د ازادي راډیو «د اساسي او بشري حقونو» په اوونیز پروګرام کې د کوژدې پر وخت د ځوانانو د خوښې او انتخاب په حق باندې خبرې شوې دي، په پیل کې به واورئ چې: د خلکو په خبره نامناسب دود چې د ځوانانو په تېره بیا د نجونو ودونه یوازې د کورنۍ په خوښه کیږي دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي.
په دوه زره څلرویشتم کال کې په افغانستان کې د کتابونو بازار څرنګه و؟ په نړۍ کې مو له دوو هغو داستاني ټولګو خبرو چې تیرکال ډيرې پلورل شوې دي. د دوه زره څلرویشتم کال په ترڅ کې د پښتو موسیقي لپاره په نړیواله کچه یو لړ هڅې شوې دي. نور مطالب هم دلته اوریدلی شئ.
د ازادي راډیو تاندې څانګې خپرونه کې یو شمېر ځوان ډاکتران وایي چې دوی له ښځینه ډاکترانو پرته د میرمنو صحي ستونزې نشي تشخیص کوی، په پیل کې به واورئ چې آیا میرمنې خپلې ټولې صحي ستونزې له نارینه ډاکتر سره شریکول غواړي، او آیا کورنۍ دا اجازه ورکوي چې نارینه ډاکتر ته ورشي ؟ دا پروګرام فرشته مرسل جوړ کړی
په پیل کې به واورئ چې آیا په ودونوکې چمبه وهل او سندرې ویل د اسلام له دین سره په ټکرکې دي ؟ ولې د طالبانو نظام په افغانانو باندې هغه بندیزونه لګوي چې هغه د اسلام دین هم ندي منع کړي ؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي
په دې خپرونه کې به واورئ چې نړیوال کرسمس څرنګه لمانځي او دا د ژمي پر مهال به مو د افغانانو له یوه دوده هم خبر کړو. د متلونو د اهمیت په اړه به واورئ، شعر لرو. د نجونو او ښځو لپاره د اختصاصي مجلې، اقرا دوهمه ګڼه چاپ شوه او یوشمیر نور مطالب دلته اوریدلی شئ
د ملګرو ملتونو پراختیایی اداره وایی د اوبو د کافی سرچینو د نشتوالی له امله د کوکنارو بدیلو کښتونو په افغانستان کې ښه نتیجه نه ده ورکړی، په یوه راپور کې د سوریی نوی واکمنان ادعا کوی چې د بشارالاسد د رژیم له پرځیدو وروسته یی په دمشق کې د نشه یی موادو د تولید کارخونی موندلی،
نیمه نړۍ - د ښځو د زده کړو حق څومره مهم دی؟
تاندې څانګې - د زده کړو تر څنګ د کسب زده کول څومره مهم دی؟
نور راوښيه