د هوا په سړېدو او له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنېدنې په پراخېدو سره، د بېپولې ډاکترانو سازمان (ایم،ایس، ایف) د دغو کورنیو د بشري وضعیت د لا خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
دغه سازمان په خپل تازه راپور کې چې د جنوري په ۲مه یې خپور کړی، لیکلي چې له پاکستانه د افغان کډوالو پراخ اخراج په یوه ننګونکي بشري ناورین بدل شوی او د هغې ټولنې کړاوونه یې لا ژور کړي چې له وړاندې هم زیانمنه وه.
(ایم،ایس، ایف) وايي، که ستنېدونکي روغتیايي خدمتونو، بېړنی سرپناه، ملاتړ او مناسبې تغذیې ته لاسرسی ونه لري، ژمی به ورته په یوه خاموش قاتل بدل شي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې سړه هوا د ناروغیو او مړینې کچه، په ځانګړي ډول د خوارځواکۍ له امله ځورېدونکو ماشومانو ترمنځ کچه، په شدیده توګه لوړوي.
هغه ماشومان چې په ټګو یې د بدن د تاوده ساتلو لپاره د کافي زېرمې نه لرلو له امله په چټکۍ سره د روغتیايي وضعیت د خرابېدو، د معافیتي سیستم د کمزورۍ او تنفسي ناروغیو سره مخ کېږي او ان د دې سازمان په وینا، ساده ناروغۍ هم د دوی لپاره وژونکې کېدای شي.
د بېپولې ډاکترانو سازمان په راپور کې دغه شان راغلي چې ستانه شوي کډوال منظمو روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي خنډونو سره مخ دي او په ښارونو کې کورنۍ اړې دي چې د درملنې لګښتونه له خپل جیبه پرې کړي.
په ورته وخت کې افغانستان ته یو شمیر تازه ستانه شوي کډوال هم وايي چې د هوا سړېدو د دوی ستونزې لا ډېرې کړې او په ډېر خراب وضعیت کې دي.
د دوی له ډلې حمیدالله چې دا مهال د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې اوسېږي، وايي د هوا سړېدو او د سرپناه نشتون د ده د ماشومانو ناروغي شدیده کړې او د ژوند ستونزې یې ورته دوه چنده کړې دي:
«موږ سره ناروغ ماشومان هم شته. زما زوی د سفر پر مهال له موټر څخه ولوېد او پښه یې ماته شوه. هوا هم ډېره سړه ده او دا ماشوم ډېر په تکلیف دی.»د هلمند یو اوسیدونکی
هغه زیاتوي:
«موږ په خیمه کې ژوند کوو او دا توان نه لرو چې ماشوم ډاکتر ته یوسو او یا داسې یو مناسب کور په کرایه ونیسو چې کوټه او بخارۍ ولري. ان که کوټه او بخارۍ هم وي، د سون توکو د اخیستلو وس نه لرو.»
ثناګل، خپل هیواد ته یو بل ستون شوی افغان دی چې دا مهال په لغمان ولایت کې اوسېږي، دی هم له ورته وضعیته شکایت لري:
«ژوند ډېر تریخ دی، وضعیت خراب دی. په یوه څلور کوټهیز کور کې ۹ کورنۍ ژوند کوو. هېڅ اسانتیاوې نشته. ماشومان ناروغ دي؛ هغوی د جلالآباد عامې روغتیا ته بیایو، خو په خدای که د درملو د اخیستو پیسې ولرو.»
دغه ستانه شوي کډوال د سرپناه، خوړو او روغتیايي خدمتونو په برخه کې د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
د بېپولې ډاکترانو سازمان په راپور کې په پاکستان د دغه مأموریت د مشر، شو وېبینګ، له قوله ویل شوي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو او ستنو شویو کسانو لپاره د بېړنیو بشري مرستو د برابرولو همغږي کول حیاتي ارزښت لري، څو دوی وکولای شي خوړو، سرپناه او اساسي خدمتونو ته لاسرسی ولري.
هغه زیاته کړې چې د خلکو ژوند له خطر سره مخ دی او پاکستان باید ډاډ ترلاسه کړي چې هېڅوک په زور د خطر پر لور نه ستنول کېږي، او نړیواله ټولنه هم باید سمدستي خپل بشري او حفاظتي ملاتړ زیات کړي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له میاشتې راهیسې په څو پړاوونو کې د افغان کډوالو ایستل پیل کړل، خو په وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو نیول او ورنه شړل په بېساري ډول زیات شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو، این، ایچ، سي، ار،) په هغه راپور کې چې د تېر کال د ډسمبر په ۲۴مه یې خپور کړی و، ویلي وو چې د دې کال په جریان کې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنو شویو افغانانو شمېر له یو میلیون کسانو څخه اوښتی دی.
نړیوالو سازمانونو په څو ځلي خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د کډوالو پراخ ستنېدل، د اقتصادي ناورین او د ژمي د سړې هوا په شرایطو کې، کولای شي پر لومړنیو خدمتونو بېساری فشار راوړي، او که بېړنی ملاتړ ونه شي، د راستنو شویو کډوالو بشري وضعیت به په جدي ډول لا پسې خراب شي.