په ننګرهار کې د طالبانو حکومت سیمه ییز چارواکي تایدوي چې، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) په بشري مرستو بار د موټرو کاروان ته یې په تورخم د اوښتلو اجازه نه ده ورکړې.
د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي وروستیو اورښتونو او سېلابونو یې کورونه ویجاړ کړي دي. د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې هم راپور ورکړی چې په ۱۱ ولایتونو کې سختو بارانونو او سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
یو شمېر هغه کورنۍ چې د فراه ولایت په وروستیو سیلابونو کې یې غړي ټپیان شوي، وایي بیړنیو او لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.
وروسته لدې چې ریاض متحدو عربي اماراتو ته ۲۴ ساته وخت ورکړ چې له یمن خپل ځواکونه وباسي ابوظبی اعلان وکړ چې په یمن خپل پاته ځواکونه یې لدغه هیواده ویستلي دي. ریاض او ابوظبی په یمن کې د حوثیانو په وړاندې ایتلاف کې شریکان دي خو ددغه هیواد دسیاسي او امنیتي راتلونکې په هکله سره اختلاف لري.
نور راوښيه