د زعفرانو د ذایقې سیالي د بلجیم د نړیوال انستیتوت له لوري په پلازمینه بروکسل کې جوړه شوې ده.
د هرات د زعفرانو یو شمېر کروندګر وایي، د دې بریا اصلي لامل د دې ولایت د زعفرانو طبیعي توب او ارګانیک والی دی.
د زعفرانو یو بزګر خیرالله نیازي چهارشنبه د جنوري ۷مه ازادي راډيو ته وویل:
" د افغانستان بزګران ارګانیک زعفران تولیدوي، زموږ زعفرانو ته کیمیاوي سره کمه ورکول کیږي او له طبیعې سرو نه یې په رشد کې ګټه اخستل کیږي، یو اصلي لامل یې دا کیدای شي، دغه شان په افغانستان کې یې چې کوم پروسس او بسته بندي کیږي دا اوس ډېر معیاري شوي دي، او همدې د افغانستان زعفران په نړۍ کې د رنګ، خوند او بوی له اړخه بې ساري کړي دي."
نوموی د طالبانو د حکومت او اړوند ادارو غواړي چې د زعفرانو د پروسس، بستهبندۍ او د کروندګرو د ملاتړ په برخه کې لا ډېره همکاري وکړي.
د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې، سږ کال د افغانستان د شا وخوا ۱۲ زره هکتاره ځمکې څخه ۴۱ زره ټنه زعفران ترلاسه شوي چې ډېره برخه یې د هرات ولایت ده.
په هرات کې د زعفرانو د تولید او پروسس ځینې شرکتونه وایي، دا بریا د کیفیت د لوړولو او د نړیوالو معیارونو د مراعت کولو په برخه کې د کلونو هڅو پایله ده.
د یوه شرکت مسول عبدالله خیراندیش ازادي راډیو ته وویل:
"په نړۍ کې د لومړي مقام ترلاسه کول د افغانستان د بزګرانو د ۲۴ ساعته هڅو پایله ده، دغه شان باید د هرات د میرمنو هڅې هم هیرې نه شي، ځکه هغوی زعفران پروسس، بسته بندي کوي او په کیفیت یې کار کوي."
راپورونه ښيي چې د زعفرانو په کروندو کې د کارکوونکو لویه برخه ښځې جوړوي.
ملیحه شمس، چې په هرات ولایت کې د زعفرانو د تولید د یوه شرکت مسؤله ده، ازادي راډیو ته یې وویل چې د زعفرانو د کیفیت د ساتنې لپاره باید د پروسس په برخه کې د فعالو ښځو پر روزنه لا ډېر تمرکز وشي:
" د زعفرانو د ارګانیک کېدو لپاره اړتیا ده چې بزګران او میرمنې چې په دې برخه کې فعالیت او زعفران پروسس کوي لا ډېر کار وکړي، په پاکوالي او روزنه یې تمرکز وشي، دغه شان باید ماشین االاتو ته او په ځانګړي ډول د پروسس وچونکو ته ډېر دقت وشي تر څو دا مقام وساتل شي او په نړۍ کې خپل ځای له لاسه ورنکړو."
د ذایقې نړیوال انستیتیوت، چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په بروکسل کې جوړ شوی، له ۲۰۰۵ کال راهیسې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د ۲۵۰ څخه د زیاتو مسلکي اشپزانو او د خوند د متخصصانو په ګډون، د لابراتواري ازموینو له لارې د خوړو او څښاک د محصولاتو کیفیت ارزوي.
د افغانستان زعفرانو لومړی ځل په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د دغو سیالیو لومړی مقام خپل کړ او لا یې هم خپل دغه مقام ساتلی دی.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې شاوخوا یوه میاشت وړاندې ویلي چې د روان لمریز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د افغانستان د زعفرانو صادرات زیات شوي دي.
د دې خونې د معلوماتو له مخې، په دغه موده کې ۲۲ زره ۱۳۰ کیلوګرامه د اروپا او امریکا په ګډون عربي هیوادونو او منځنۍ اسیا ته صادر شوي چې ارزښت یې ۳۰ میلیونه ډالر اټکل شوی دی.