د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۸

په ۴۸ ساعتونو کې شاوخوا ۴۰۰۰ افغان کډوال افغانستان ته اخراج شوي


له پاکستان او ایرانه یو شمیر ایستل شوې کورنۍ په دې ژمي کې له ستونزو سره مخامخ کړې دي. د طالبانو په وینا په تېرو دوه ورځو کې له پاکستان او ایرانه نږدې ۴ زره افغان کډوال جبري ډیپورټ شوي دي.

شپیته کلن محمد الله چې د اته کسیزې کورنۍ سرپرست او نږدې یوه میاشت وړاندې له ګاونډي پاکستانه ستون شوی اوس مهال د ننګرهار د دامان په سیمه کې په یوه خیمه کې ژوند کوي.

دی وايي سرپنا نه لري او دا چې په دې سوړ ژمې کې له سختو ستونزو سره مخ دی.

(دلته ژوند له کړاونو سره مخ دی، کار روزګار نشته، کور او سرپنا نه لرو، دا یوه خیمه لرو دا هم ګاونډیانو راکړې ده، په همدې خیمه کې هم دوه کورنۍ اوسیږو په دې سخت ژمي کې، زامن مې شته خو کار روزګار نشته، سهار وځي خو ماښام تش لا کورونو ته راستنیږي.)

که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار دعوه کړې چې د راستنو شویو کډوالو لپاره د سرپناه د برابرولو هڅې کوي او له دوی سره مرسته کوي، خو ډېری ستنې شوې کورنۍ وايي تر اوسه ورته د استوګنې لپاره ځمکې نه دي ویشل شوي او دوی تر ډېره په خیمو او پردیو کورونوکې سخت ژوند تېروي.

دغه راز له ایرانه راستانه شوي یو شمېر کډوال بیا له بې کارۍ شکایت کوي او وايي حکومت دې ورته کارې زمینې برابرې کړي.

د شمالي ولایت تخار یو اوسېدونکي علي رضا چې نږدې دوه اونۍ وړاندې له خپلې څلور کسیزې کورنۍ سره یو ځای له ایرانه ستون شوی ازادي راډیو ته یې وویل:

(یوه خور مې ناروغه ده، ښځه مې ناروغه ده، اته کسان فامیل لرم، دلته کار روزګار نشته، کور او سرپنا نه لرو، ژوند ډېر په سختۍ تېریږي.)

د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمیسیون وايي په تېرو دوه ورځو کې د جنورۍ اوله او دوهمه له پاکستان او ایرانه ۷۸۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸۹۴ ته رسېده افغانستان ته په جبري ډول اخراج شوي دي.

دغه کمسیون ویلي ستانه شوي کډوال له بیلابیلو لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تېر ۲۰۲۵ کال د ډیسمبر په ۲۹ مه په یو بیان کې ویلي وو چې په دې کال کې ۲ عشاریه ۸ میلیونه افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي دي.

که څه هم په ایران او پاکستان میشتو افغان کډوالو له کوربه هیوادونو نه غوښتي چې لږ ترلږه د روان ژمي تر پایه وخت ورکړي ځکه د دوی په خبره په افغانستان کې سخت ژمی او د امکاناتو نه موجودیت دوی له سختو ستونزو سره مخ کوي، خو کوربه هیوادونو تراوسه دا غوښتنه نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې جمعه د جنوري دوهمه د بې‌پولې ډاکترانو سازمان (ایم،ایس، ایف) د سخت ژمې له امله د ستنو شویو کورنیو د بشري وضعیت د لا خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې لیکلي چې له پاکستانه د افغان کډوالو پراخ اخراج په یوه ننګونکي بشري ناورین بدل شوی او د هغې ټولنې کړاوونه یې لا ژور کړي چې له وړاندې هم زیانمنه وه.

له دې وړاندې بیلابیلو نورو نړیوالو بنسټونو هم په وار وار خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د کډوالو پراخ ستنېدل، د اقتصادي ناورین او د ژمي د سړې هوا په شرایطو کې، کولای شي پر لومړنیو خدمتونو بې‌ساری فشار راوړي، او که بېړنی ملاتړ ونه شي، د راستنو شویو کډوالو بشري وضعیت به په جدي ډول لا پسې خراب شي.

XS
SM
MD
LG