ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ویلو په ترڅ کې د ایران د اتومي پروګرام او د واشنګټن ـ تهران د احتمالي شخړو په اړه څرګندونې وکړې. هغه په لومړي سر کې د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره د خپلو «ښو اړیکو» یادونه وکړه او د ایران پر اتومي تاسیساتو بریدونه یې «بریالي او فوقالعاده» وبلل.
ټرمپ وویل:
«موږ په بي ۲ الوتکو د ایران اتومي وړتیا له منځه یووړه. اوس دا اصطلاح (له منځه وړل) کارولی شم، ځکه د اتومي انرژۍ کمیسیون تایید کړه چې موږ د دوی اتومي وړتیا او ظرفیت له منځه وړی دی.»
ده همداراز وویل چې ایران د اتومي وسلو جوړولو ته ډېر نژدې شوی و، خو د امریکا له بریدونو وروسته دغه پروسه شاته یووړل شوه:
«دوی یوازې دوې میاشتې ـ یا ښايي دوې اوونۍ ـ لرلې. نه پوهېږم دوې اوونۍ وې که دوې میاشتې، خو ډېر لږ وخت پاتې و. دوی به ډېر ژر اتومي وسلو ته رسېدلي وای، خو زموږ ځواکونه ولاړل، کار یې بشپړ کړ، او همدې سوله ممکنه کړه ځکه اوس نور څوک له ایران څخه نه وېرېږي.»
ټرمپ: هغوی ډېر غواړي له ما سره توافق وکړي، او که توافق ممکن وي، زه هم علاقه لرم:
د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) د ایران د اتومي پروګرام د «له منځه تلو» په اړه د ټرمپ له ادعا سره موافق بیان نه دی ورکړی، بلکې له تهران څخه یې غوښتي چې دوی ته اجازه ورکړي چې د دغه هیواد اتومي تاسیسات وګوري او د ایران د اتومي وضعیت په اړه یو واقعي او دقیق انځور وړاندې کړي.
ډونالډ ټرمپ په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د ایران هغه اتومي مرکزونه چې ویشتل شوي، نور هیڅکله د پخوا په شان د فعالیت توان نه لري. د هغه په وینا، «ایران هم اعتراف کړی چې نور نه شي کولی په هماغو مرکزونو کې اتومي فعالیت وکړي، او که غواړي چې بیا پیل وکړي، باید نوي مرکزونه جوړ کړي.»
کله چې یوه بل خبریال د ایران د اتومي فعالیتونو د بیا رغونې احتمال وپوښت، ټرمپ وویل:
«هغوی هڅه کولی شي، خو ډېر وخت به ونیسي چې بېرته یې پیل کړي. خو که غواړي بې موافقې فعالیت بیا پیل کړي، هغه نوی مرکز هم ورانولی شو. موږ کولای شو د هغوی توغندي په ډېر سرعت له کاره وغورځوو. موږ ډېر ځواک لرو او اسرائیل ته مو ډېره مرسته ورکړې. موږ د هغوی ډرونونه راوغورځول، ډېر کارونه مو ورسره وکړل. موږ ښه کار وکړ، خو اسرائیل هم ښه جنګ وکړ. ټولو په مېړانه جګړه وکړه. وګورئ، دا یوه جګړه ده؛ یوه سخته جګړه. ټولې جګړې سخته وي، هېڅ جګړه ښه نه وي. خو دا یوه لویه نښته وه.»
ټرمپ په دوام کې وویل چې باور لري ایران دومره سخت زیان لیدلی چې نور به د دې ډول فعالیتونو د بیا پیل هڅه ونه کړي، «که څه هم په خبرو کې د بیا هڅې دعوې کوي.»
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا هیله څرګنده کړه چې له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي. هغه وویل:
«زه تاسو ته ویلای شم، هغوی ډېر غواړي له ما سره توافق وکړي، او که توافق ممکن وي، زه هم علاقه لرم. موږ ډېر نژدې نه وو، خو… مخکې له بمبارده موږ تر یوه حده یوې هوکړې ته نژدې شوي وو. که هغوی توافق کړی وای، ډېر به ښه وو. هغوی کولی شول داسې توافق وکړي چې هیڅوک پکې نه وژل کېدل، هیڅ ودانۍ نه ورانېدی. موږ به یوازې د هغوی اتومي سایټ وهلی وای، بس. هغوی کولی شول یو عالي توافق ولري، خو دا فرصت یې له لاسه ورکړ. خو اوس هغوی غواړي توافق وکړي. ایران غواړي له ما سره توافق وکړي.»