نن، یکشنبه «د دسمبر ۷مه» د دوحې د فورم دوهمه او وروستۍ ورځ ده. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د نن به په دې فورم کې په سیمه ییز اتصال کې د افغانستان د رول په اړه بحث وشي.
یو شمیر افغان ځوانانو په دې وروستیو کې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د سندرو جوړل پیل کړي چې عمر اندیش هم د دوی له ډلې دی.
د خیبرپښتونخوا په کمپونو کې دېره افغان کډوال وايي چې د پاکستان حکومت یې برېښنا پرې کړې او د دغو کمپونو روغتونونه او ښوونځي یې هم تړلي دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان (ار اس اف) اعلان کړی چې پاکستان سږ کال لږ تر لږه ۲۰ افغان خبریالان په زوره افغانستان ته ستانه کړي دي.
د بې پولې ډاکترانو سازمان (ام اس اف) وایي د افغانستان شمال بلخ ولایت کې لسګونه زره کسان روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي.
یو شمیر خلک په ورځني ژوند کې بې نمرې عینکې کاروي، خو د څه لپاره؟ آیا بې نمرې عینکې د ډول لپاره دي که د سترګو د خوندیتوب لپاره؟
یو شمیر افغان سوداګر هیله لري چې له پاکستان سره لارې د تل لپاره پرانیستل شي او داسې نه شي چې کله پرانیسې وي، کله بندې وي. افغان سوداګرو دا خبرې ازادي راډیو ته وروسته تر دې وکړې چې پرون پاکستان وویل چې د تورخم او سپین بولدک لارې به د ملګرو ملتو د مرستو د لیږد لپاره پرانیزي.
نور راوښيه