د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۳

عاصم منیر ویلي د طالبانو حکومت د پاکستان او ټي ټي پي تر منځ یو انتخاب کړي


عاصم منیر، د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر او د پوځ لوی درستیز
عاصم منیر، د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر او د پوځ لوی درستیز

د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر او د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر خبرداری ورکړی چې د طالبانو حکومت باید له اسلام اباد سره د اړیکو د ساتلو او د پاکستاني طالبانو د ملاتړ ترمنځ یو انتخاب کړي.

عاصم منیر دا خبره پرون د پاکستان د پوځ په عمومي مرکز کې هغو مراسمو ته کړې چې د پاکستان د دفاعي ځواکونو او د پوځ د لوی درستیز په توګه د هغه د نوي منسب په مناسبت جوړ شوي وو.

طالبانو تر اوسه د منیر خبرو ته غبرګون نه دی ښوولی خو مخکې یې ویلي وو چې د «ټي ټي پي» موضوع د پاکستان کورنۍ مسله ده او دوی اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پر ضد وکارول شي.

د «ډان» په ګډون ځینو پاکستاني رسنیو د عاصم منیر په حواله راپور ورکړی چې "د طالبانو رژیم" د ده په خبره د "فتنه الخوارج" یا پاکستان ترمنځ د انتخاب کولو پرته بله لاره نه لري.

یو طالب عسکر سپین بولدک سره
یو طالب عسکر سپین بولدک سره

فتنهٔ الخوارج هغه اصطلاح ده چې پاکستاني چارواکي یې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته کاروي.

په راپور کې راغلي چې هغه هند ته هم دا خبرداری ورکړی چې په ځان دوکه کولو یا خیالاتو کې ښکیل نه شي،ځکه په خبره یې، د پاکستان راتلونکی ځواب به تر دې هم ګړندی او ډیر سخت وي.

د «ډان» په راپور کې وړاندې راغلي چې عاصم منیر زیاته کړې چې د مخ په زیاتیدونکو ګواښونو له امله، د هغه هیواد درې واړه وسله وال ځواکونه باید له یو متحد نظام سره کار وکړي او د مخ په زیاتیدونکو او بدلیدونکو ګواښونو په پام کې نیولو سره، د ځواکونو ترمنځ د یو واحد ګډ جوړښت لاندې څو اړخیز عملیات پیاوړي کړي.

د پاکستان د پوځ مرکز
د پاکستان د پوځ مرکز

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) هم د دوشنبې په ورځ « د دسمبر په ۸مه» اعلان کړی چې د راولپنډۍ په عمومي مرکز (GHQ) کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز سید عاصم منیر په رسمي ډول د دفاعي ځواکونو د لومړي مشر (CDF) په توګه ګمارلی دی.

یو شمیر امنیتي او سیاسي کارپوهان وايي چې عاصم منیر ته د پراخو واکونو ورکول ښیي چې پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې د جدي اقداماتو او پر طالبانو د فشار راوستلو اراده لري.

له دې ډلې کارپوهانو اسحاق اتمر ازادي راډیو ته وویل:

«عاصم منیر ته پوځي واک ورکول په دې معنی دي چې دوی د ترهګرۍ په مسله کې جدي دي، احتمال لري چې د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان راتلونکي ګامونه به ډیر جدي وي، او په دې برخه کې دوی هڅه کوي چې د طالبانو پر حکومت فشار راوړي، خو دا چې ایا «ټي ټي پي» په ریښتیا د پاکستان لپاره یو ګواښ دی یا دا چې یوه پلمه ده چې په ګاونډیو هیوادونو کې مداخله وکړي، د وخت تېرېدو سره به ځواب پیدا شي.»

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر هند ته په داسې وخت کې خبرداری ورکړی چې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جایسوال په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې هند په افغان ملکي وګړو هر ډول برید "په کلکه غندي او "د افغانستان د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ" ملاتړ کوي.

ځینو هندي رسنیو د دوشنبې په ورځ « د دسمبر په ۸ مه» د نوموړي په حواله وویل چې دوی راپورونه ترلاسه کړي افغان ملکي وګړي په سرحدي نښتو کې وژل شوي دي.

په وروستۍ پېښه کې، د «دسمبر په ۵ مه» د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سپین بولدک-چمن په پوله کې د طالب ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د نښتو په پایله کې څلور ملکي وګړي ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت «د نومبر په ۲۵مه» په پکتیکا، کونړ او خوست کې پاکستان په هوایي بریدونو تورن کړ، او ویې ویل چې په یادو بریدونو کې د یوې کورنۍ لږ تر لږه لس غړي وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.

که څه هم پاکستان په دې برید کې د هر ډول لاس لرل رد کړل، خو د طالبانو د حکومت ویاند خبرداری ورکړ چې دوی به په مناسب وخت کې پاکستان ته "لازمي ځواب" ورکړي.

د طالبانو او پاکستاني پوځي ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالی د روان کال «د اکتوبر په ۱۱مه» د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو وروسته زیات شو.

د دې ستونزو د حل لپاره په دوحه او استانبول کې د طالبانو او پاکستاني پلاويو ترمنځ څو پړاوه خبرې وشوې. د ترکیې او قطر په منځګړیتوب د طالبانو د حکومت او د پاکستان دفاع وزیرانو د اوربند یوه هوکړه هم لاسلیک کړه. دا اوربند نازک او هره شېبه ماتیدونکی بلل کېږي او دواړه لوري یو بل په سرغړونه تورنوي.

اسلام اباد ادعا کوي چې د پاکستان د بې ثباتۍ ریښه په افغانستان کې ده، خو طالبانو په وار وار دا ادعا رد کړې او د پاکستان ناامني یې "د هغه هیواد کورنۍ موضوع" بللې ده.

XS
SM
MD
LG