د ترکیې پولیس ادعا کوي چې د طالبانو حکومت له خوا د کوکنارو په کښت باندې له بندیز سره سره، افغانستان د نړۍ په کچه د هیروئینو او نورو نشه یي توکو په ګډون د اپینو د قاچاق او تولید اصلي سرچینه شمیرل کېږي.
یو شمېر کابل ښاریان وايي، د طالبانو حکومت د برښنا د بېلابېلو پروژو د پیل او پرانیستې خبرې کوي، خو دوی لا هم د برېښنا له پرجاوو سره مخامخ دي.
په ایران کې پرون د مظاهرو د پراخوالي له راپورونو سره همهاله په تهران او یوشمېر نورو سیمو کې انټرنیټ پرې شو. د مظاهره چیانو د ځپلو له کبله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا ایراني چارواکو ته خبرداری ورکړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایي، له پاکستان سره د لارو شاوخوا درې میاشتني بندوالي ډېر زیان د هغې غاړې سوداګرو ته ځکه اړولی چې په وینا یې پاکستان تولیدي هېواد دی.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان(ام، اس، اف) خبرداری ورکړی چې د ایستلو ویره په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره مرګونې پایلې لري.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولي وایي چې دا ټولنه به له XCEPT څېړنیز پروګرام سره یوه ګډه ناسته جوړه کړي، چې په افغانستان کې د اوبو د بحران موضوع وڅېړي.
د افغانستان د هرات زعفران د لسم ځل لپاره یو وار بیا د ۲۰۲۶ کال د نړۍ د خونده ورو زعفرانو نوم خپل کړ. د «بلجیم د ذایقې نړیوال انستیتیوت» د وېبسایټ د معلوماتو له مخې، د نړۍ مخکښو پخونکو یا اشپزانو او د خوند متخصصینو د زعفرانو د خوند او رنګ ارزونه کړې ده.
نور راوښيه