د افغانستان د لیري پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکي وايي، وروسته له هغه چې طالبانو په طبي انستیتوتونو کې د ښځو پر زده کړو بندیز ولګاوه، هغه طبي مرکزونه هم وتړل شول چې په طبي برخه کې يې وړیا مرستې کولې. په نیمه نړۍ خپرونه کې دا ځل پر دې خبرې کوو چې د طبي زده کړو له محدودېدو سره به د ښځو پر ژوند څومره منفي اغېز وشي؟