپلو کليدي وظايفو به تمرکز کوي او د افغانستان د خلکو اعتبار به تاسې بېرته ګټئ."
د کابل په شمول د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې انتخابات تېر کال د میزان میاشتې په ۲۸ مه وشول، خو د کابل د نهايي نتيجو اعلان ٧ مياشتې وځنډېد.
تمویلوونکي هېوادونه: افغانستان کې د شفافو انتخاباتو ملاتړ کوو
د افغانستان د انتخاباتو تمویلوونکو هېوادونو او سازمانونو ټینګار کړی چې پهدې هېواد کې د شفافو او باوري انتخاباتو ملاتړ کوي.
پهدې اړه پرون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۳» سپېدار ماڼۍ کې په جوړه شوې غونډه کې افغان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو او د مرسته کوونکو هېوادونو سفیرانو برخه اخیستې وه.
د اجرائیه ریاست څخه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي، پهدې غونډه کې ګډونوالو د انتخاباتو په اړه خپلې اندېښنې او وړاندیزونه له ښاغلي عبدالله سره شریک کړل.
اجرائیه ریاست وايي، په نږدې وخت کې به پر ټولو اندېښنو او وړاندیزونو د پرېکړو لپاره بحث وشي.
ټاکل شوې وه چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د چنګاښ د میاشتې په ۲۹مه نېټه ترسره شوي وی، خو د تلې میاشتې تر شپږمې نېټې وځنډول شول.
پر امنیتي ستونزو سربېره د کافي بودجې نشتوالی هغه ستونزه ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکي انتخاباتیې له ننګونو سره مخ کړي دي.
ارګ د انتخاباتو د کمېسیون د وروستۍ پریکړې درناوی کوي
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، سره له دې چې حکومت تمه کوله چې انتخابات په خپل وخت ترسره شي، خو د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دې پریکړې درناوی کوي.
ټاکل شوې وه چې دغه انتخابات د روان ۱۳۹۸ کال د سرطان په ۲۹مه ترسره شي خو اوس د میزان د میاشتې ۶ نیټې ته وځنډېدل.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغو انتخاباتو د ځنډېدو پریکړه له سیاسي ګوندونو او د انتخاباتو د څار له بنسټونو سره له سلا او مشورو وروسته کړې ده.
ښاغلي چخانسوري دغه راز ویلي چې حکومت به له ټولو امکاناتو په استفادې د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره همکاري وکړي چې افغانستان روان کال د دغو انتخاباتو د ترسره کېدو شاهد وي.
دا دوهم ځل دی چې د افغانستان د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو او د ولسي جرګې لپاره د غزني انتخابات ځنډیدېږي.
تراوسه د ملګرو ملتونو په ګډون د انتخاباتو نړیوالو ملاتړو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دغې پریکړې په اړه عکسالعمل نهدی څرګند کړی.
د افغانستان ولسمشر نوي ټاکل شوي انتخاباتي کمېشنران منظور کړل
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون نوي ټاکل شوي کمېشنران منظور کړل.
پرون ارګ ماڼۍ په دې اړه د ولسمشر فرمان خپور کړ.
په فرمان کې راغلي چې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو لهخوا له معرفي شویو ۸۱ کسانو نه اووه تنه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او پنځه تنه هم د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د کمېشنرانو یا غړو په توګه غوره شول.
د ولسمشر د فرمان له مخې سید عصمتالله مل، اورنګ زیب، حنیف دانشیار، مسافر قوقندي، حوا علم نورستانۍ او رحیمه ظریفي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د نویو کمېشنرانو په توګه منظور شوي.
محمد قاسم الیاسي، زهره بیان شینواري، دین محمد عظیمي، محمد یونس طغرا او سید قطبالدین رویدار هم د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د نویو کمېشنرانو په توګه تأیید شوي.
ولسمشر اشرف غني په خپل فرمان کې دا کمېشنران مؤظف کړي چې ژر تر ژره دې خپل رئیس، مرستیال او منشي وټاکي او خپل فعالیت دې د اساسي قانون او د ټاکنو د نوي قانون پر اساس پیل کړي.
د ۱۳۹۷ میلادي کال د ولسي جرګې تر انتخاباتو وروسته چې لا یې هم نهايي پایلې په بشپړه توګه نهدي اعلان شوي، د افغانستان د انتخاباتي کمېسیونونو پخواني کمېشنران له دندو لیرې شول.
"ESG" د انتخاباتو د کمېسیونونو د غړو په غوراوي کې دقت غواړي
د افغانستان د انتخاباتو ملاتړې نړیوالې ډلې په یوه سرخلاصي لیک کې د افغانستان د انتخاباتو د کمېسیونونو لپاره د غړو او رئیسانو په ټاکلو کې د شفافیت او دقت غوښتنه کړې ده.
د "ESG" په نوم دغې ډلې په دغه لیک کې چې ننیې خپور کړی، ویلي چې د انتخاباتي کمېسیونونو د خپلواکۍ د لاپیاوړتیا او ظرفیتونو د لوړتیا لپاره ډېره تمه کوي چې د کمېسیونونو لپاره د غړو د ټاکنې پروسه په شفافه توګه په داسې بڼه ترسره شي چې د قناعت وړ وي او هغه بېرته پر دې کمېسیونونو د افغانانو باور او اعتماد اعاده کړي.
د انتخاباتو د ملاتړ نړیوالې ډلې له سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، د ولسمشرۍ له کاندیدانو او له حکومته په کلکه غوښتي چې دغه مهم مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړي او وړ، بېپرې او تجربه لرونکي او مسلکي کسان د دواړو کمېسیونونو غړیتوب ته وروپېژني.
"ESG" پر حکومت هم غږ کوي چې د ټاکنې بهیر ژر تر ژره ترسره کړي، ترڅو د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره چې په پام کې ده د راتلونکي کال د سرطان په ۲۹مه ترسره شي، د تیارۍ چارې ونهځنډېږي.
د افغانستان د انتخاباتو د ملاتړ په دغه نړیواله ډله کې یوناما، اروپایي اتحادیه، ناټو، امریکا، جاپان، جرمني، استرالیا، بریتانیا او د سکانډیناوي هېوادونو په استازيتوب سویډن شامل دي.
د ولسي جرګې د انتخاباتو د نتیجو کارونه روان دي
د افغانستان د انتخاباتو د کمېسیونونو د کمېشنرانو د برطرفه کېدو سربېره د ولسي جرګې د انتخاباتو د نتیجو کارونه روان دي.
د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس محمد نظري ازادي راډیو ته وویل:
"د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون تخنیکي کارونه د هغو ولایتونو په اړه چې لا یې نتیجې نهدي اعلان شوي روان دي او د استنافي قضایاوو د ارزونې تر پای ته رسېدو پورې به د دارالانشاء کارونه مخته ځي."
ښاغلي نظري زیاته کړه چې وروستۍ فیصله به بیا نوي کمېشنران کوي.
ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ د یوه فرمان له مخې کمېشنران له کاره ګوښه کړل او د انتخاباتو د نوي قانون له مخې یې له ټولو سیاسي ګوندونو او انتخاباتي بنسټونو وغوښتل چې په اوو ورځو کې په شرایطو برابر کسان د انتخاباتو د کمېسیونونو د کمېشنرانو په توګه ورمعرفي کړي.
د ولسي جرګې پر انتخاباتو نږدې څلور میاشتې تېرېږي او تر اوسه د ۱۸ ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان شوې دي.
سرچينه: د انتخاباتي کمېسیون نوي کمېشنران به ډېر ژر وګمارل شي
د انتخاباتو د قانون د تعدیل له توشيح سره پر یوه وخت د ولسمشر دفتر ته نږدې یوه سرچينه وايي چې د انتخاباتي کمېسیون نوي کمېشنران به ډېر ژر وګمارل شي.
سرچینه وايي، ټاکل شوې ده د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات نوي کمېشنران مديريت کړي.
په همدې حال کې د ولسمشر د دفتر مرستيال وياند شاه حسېن مرتضوي ازادي راډيو ته وويل چې نن سې شنبې د کابينې په غونډه کې د انتخاباتو د قانون مسوده تصويب شوه او افغان ولسمشر هم لاسلیک کړه.
د ښاغلي مرتضوي په وينا، د انتخاباتو په نوي قانون کې د غوراوي کمېټې حذف له یو شمېر مواردو څخه دی.
مرتضوي د انتخاباتي کمېسیونو د کمېشنرانو د غوراوي د څرنګوالي په اړه داسې وويل:
"د غوراوي کمېټه حذف شوه او پرځای یې یو مېکانيزم په پام کې دی چې له انتخاباتو سره اړوند سیاسي ګوندونه او مدني ادارې یو لېست جوړوي چې له دې لېسته د انتخاباتي کمېسيون او انتخاباتي شکايتونو کمېسيون غړي حذفېږي."
د انتخاباتو د نوي قانون له مخې په ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو کې د کانديدۍ لپاره ۲۵ کاله عمر ټاکل شوی دی.
پهدې قانون کې همدا راز په ولسواليو شوراګانو کې د ښځو لپاره ۲۵ فیصده برخه په پام کې نیول شوې ده.