د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۴

ایران کې لاریونو افغان کډوال اندیښمن کړي


جریان تظاهرات در ایران
جریان تظاهرات در ایران

په ایران کې وروستي لاریونونه، په دې هیواد کې میشت یو شمېر افغان کډوالو وايي د دغه لاریونونو له امله له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوي او هره شېبه د خپل وضعیت په اړه اندېښمن دي. یو شمېر افغان کډوال چې د ایران په پلازمېنه تهران کې ژوند کوي، وایي وضعیت یې دومره خراب شوی چې نه شي کولای له کورونو بهر ووځي .

په ایران کې میشت یو شمېر افغانان وايي په وروستیو څو ورځو کې په دې هیواد د پراخو لاریونونو او په بیلابیلو سیمو کې د امنیتي ځواکونود حضور له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي دغه وضعیت پلازمینه تهران او نورو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو او اخراج خطر لا زیات کړی دی.

لېدا امیني، چې په تهران کې مېشته افغانه کډواله او د بشري حقونو فعاله ده، وایي د وروستیو څو ورځو لاریونو له امله په رامنځته شوي وضعیت سخته اندېښمنه ده.

هغې شنبه د جنورۍ ۳ مه ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال وضعیت ښه نه دی او تېره شپه یې زوی چې په یو پلورنځي کې یې کار کوه د لاریونونو له امله تر ناوخته په خپل کارځای کې بند پاتې شوی و.

"دې مسئلې موږ ټول ډېر اندېښمن کړي یو، ځکه یو ډېر کوچنی حرکت موږ ته لوی سرخوږی پیدا کولای شي، موږ هڅه کوو چې په هیڅ ډول راټولېدنه کې برخه وانه خلو او ان هغه سیمو ته ورنه شو چېرته چې لاریونونه دي، تېره شپه زما زوی چې کوم ځای کې کار کوي هلته وضعیت غیر نورمال وو، زوی مې زنګ را وواهه او ویې ویل چې وضعیت ډېر خراب دی او کور ته نه شي راتلای، هوا هم سړه وه تر نیمې شپې موږ ټول سخت اندېښمن وو."

اندېښمن ځکه یو چې ډېر کوچنی حرکت هم موږ ته لوی سر خوږی پیدا کولای شي، موږ هڅه کوو چې په هیڅ ډول تجمع کې برخه وانه خلو او ان هغه سیمو ته ورنه شو چېرته چې لاریونونه دي

یو بله افغانه کډواله چې دا هم په تهران کې ژوندکوي او د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د لاریونونو له امله ان له کوره وتل ورته ستونزمن شوي دي.

"زموږ په سیمه کې وضعیت ډېر خراب دی، زموږ د کور نارینه او موږ نه شو کولای بهر ووځو، له یوې اوونۍ راهیسې په کورونو کې بند پاتې یو په کوڅو او بازارونو کې محدودیتونه بې‌ساري زیات شوي دي، ټول د دې وضعیت په اړه اندېښمن یو چې بالاخره به زموږ د کډوالو برخلیک څه شي."

په ورته وخت کې، د ایران له یزد او مشهد ښارونو څخه یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډيو ته ویلي حکومت په یوه اعلامیه کې له بهرنیو اتباعو غوښتي چې په لاریونونو کې برخه وانخلي.

دوی همداراز ویلي چې د انټرنېټ خدمتونه یې د عادي ورځو په پرتله کمزوري شوي دي.

ډېر افغان کډوال وایي چې په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو د حضور زیاتوالي او د تګ راتګ محدودیتونو یې وضعیت لا پسې سخت کړی دی.

د دوی په وینا، دغو شرایطو د کډوالو د نیول کېدو او ډیپورت خطر لا پیسې زیات کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې پیل شوي لاریونونه د جنوري ۳ یمه د اومې ورځې لپاره لا هم روان دي.

خلکو اعتراضونه د ډالرو په وړاندې د تومانو د بېساري لوېدو په خاطر پيل کړل چې اوس یې لمن ۳۰ ښارونو ته غځېدلې او پکې لاریونوال حکومت په فساد، جبر او د منابعو په ضایع کولو تورنوي.

تېره اونۍ د ایران په ازاد بازار کې د یو امریکايي ډالر بیه له ۱۴۳ زره تومان هم واوښته.

د ایران امنیتي ارګانونو مظاهره چیان بلواګر بللي چې په وینا یې غواړي له منځته راغلي وضعیته ناوړه ګټه پورته کړي، خو د بشري حقونو مدافع بنسټونو راپور ورکړی چې امنیتي ځواکونو پر معترضانو ډزې کړې او له زور زیاتي کار اخیستی دی.

په همدې حال کې د کډوالۍ د برخې یو شمېر کارپوهان وايي په دغه ډول بحراني شرایطو کې کډوال تر ټولو زیانمنونکې قشر وي او له جدي ستونزو سره مخ کیږي.

له ډلې یې عبدالحبیب امیني ازادي راډيو ته وویل:

"کله چې په یوه هېواد کې ناامني، بې‌ثباتي او لاریونونه رامنځته کېږي، تر ټولو لومړۍ ډله کډوال وي چې د نیول کېدو، تاوتریخوالي، جبري اخراج او له بنسټیزو خدمتونو د محرومېدو له خطر سره مخ کېږي، په داسې شرایطو کې اړوند بنسټونه مکلف دي چې په فعاله توګه د کډوالو وضعیت وڅاري، د هغوی له حقونو نه سرغړونې ثبت کړي او له کوربه حکومت سره په تماس کې واوسي، څو د سلیقوي او ډله‌ییزو چلندونو مخه ونیول شي."

کله چې په یوه هېواد کې ناامني، بې‌ثباتي او لاریونونه رامنځته کېږي، تر ټولو لومړۍ ډله کډوال وي چې د نیول کېدو، تاوتریخوالي، اخراج او له بنسټیزو خدمتونو د محرومېدو له خطر سره مخ کېږي،

نوموړي ټینګار وکړ چې کډوال هم باید په دې ډول حالاتو کې د لاریونونو او تجمعاتو له سیمو ځانونه لرې وساتي، د پېژندنې معتبر اسناد له ځانه سره ولري او په خوندي ځای کې یې وساتي، په ټولنیزو شبکو کې د وضعیت په اړه له څرګندونو ډډه وکړي، خطرناکو سیمو ته خپل تګ راتګ محدود کړي او له کورنۍ او دوستانو سره په دوامداره تماس کې وي.

د یادونې وړ ده چې د وروستیو لاریونونو تر پیل مخکې هم افغان کډوال په ایران کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو او وخت ناوخت یې د خپلو مشکلاتو په اړه شکایتونه کړي دي.

نیول، اخراج، او له بې‌اسناده کډوالو څخه د بېلابېلو خدمتونو لکه ښوونځيو، مخابراتو، روغتونونو او له نورو خدماتو محرومیت هغه ستونزې دي چې افغانان یې تل یادونه کوي او له مسئولو بنسټونو د جدي رسېدنې غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG