د ازادي راډیو په اونیزې نیمې نړۍ خپرونه کې د ځینو هغو کورنیو په هکله خبرې شوې دي چې له نوې را واده شوې ښځې سره تاوتریخوالی کوي، په پیل کې به واورئ چې ولې ځینې کورنۍ کله چې یوه جلۍ راودوي له هغې سره له همغې لومړی ورځې تند او تریخ چلند کوي ؟ دا پروګرام د ازادي راډیوخبریاله فرشته مرسل جوړوي
د ځوانانو لپاره د ښو ملګرو په ګټو او له نامناسبه کس سره د ملګري په بدو پایلو خبرې کوو. په پیل کې به واورئ چې ولې ځینې ځوانان دروغ وایي ؟ له غلطو کسانو سره ملګري او دوستي ځوانان له کومو ستونزو سره مخ کوي ؟ دا خپرونه د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي
د ازادي راډیو اونیز د اساسي او بشري حقونو په پروګرام کې د کار کولو په حق باندې خبرې شوې دي، په پیل کې به واورئ چې د هغو افغان وکړو د کار حق چې طالبانو ورنه اخیستی دی، اوس له کومو ستونزو سره مخ دي ؟ که دا ستونزه حل نشي کومې بدې پایلې لري ؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي
پروین فیض زاده ملال د پښتو ژبې پیاوړې شاعره او کیسه لیکواله ده، چې نږدې ټول ژوند یې د پښتو ژبې په خدمت کې تېر کړی دی. د "ازادي مېلمه" په خپرونه کې له دې وتلې شاعرې سره فرشته سهاک خبرې کړې دي. دا مرکه له دې ځایه اورېدلای شئ.
محبوبه اخترزاده هغه افغانه پیغله ده چې د فزیکي ستونزو سره سره یې توانېدلې په امریکا کې د ټکنالوژۍ په برخه کې لوړې زده کړې وکړي. د ازادي راډیو د "ازادي مېلمه" په دې خپرونه کې به له هغې واورو چې د ژوند دغه مزل یې تر دې ځایه څنګه رسولی او له کومو ستونزو سره مخ شوې ده.
ارواپوهان وايي چې په انسانانو کې د خطرونو پر وړاندې وېره یو فطري حالت دی، خو د نشه يي موادو کارول، په ځانګړي ډول ښیښه، په معتادینو کې دومره بې ځایه وېره پیدا کوي چې هغوی کله کله له خپل سیوري څخه هم ډارېږي. په دې اړه مو له ارواپوه مطیع الله وزیري سره مرکه کړې
د چمپینز ټرافۍ لپاره د افغانستان په اعلان شوې لوبډلې د کرکټ څارونکو بیلابیلو څرګندونې کړې دي. د کرکټ نړیوالې شورا د چمپینز ټرافۍ لپاره د افغانستان له اعلان شوې لوبډلې تود هرکلی کړی دی.
د زهرو کاروان د دې اونۍ په خپرونه کې اورئ چې د دایکنډي ولایت بزګران د کوکنارو د بدیل کښت د نشتوالي له امله شکایت کوي. په یوه راپور کې مو د یوه معتاد ژوند ته کتنه کړې او له یوه متخصص ډاکټره مو پوښتلي چې ولې اعتیاد د انسان عمر لنډوي؟ د خپرونې په دوام د معتاد خاطره او د خپرونې ډرامه هم خپریږي.
د ازادي راډیو اونیز د اساسي او بشري حقونو په پروګرام کې د ځینې کسانو لخوا د نورو په ژوندکې د مداخلې د زیان په هکله خبرې شوې دي. ولې ځینې کسان ځان ته دا حق ورکوي چې د نورو خلکو په ژوندکې مداخله وکړي، او د دې کار بدې پایلې څه دي ؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي
د ازادي راډیو په اونیزې نیمې نړۍ خپرونه کې د ځینو هغو کسانو په هکله خبرې شوې دي چې یو شمېرمیرمنو ته په ټولنیزو رسنیوکې کې سپکاوی کوي. ولې د ټولنیزو رسنیو ځینې کارونکي یو شمېر میرمنو ته سپکاوی کوي ؟ دا کار کومې بدې پایلې لري ؟
نور راوښيه