د جرمني فدرال حکومت دې پرېکړه، چې یو شمیر افغان ښځو او نارینه وو ته چې دغه هیواد ته یې د منلو ژمنه تر لاسه کړې د داخلېدو اجازه نه ورکوي، پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
زیلنسکي وایي، تر څو پورې چې داسې تضمینونه ونهلرو چې د سیمې د راتلونکي احتمالي اشغال مخه ونیسي، دغه طرحه عادلانه نه ده.
په افغانستان کې یو شمیر کورنۍ وايي د اقتصادي ستونزو، د باکیفیته روغتیایی خدمتونو نشتوالي او د دوی له سیمو څخه د روغتیایی مرکزونو د لرې والي له امله له جدي ستونزو سره مخ او د روغتیا له هر اړخیز پوښښه محروم دي.
د افغانستان د ښځو لپاره ولسي محکمې د طالبانو د حکومت ګڼ مشران د بشریت پر ضد د جرمونو د مرتکبینو په توګه اعلان او دوی یې د جنسیت پر بنسټ د ځورونو او تبعیض په تور محکوم کړل. د طالبانو حکومت تر اوسه د دې حکم په اړه غبرګون نه دی ښودلی. خو د ملګرو ملتونو چارواکو دا حکم تایید او ورنه هرکلی کړی دی.
داستاني ادب د ( AI ) یا مصنوعي ځیرکتیا پر مټ تصویری کول. کریمه نعیمي هغه افغان مېرمن چې کال کېږي په دې برخه کې کار کوي او لاسته راوړنې یې تر اوسه ماشومانو ته د لسو نکلونو انیمیشن کول دي. کریمې تازه د ( AI ) په مټ د "اعتدال" په نوم یوې ډرامې جوړول هم پیل کړي، چې لومړۍ برخه یې بشپړه شوې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که څه هم غواړي له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي، خو که تهران یو ځل بیا د خپلو اتومي فعالیتونو د بیا پیلولو لور ته ګان واخلي، نو بیا به د امریکا له برید سره مخامخ شي.
د ښځو د حقونو یوشمیر فعالانو د طالبانو د حکومت د ویاند د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد، د بشري حقونو په تړاو د ملګرو ملتو د اندېښنو په ځواب کې ادعا کړې چې 'کوم حقونه چې اسلامي شریعت خلکو ته ورکړي، په هېواد کې تأمین دي.
د ناټو عمومي منشي د خپل تړون له غړیو هیوادو وغوښتل چې دفاعي هڅې زیاتې کړي چې د روسیې د تیري مخه ونیسي. مارک روټه د جرمني په پلازمینه برلین کې د ډسمبر په یولسمه دا خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې کیدای شي چې داسې جګړه ونښلي چې زموږ پلرونو او نیکونو لیدلې او زغملې وه.
د پاکستان حکومت د افغان دیني عالمانو د دې پریکړې چې ، هیڅ افغان ته د پوځي فعالیت لپاره بهر ته د تګ اجازه نشته، مشروط هرکلی کړی. طالبانو د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو سلګونه دیني عالمان د چهارشنبې په ورځ په کابل کې راغونډ کړي و او په هغې غونډه کې دې عالمانو دا پریکړه وکړه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش په خپل درې میاشتنې راپور کې ویلي دي چې په وروستیو څو میاشتو کې په افغانستان کې په امنیتي پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.
د دسمبر یولسمه د غرونو نړیواله ورځ ده.سږ کال د غرونو د نړیوالې ورځې شعار دی" طبیعي یخچالونه په غرنیو سیمو او له دې سیمو ورهاخوا د اوبو، خوړو او معیشت لپاره ارزښت لري."
نور راوښيه