د اوکراین ولسمشر وايي چې په لندن کې د بریتانیا، جرمني او فرانسې له مشرانو سره خبرې "رغنده" وې، او زیاته یې کړه چې د سولې د پلان لپاره وړاندیزونه وروستي کیږي او د سې شنبې په ورځ به له متحده ایالاتو سره شریک شي.
ولودومیر زیلینسکي چې د دوشنبې په ورځ بېرته له لندن بروکسل ته روانېده خبریالانو ته دا خبرې وکړې.
ښاغلي زیلینسکي په عین حال کې ټینګار هم وکړ، کییف هیڅ قانوني یا اخلاقي حق نلري چې په هر هغه تړون کې چې هدف یې د مسکو د نږدې څلور کلن یرغل پای ته رسول دي، روسیې ته خاوره وسپاري.
زیلینسکي د دوشنبې په ورځ په لندن کې د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون، د بریتانیا له صدراعظم کاییر سټارمر او د جرمني له صدراعظم فریدریش میرټز سره ولیدل.
د بریتانیا صدراعظم ټینګار وکړ چې هېواد یې "د اوکراین سره ولاړ دی او که چېرته اوربند وشي، نو باید عادلانه او دوامداره وي."
ایمانویل مکرون او فریدریش میرټز هم د سولې لپاره د یوه جدي او حقیقي پلان په اړه خپلې ژمنې تکرار کړې.
د بریتانیا د حکومت د یوې داخلي سرچینې په وینا، دا چې له اوکراین سره د مرستې لپاره د روسیې د کنګل شویو شتمنیو ګټې څنګه کارول کیږي، په لندن کې د مشرانو ترمنځ د بحث یوه موضوع وه.
مخکې، د استونیا، فنلینډ، آیرلند، لیتوانیا، لاتویا، پولنډ او سویډن مشرانو له اروپایي اتحادیې وغوښتل چې د اوکراین سره د مرستې لپاره د روسیې د کنګل شویو شتمنیو کارولو د پلان لپاره ګړندی اقدام وکړي.
د لندن د غونډې په پای کې، د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ هم یوه اعلامیه خپره کړه او دا ناسته یې "د اوکراین د سولې لپاره د متحده ایالتونو د پلان په چوکاټ کې د دوامداره ګډ عمل د بنسټ" په توګه یاده کړه.
د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ په بیان کې ټینګار شوی چې "د اوکراین د نه ماتیدونکو امنیتي تضمینونو او د بیارغونې لپاره د پلان چمتو کولو لپاره به کار دوه چنده شي."
د لندن ناسته پر ولودومیر زیلینسکي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نویو انتقادونو په لړ کې شوې.
ښاغلي ټرمپ تازه په خپلو څرګندونو کې زیلینسکي تورن کړی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د واشنګټن طرحه لا لوستې هم نه ده.
په ورته وخت کې، پر اوکرایین د روسیې بریدونه دوام لري. اوکرایني چارواکو ویلي په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه نهه کسان ټپیان شوي دي.
د جګړې د پای ته رسولو په هدف د امریکا لومړنی پلان چې له پیل څخه جنجالي و، د اوکراین لپاره د مبهمو امنیتي تضمینونو په بدل کې روسیې ته د ځینو سیمو د سپارلو یادونه کړې.