د ازادي راډیو اونیز د اساسي او بشري حقونو په پروګرام کې د ځینې کسانو لخوا د نورو په ژوندکې د مداخلې د زیان په هکله خبرې شوې دي. ولې ځینې کسان ځان ته دا حق ورکوي چې د نورو خلکو په ژوندکې مداخله وکړي، او د دې کار بدې پایلې څه دي ؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي
د ازادي راډیو په اونیزې نیمې نړۍ خپرونه کې د ځینو هغو کسانو په هکله خبرې شوې دي چې یو شمېرمیرمنو ته په ټولنیزو رسنیوکې کې سپکاوی کوي. ولې د ټولنیزو رسنیو ځینې کارونکي یو شمېر میرمنو ته سپکاوی کوي ؟ دا کار کومې بدې پایلې لري ؟
د ازادي راډیو په اونیزې تاندې څانګې خپرونه کې د دروغ ویلو په بدو پایلو باندې خبرې شوې دي، په پیل کې به واورئ چې ولې ځینې ځوانان دروغ وایي؟ د دروغ ویلو بدې پایلې کومې دي، او هغه ځوانان چې دروغ وایي څنګه خپل دا عادت هیر کړي ؟ دا خپرونه د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي
د ازادي راډیو «د اساسي او بشري حقونو» په اوونیز پروګرام کې د کوژدې پر وخت د ځوانانو د خوښې او انتخاب په حق باندې خبرې شوې دي، په پیل کې به واورئ چې: د خلکو په خبره نامناسب دود چې د ځوانانو په تېره بیا د نجونو ودونه یوازې د کورنۍ په خوښه کیږي دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي.
په دوه زره څلرویشتم کال کې په افغانستان کې د کتابونو بازار څرنګه و؟ په نړۍ کې مو له دوو هغو داستاني ټولګو خبرو چې تیرکال ډيرې پلورل شوې دي. د دوه زره څلرویشتم کال په ترڅ کې د پښتو موسیقي لپاره په نړیواله کچه یو لړ هڅې شوې دي. نور مطالب هم دلته اوریدلی شئ.
د ازادي راډیو تاندې څانګې خپرونه کې یو شمېر ځوان ډاکتران وایي چې دوی له ښځینه ډاکترانو پرته د میرمنو صحي ستونزې نشي تشخیص کوی، په پیل کې به واورئ چې آیا میرمنې خپلې ټولې صحي ستونزې له نارینه ډاکتر سره شریکول غواړي، او آیا کورنۍ دا اجازه ورکوي چې نارینه ډاکتر ته ورشي ؟ دا پروګرام فرشته مرسل جوړ کړی
په پیل کې به واورئ چې آیا په ودونوکې چمبه وهل او سندرې ویل د اسلام له دین سره په ټکرکې دي ؟ ولې د طالبانو نظام په افغانانو باندې هغه بندیزونه لګوي چې هغه د اسلام دین هم ندي منع کړي ؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي
په دې خپرونه کې به واورئ چې نړیوال کرسمس څرنګه لمانځي او دا د ژمي پر مهال به مو د افغانانو له یوه دوده هم خبر کړو. د متلونو د اهمیت په اړه به واورئ، شعر لرو. د نجونو او ښځو لپاره د اختصاصي مجلې، اقرا دوهمه ګڼه چاپ شوه او یوشمیر نور مطالب دلته اوریدلی شئ
د ملګرو ملتونو پراختیایی اداره وایی د اوبو د کافی سرچینو د نشتوالی له امله د کوکنارو بدیلو کښتونو په افغانستان کې ښه نتیجه نه ده ورکړی، په یوه راپور کې د سوریی نوی واکمنان ادعا کوی چې د بشارالاسد د رژیم له پرځیدو وروسته یی په دمشق کې د نشه یی موادو د تولید کارخونی موندلی،
نیمه نړۍ - د ښځو د زده کړو حق څومره مهم دی؟
نور راوښيه