د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

د ۱۳۹۸ کال انتخابات

نن به ۸۰ بریالیو کاندیدانو ته انتخاباتي وثيقې ورکړل شي

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند حفیظ الله هاشمي
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند حفیظ الله هاشمي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسون به نن شنبه د فبرورۍ په نهمه د اتلسو ولایتونو ۸۰ بریالیو کاندیدانو ته انتخاباتي وثيقې ورکړي.

د کمېسون ویاند سید حفیظ الله هاشمي ازادي راډیو ته وویل، له دې سره به پر کمېسيون د کار فشار کم شي او بریالیو کاندیدانو ته به زمینه برابره شي چې د وکیلانو په توګه ژر تر ژره کار پیل کړي.

سید حفیظ الله هاشمي وویل:

"په دې کې شک نشته چې ډېر کوچني او په بعضې سیمو کې به شکایتونه وي، خو هغومره نه دي څومره چې يې یادونه کېږي، له ۲۵۰۰ کاندیدانو به ۲۳۹ ولسي جرګې ته لار پېدا کړي، ۱۱ د غزني دي چې هلته متاسفانه انتخابات نه دي شوي."

د ټاکنو د خپلواک کمېسون ویاند وویل، د انتخاباتي شکایتونو د کمېسيون ټولې پرېکړې یې تطبیق کړي او په نهايي پایلو کې هېڅ بدلون نه شي راتلای.

هاشمي وویل، د افغانستان له خلکو د دې توقع لري چې پر دې پایلو به قناعت وکړي.

د ۳ ولایتونو او هندوانو په اړه څېړنې انتخاباتو کمېسیون ته سپارل کېږي

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، نن پنجشنبه به د درې ولایتونو او اهل هنودو د انتخاباتي حوزې د ولسي جرګې د انتخاباتي شکایتونو په اړه خپلې څېړنې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته وسپاري.

د دې کمېسیون ویاند علي رضا روحاني پرون چهارشنبه وویل:

"په هغو ولایتونو کې چې ان‌شاءالله نتایج به‌یې نن نهايي شي او سبا به د انتخاباتو خپلواک کميسیون ته واستول شي، غور، بادغیس او لوګر شامل دي. همدارنګه د هندوانو انتخاباتي حوزه هم په‌کې ده."

د ښاغلي روحاني په وینا تر اوسه پورې یې د ۱۸ ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتي شکایتونو په اړه خپلې څېړنې بشپړې کړي او نتایج‌یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته استولي دي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د چارواکو په وینا د کابل په شمول د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د ابتدايي نتایجو د شکایتونو په اړه‌یې څېړنې دوام لري.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا د شکایتونو پر کمېسون ټینګار کړی چې ژر تر ژره دې د پاتې ولایتونو په اړه هم څېړنې بشپړې کړي او نتایج دې ورسره شریک کړي.

سادات: د نوماندانو د لومړني لېست د اعلان لپاره تیارۍ بشپړې شوي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یو ویاند ذبیح سادات
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یو ویاند ذبیح سادات

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي چې د ولسمشرۍ انتخاباتو د نوماندانو د لومړني لېست د اعلان لپاره تخنیکي تیارۍ بشپړې شوې دي.

د دغه کمېسیون یوه ویاند ذبیح سادات تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په‌دې اړه د کمېسیون د مشرانو د پرېکړې په تمه دي.

دی وايي:

"د ټاکنو خپلواک کمېسیون تصمیم لري چې د ولسمشرۍ انتخاباتو د نوماندانو لومړنی لېست نن خپور کړي. په‌دې اړه ټولې تخنیکي چارې بشپړې شوې دي. یوازې د مشرانو پرېکړې ته اړ یو، څو د ولسمشرۍ ټاکنو د مهال‌وېش پر اساس نن د سلواغې ۱۶مه موږ د ولسمشرۍ انتخاباتو د کاندیدانو لومړنی لېست خپور کړو."

د ښاغلي سادات تر دې څرګندونو څو ساعته وړاندې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یوې مرستیال ویاندې شیما علم سروش وویل چې د ثبت شویو کسانو د تابعیت په اړه نابشپړې ارزونې ښایي د دغه لومړني لېست اعلان له ځنډ سره مخامخ کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې د ولسمشرۍ انتخابات به د راتلونکي لمریز کال د چنګاښ په ۲۹مه ترسره کوي.

په‌دغو انتخاباتو کې د سیالۍ لپاره ۱۸ کسانو خپل نومونه ثبت کړي دي.

د ولسي جرګې د شپږو ولایتونو نهایي نتیجې اعلان شوې

د افغانستان د ولسي جرګې د شپږو ولایتونو نهایي نتیجې اعلان شوې.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي چې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون له ارزونې وروسته د فراه، فاریاب، نورستان، کونړ، خوست او بدخشان وروستۍ نتیجې اعلان شوې دي.

له غزني پرته چې د ولسي جرګې انتخابات په‌کې نه‌دي شوي د نورو ټولو ولایتونو ابتدایي نتیجې مخکې اعلان شوې وې.

نن به د ۶ ولایتونو انتخاباتي پایلې اعلان شي

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

ټاکل شوې ده چې نن چهارشنبې د شپږو نورو ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو نهايي نتایج اعلان شي.


د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظ‌الله هاشمي ازادي راډیو ته وویل:


" تېره اوونۍ کې موږ ته د شپږ ولایتونو وروستي نتایج رسیدلي چې د دواړو کمېسیونونو له‌خوا څېړل شوي او ټاکل شوې چې نن چهارشنبه) به یو خبري کنفرانس کې اعلان شي."


ښاغلي هاشمي زیاته کړه، په‌دې شپږو ولایتونو کې فراه، فاریاب، خوست، کونړ، نورستان او بدخشان شامل دي.


تراوسه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ۱۲ ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو نهايي نتایج اعلان کړي دي.

د ۳ ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان شوې

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د درېیو نورو ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې هم اعلان کړې.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات نن ازادي راډيو ته وویل چې پنجشېر، کاپیسا او سرپل هغه ولایتونه وو چې تېره ورځ‌يې د شکایتونو کمېسیون دوی ته لېست سپارلی او دوی يې له تخنیکي ارزونې وروسته نن وروستۍ پایلې اعلان کړې.

ښاغلی سادات وايي چې یوازې د سرپل په وروستیو پایلو کې بدلون راغلی او د دوو نورو یادو شویو ولایتونو لومړنی لېست د اعتبار وړ دی.

د یادولو ده چې له دې وړاندې هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د نهو نورو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړې وې.

ښاغلی سادات وايي چې ډېر ژر به د پاتې نورو ولایتونو د ولسي جرګې انتخاباتي وروستۍ پایلې هم اعلان شي.

د انتخاباتو کمېسیون د احتمالي کاندیدانو د اسنادو څېړنه پیل کړې

ذبیح سادات
ذبیح سادات

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ د احتمالي کاندیدانو د اسنادو څېړنه پیل کړې ده.

د دې کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح‌الله سادات تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دغه بهیر به په دوو اوونیو کې بشپړ شي.

دی زیاتوي:

"۱۸ کسانو د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره نومونه ثبت کړي دي. موږ پر دې کار کوو چې له دوو اوونیو وروسته د دې انتخاباتو د کاندیدانو ابتدایي لېست اعلان کړو."

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره چې ټاکل شوې د راتلونکي کال د سرطان په ۲۹مه ترسره شي، د احتمالي کاندیدانو د نوم‌لیکنې بهیر د تېرې یکشنبې په ورځ پای ته ورسېد.

د دغو ۱۸ کسانو په ډله کې افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم شامل دي.

د کابل او کوچیانو د حوزې د انتخاباتي شکایتونو ۱۰۰ موارد ثبت شوي

آرشیف، د شکایتونو د کمېسیون کمېشنر او ویاند علي رضا روحاني
آرشیف، د شکایتونو د کمېسیون کمېشنر او ویاند علي رضا روحاني

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د کابل ولایت او کوچیانو د حوزې د شکایتونو د ثبت په لومړۍ ورځ‌یې شااوخوا ۱۰۰ موارد ثبت کړي دي.

د شکایتونو د کمېسیون کمېشنر او ویاند علي رضا روحاني د سې شنبې «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۵» په ماښام ازادي راډیو ته وویل، د کابل ولایت د انتخاباتي شکایتونو د ثبت بهیر به د نن چهارشنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۶» تر پایه پورې دوام وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ دفتر د شکایتونو فورمې وېشلې دي، هغه کسان چې شکایتونه او اعتراضونه ولري، زموږ دفتر ته‌یې مراجعه کړې او فورمې یې اخیستي. تر اوسه‌یې ښايي د سلو په شااوخوا کې د شکایتونو موارد موږ ته سپارلي او په حقیقت کې موږ سره ثبت کړي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دوشنبې په ورځ د کابل ولایت د ولسي جرګې د ۳۳ مخکښو کاندیدانو او همدارنګه د کوچیانو د حوزې د ۱۰ کاندیدانو ابتدايي لېستونه اعلان کړل چې په وینا یې له نورو څخه‌یې ډېرې رأیې تر لاسه کړې دي.

تمه ده چې د کابل د رأیو د ۳۰۰ محلونو تفتیش نن پای ته ورسېږي

ارشیف، د انتخاباتو د کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات
ارشیف، د انتخاباتو د کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات

تمه ده چې د کابل د رأیو د ۳۰۰ محلونو تفتیش نن پای ته ورسېږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د دغه بهیر له بشپړېدو سره به د کابل د ولسي جرګې د انتخاباتو د لومړنیو پایلو د اعلانولو لپاره تیاری ونیسي.

د دې کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات تېره شپه ازادي راډیو ته په‌دې اړه وویل:

"نهایي کوښښ روان دی، څو د سې شنبې د ورځې تر پایه پورې دغه د ۳۰۰ محلونو تفتیش پای ته ورسېږي او د دغو محلونو له تفتیش وروسته به موږ وتوانېږو چې د همدې اوونۍ تر پایه یا هم د راتلونکې اوونۍ په سر کې د کابل ابتدایي لېست هم خپور کړو."

ښاغلي سادات زیاته کړه چې په‌دغو ۳۰۰ محلونو کې د تفتیش بهیر د اسنادو د نشتوالي د ستونزې له کبله د یکشنبې په ورځ پیل شو.

د هغه په وینا د تفتیش بهیر د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون، د سیاسي ګوندونو او پر انتخاباتو د څار د بنسټونو د استازو په حضور کې پر مخ وړل کېږي.

تر اوسه د ۳۲ ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان شوې دي.

سادات: د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم‌لیکنې پروسه چټکه شي

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات په یوه خبري غونډه کې
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات په یوه خبري غونډه کې

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هیله‌مند دی چې په راروانو ورځو کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم‌لیکنې پروسه چټکه شي.

د کاندیدانو د نوم‌لیکنې رسمي پروسه څلور ورځې مخکې د جدي په ۱۳مه پیل شوې او د همدې میاشتې تر پایه به دوام کوي.

دا چې تر اوسه پورې څومره کسانو د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو په توګه نومونه ثبت کړي؟

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:

"تر پرونه پورې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره دوو کسانو د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو په توګه ځانونه ثبت کړي او ۷۲ کسانو له دې کمېسیون څخه معلوماتي بستې ترلاسه کړې دي."

دغه دوه کاندیدان چې ځانونه‌یې رسماً د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو په توګه ثبت کړي، د ولسي جرګې غړی عبدالطیف پدرام او عبدالحکیم تورسن دي.

ټاکل شوې، د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي کال د سرطان په ۲۹مه ترسره شي.

تر اوسه د ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د ملي امنیت د پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر په ګډون څو محدودو کسانو اعلان کړی چې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره ځان کاندیدوي، خو له یوې مودې راهیسې ډېرو نورو سیاسي څېرو او جهادي مشرانو هم د انتخاباتي ټیم د جوړولو لپاره هڅې پیل کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG