د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۸

پاکستان د افغانستان د دیني عالمانو پریکړې ته محتاطانه خوشبیني څرګنده کړه


د پاکستان حکومت د افغان دیني عالمانو د دې پریکړې چې ، هیڅ افغان ته د پوځي فعالیت لپاره بهر ته د تګ اجازه نشته، مشروط هرکلی کړی. طالبانو د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو سلګونه دیني عالمان د چهارشنبې په ورځ په کابل کې راغونډ کړي و او په هغې غونډه کې دې عالمانو دا پریکړه وکړه.

وروسته له هغه چې سلګونو افغان دیني عالمانو د یو پریکړه لیک په خپرولو سره اعلان وکړ چې هېڅ افغان ته پوځي فعالیت لپاره د بهر ته تګ اجازه نشته، د پاکستان حکومت د افغانستان د دیني عالمانو دې پرېکړه لیک ته محتاطانه غبرګون ښودلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ «د دسمبر په ۱۱مه» په اسلام اباد کې په یوه خبري ناسته کې د دې اعلان هرکلی وکړ، خو زیاته یې کړه چې په پریکړه لیک کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یادونه نه ده شوې، نو پاکستان به په تمه شي چې په عمل کې څه پیښیږي.

اندرابي وویل چې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د خبرو اترو په ترڅ کې، اسلام اباد له طالبانو غوښتي و چې د دوی مشر په دې برخه کې پاکستان ته لیکلی تضمین ورکړي.

ده ټینګار وکړ چې طالبانو پخوا هم په شفاهي ډول ورته ژمنې کړې وې، خو په خبره یې، عملي کړې یې نه دي.

دا په داسې حال کې ده د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو سلګونه دیني عالمان د چهارشنبې په ورځ «د دسمبر په لسمه» په کابل کې راټول شوي وو او د یو پریکړه لیک په صادرولو سره یې اعلان وکړ چې هیڅ افغان ته اجازه نشته چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د امر خلاف "له افغانستانه بهر په پوځي فعالیتونو کې برخه واخلي، او که څوک سرغړونه وکړي، نو د هغه تګ جایز نه دی."

که څه هم د طالبانو حکومت په رسمي ډول د دې غونډې او پریکړې په اړه څه نه دي ویلي، خو په هغه متن چې د ځینو کورنیو رسنیو او طالبانو ته نږدې یو شمیر رسنیزو فعالینو لخوا خپور شوی، په کې راغلي، هر هغه څوک چې د بل حکومت پر وړاندې د اقدام لپاره د افغانستان خاوره وکاروي هغه به "سرغړونکی" وګڼل شي او د طالبانو حکومت حق لري چې پر وړاندې یې"لازمي اقدامات" وکړي.

خو په دې پریکړه لیک دا ټینګار هم شوی که څوک د افغانستان حریم نقضوي، نو دفاع یې "مقدس جهاد" ګڼل کېږي او پر افغانستان د برید او بې احترامۍ په صورت کې "ټول افغانان" مکلف دي چې ترې په کلکه دفاع وکړي.

د دې پنځه ماده ییز پریکړه لیک په یوه بله برخه کې له اسلامي هیوادونو غوښتل شوي چې خپلې اړیکې د "اسلامي ورورګلوۍ" پر بنسټ تنظیم کړي او له تفرقې او اختلاف څخه ډډه وکړي.

دغه شان له افغان عالمانو هم غوښتل شوي چې د دې پریکړه لیک په اړه د مطرح شویو مسلو په اړه خلکو ته د معلوماتو ورکولو لپاره له خپلو منابرو څخه کار واخلي.

هڅه مو وکړه چې په غونډه کې د ګډونوالو ځینو دیني عالمانو نظر واخلو، خو دوی ازادي راډیو سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

که څه هم د افغان دیني عالمانو په دې پریکړه لیک کې د پاکستان یادونه نه ده شوې، خو په پاکستان کې ځینې پخواني افغان ډیپلوماتان وايي چې د دې غونډې پریکړه لیک په حقیقت کې د پاکستان د حکومت د هغو غوښتنو ځواب دی، چې د طالبانو له مشر څخه یې غوښتنه کړې وه چې د هغه هیواد پر وړاندې د جګړې د حرام اعلانولو لپاره فتوا صادره کړي.

په پیښور کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام جنرال قونسل حامد جلیلي ازادي راډیو ته وویل:

"د پاکستان د حکومت غوښتنه همدا وه چې امیرالمؤمنین (د طالبانو مشر) باید فتوا صادره کړي او دا موضوع حرامه اعلان کړي، طالبانو دلته یو څه ته اشاره وکړه چې موږ د دوحې د تړون د محتوا پر بنسټ ژمن یو، تر یوې اندازې پورې د پاکستان غوښتنې هم پوره شوې، چې غوښتل یې یوه فتوا ترلاسه کړي، خو د امیرالمؤمنین له لوري نه، بلکې د هغو عالمانو له لوري چې د امیرالمؤمنین تایید یې درلود."

ښاغلی جلیلي وايي چې د پاکستان حکومت ادعا کړې وه چې افغان طالبان په پاکستان کې دننه له پاکستاني طالبانو سره ګډ عملیات ترسره کوي.

ځینې سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې د طالبانو حکومت د داسې غونډو په تنظیمولو له دیني عالمانو څخه د وسیلې په توګه کار اخلي.

له دې ډلې کارپوهانو حمید عزیزي ازادي راډیو ته وویل:

"زه فکر کوم چې د سیاسي واک ساتلو لپاره د دین او دیني عالمانو کارول د افغانستان د خلکو لپاره یو ناورین کیدای شي، که په دې پریکړه لیک کې د افغانستان د خلکو په اړه یو څه وی او دا غوښتنه شوې وی چې د دوی حقونه تضمین شي او محدودیتونه لرې شي، په دې صورت کې د دیني عالمانو دریځ ګڼل کیدای شو."

په کابل کې د دیني عالمانو غونډه په داسې حال کې شوې چې د روان کال د اکتوبر په ۱۱مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له نښتو وروسته د پاکستان او طالبانو حکومتونو ترمنځ تاوترخوالی زیات شو، چې څو ورځې یې دوام وکړ او دواړه خواوو یو بل د درنو تلفاتو په اړولو تورنوي.

دا نښتې «د اکتوبر په ۹مه»په کابل او پکتیکا کې د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته وشوې، چې کورني او نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.

د افغان طالبانو او د پاکستان د حکومت استازو په تیرو دوو میاشتو کې په دوحه، استانبول او ریاض کې څلور ځله سره لیدلي دي ترڅو خپل اختلافات حل کړي.

پاکستاني لوري په دې غونډو کې ټینګار کړی چې افغان طالبان باید فتوا صادره کړي چې په پاکستان کې جګړه ناروا ده.

اسلام اباد ادعا کوي چې د پاکستان د بې ثباتۍ ریښه په افغانستان کې ده، خو طالبانو په وار وار دا ادعا رد کړې او د پاکستان ناامني یې "د هغه هیواد داخلي مسله" بللې ده.

د یادونې ده چې پاکستان په تیرو دریو میاشتو کې په کونړ، خوست، پکتیا، پکتیکا او کابل ولایتونو کې څو هوایي بریدونه کړي دي، چې ملکي تلفات یې هم اړولي دي.

XS
SM
MD
LG