د افغانستان د ښځینه وو د فوټبال ۲۳ کسیزه لوبډله له څلور کلنې غیرحاضرۍ وروسته په مراکش کې د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) د سیالیو د یوې برخې په توګه بیرته میدان ته راغله او تېره ورځ یې د لیبیا په وړاندې د ۷ پر صفر بریا سره په دې لوبو کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.
هغو لوبغاړو چې د طالبانو له خوا له ورزشه راګرځول شوې او د فوټبال له ډګره ایستل شوې وې، د مراکش د فوټبال په ډګر کې د نندارچیانو د ولولو په منځ کې د "افغانستان" نوم بیا راژوندی کړ.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان له څلورو کلونو وروسته د افغان ښځینه فوټبال لوبغاړو راستنیدل د جلاوطنۍ، محرومیت او له هغه نظامه راستنیدل بللي چې په ټکو یې، غوښتل یې دوی په بشپړ ډول څنډې ته کړي.
له ورزش څخه محرومې نجونې وايي په نړیوالو ډګرونو کې د ښځینه فوټبالرانو لیدلو د دوی هیلې بیا راژوندۍ کړې.
دې سازمان د شنبې په ورځ «د نومبر په لومړۍ نېټه» پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو د ټولو ورزشونو له بندیز وروسته، سیالیو ته د دې لوبډلې بیرته راستنیدل د بشري حقونو لپاره یوه لویه بریا وه.
په بیان کې ویل شوي چې د لوبو په ډګر کې د افغان کډوالو نجونو د فوټبال لوبډلې لیدل، چې اوس د "افغان ومن یونایټد" په نوم لوبې کوي، د افغان میرمنو او نجونو راتلونکو نسلونو ته نوې هیله ورکوي چې باور وکړي چې دوی هم کولای شي نه یوازې په ورزش، بلکې د ژوند په ټولو برخو کې خپل حقونه بیرته ترلاسه کړي.
هغه ښځینه لوبغاړې چې اوس په افغانستان کې له ورزشه محرومې دي، هم وايي چې د افغان ښځینه فوټبالرانو لیدل دوی ته نوې هیلې وربښي.
له دې ډلې یوې لوبغاړې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل“هرکله چې افغان نجونې په میدان کې ګورم، ډیره احساساتي کیږم، ما هم په میدان کې د لوبې کولو هیله درلوده، خو اوس زه یوازې دا لوبغاړې له لرې لیدلی شم او هڅولی یې شم، د دوی په لیدو دا احساس کوم چې لا هم هیلې ژوندۍ دي او افغانستان لا هم د خپلو ښځو غږونه له لاسه نه دي ورکړي."
د «افغان ومن یونایټد» فوټبال لوبډلې لوبډلمشرې فاطمې حیدري په مراکش کې د لوبې ډګر ته د افغان ښځینه فوټبالرانو د بېرته ستنېدو په اړه وویل"دا ټول هغه څه وو چې موږ یې په دې ټولو کلونو کې ورته د رسېدو لپاره چې موږ یې واقعاً د یوې ښځې په توګه مستحقې یو، هڅې مو ورته وکړې، چې هغه زموږ د لوبو کولو او د خپل هیواد استازیتوب کولو حق وه.”
د افغان نجونو د فوټبال لوبډله له هغو نجونو جوړه ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې په بهر کې پناه اخیستې ده
د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشرې خالدې پوپل هم ویلي"دا د افغان ښځو ځوان نسل دی، دوی په یو لوی هدف او ماموریت په میدان کې ولاړې دي ترڅو د افغانستان غږ واوسي، د هغو ښځو غږ چې په افغانستان کې ژوند کوي، دوی له خپل پلټفارمه په کار اخیستو نه یوازې ښځو،بلکې په ټوله نړۍ کې خلکو ته الهام وربښي."
دا لوبې چې "فیفا د ښځو د سیالیو لړۍ متحدوي” په نوم ترسره کېږي،ټاکل شوې وه چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، خو د یاد هېواد لخوا افغان لوبغاړو ته د ویزو د نه ورکولو له امله د فیفا په پرېکړه د اکتوبر په ۲۶مه په مراکش کې پیل شوې.
د «افغان ومن یونایټد» په نوم د افغانستان د فوټبال لوبډلې په خپله لومړنۍ لوبه کې د اکتوبر په ۲۶مه د چاډ په وړاندې ۶-۱ ماتې وخوړه.
افغان لوبډلې د اکتوبر په ۲۹مه په دویمه لوبه کې هم د تانزانیا په وړاندې صفر د څلور پر وړاندې ماتې وخوړه، خو په دریمه لوبه کې د شنبې په ورځ «د نومبر په لومړۍ نېټه» افغان لوبډلې لیبیا ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه، چې په سیالۍ کې یې خپله لومړنۍ بریا ثبت کړه.
د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د روان میلادي کال په می میاشت کې په جلا وطنۍ کې د افغانستان د ښځینه وو د فوټبال ملي لوبډلې د جوړولو پرېکړه وکړه او د دې لوبډلې ته یې مالي او عملیاتي بودیجه ورکړه.
دا لوبډله په بېلابېلو هیوادونو کې له هغو افغان کډوالو نجونو څخه جوړه شوې، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې بهر کې پناه واخیسته او د ورزش په ډګر کې یې د افغانستان نوم ژوندی ساتلو لپاره یې هڅه وکړه.
واک ته د طالبانو له بیا راستنېدو سره، په افغانستان کې د ښځو ورزش په بشپړ ډول ودرول شو، او نجونې او ښځې له ورزش کولو، په ورزشي سیالیو کې له ګډون کولو او ان لوبغالو ته له تګه منع شوې.