د ترکیې پولیسو په یو راپور کې په دغه هېواد کې د نشه یي توکو په ځانګړې توګه د هیروئینو د تولید مرکزونو د زیاتوالي او مډرنې کارونې په اړه د اندېښنې په څرګندولو ادعا کړې، چې افغانستان د طالبانو حکومت د بندیز سربېره، لا هم د نړۍ د هیروئینو اصلي سرچینه ده.
د ترکیې د پولیسو د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست د پنجشنبې په ورځ «د جنورۍ په ۸مه» پر خپله وېب پاڼه د ۲۰۲۵ کال کلني راپور کې چې ۱۹۸ مخه دی، ویلي چې په دغه هېواد کې په ۲۰۲۴ کال کې د هیروئینو ضبطول ۳۱ سلنه لوړ شوي او ۴.۳ ټنو ته رسیدلي دي.
په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو حکومت لخوا په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت د بندیز سربېره، افغانستان د هیروئینو او نورو نشه توکو په ګډون د اپینو یا تریاکو په قاچاق او تولید کې په ټوله نړۍ کې ترټولو لوی وړاندې کووونکی یا عرضه کونکی هېواد پاتې شوی دی.
دغه شان زیاته شوې چې د کوکنار پر کر د طالبانو حکومت تر بندیز ورسته، د قاچاق کونکو ډلو د هیروئینو په عرضې د دغه بندیز د اغیز د کمولو لپاره، اپین زیرمه کړل.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې دې بندیز د هیروئینو په عرضه کې کمښت راوستی، خو ټینګار یې کړی چې دې کار بیا ځیني کاروونکي یې د مصنوعي مخدره توکو کارونې ته هڅولي دي.
د ترکیې د پولیسو د ۲۰۲۵ کال د راپور له مخې، ترکیه د غیرقانوني مخدره توکو لپاره د دهلیز په توګه له خپل دودیز رول څخه وتې او د د دې توکو بازار او د تولید مرکز ګرځیدلی دی.
په راپور کې ویل شوي چې د پخوا په څیر، د بالکان لاره، سویلي لاره، او شمالي لاره د افغانستان څخه د ترلاسه کیدونکو اپینو د قاچاق لپاره ترټولو ډیرې کارول شوې لارې دي.
د ترکیې د پولیسو کلني راپور کې زیاته شوې چې "د اپینو یا تریاکو سربیره، افغانستان د میتامفتامین لپاره د مهمې سرچینې په توګه مطرح کیږي او د دې تولید ایفیډرا بوټي سره نږدې تړاو لري چې په طبیعي ډول په افغانستان کې وده کوي، له دې بوټي څخه ایفیډرین ماده د میتامفتامین د تولید لپاره ترلاسه کیږي، د مخدره موادو د ضبط په تړاو ارزونې، په افغانستان کې تولید شوي میتامفتامینو کې د کیمیاوي موادو کارول تاییدوي، د مخدره توکو په برخه کې د طالبانو د بندیز سربېره، د میتامفتامین تولید او قاچاق کم شوی نه دی او په ګاونډیو هیوادونو کې یې نیول د ۲۰۲۳ کال راهیسې زیات شوي دي."
که څه هم د طالبانو حکومت تل دا ډول راپورونه رد کړي، خو افغانستان کې ځینې بزګران په خپلو ځمکو کې د کوکنار د کښت اعتراف کوي او دلیل یې پراخه بې وزلي، د بدیل کښت نشتون او بې کاري یادوي.
د بدخشان ولایت چیرې چې د روان لمریز کال په اوي کې د طالبانو او ځايي بزګرانو تر منځ د کوکنار د کروندو د اړو پر سر اخ او ډب او ان مرګ ژوبله هم رامنځته شوه، د درایم ولسوالۍ یو بزګر چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډیو ته وویل:
"سږ کال مې ۲۰ منه کوکنار وکرل او نور به هم وکرم، نه کار شنه او نه بل څه، یوه کوټه ماشومان لرم نو څنګه وکړم د هغوی ډوډۍ څنګه ومومم، تېر کال یې ټول واړول،خو دوه پاوه تریاک مې ترې ټول کړل، په هماغه مې یو څه چاره وشوه، د یو پاو تریاکو پیسې زموږ لپاره د سل منو غنم پیسې کېږي، چېرې دی نور کار او بار؟ په مزدوري یې له کومه ځایه پیدا کړو؟ له بل چا مې ځمکه واخیسته او (کوکنار) مې په کې وکرل."
د دغه ولایت د ارګو ولسوالۍ یو بزګر هم په ورته شرایطو ازادپ راډیو ته وویل، که څه هم د دوی په سیمو کې د کوکنار کښت د تېر په پرتله خورا کم شوی خو په خبره یې دوی او ځینې کلیوال یې د خپلو اقتصاد ستونزو د حل لپاره په پټه توګه کوکنار کړي:
"لومړۍ خو زموږ اکثره ځمکې للمې دي، بل ځوانان کار نه لري او بې کاره دي، که څه هم دولت مو مخه نیسي وایي چې مه یې کرئ، خو موږ تخم پاشو،خلک دلته بدبخته دي، ایران ته چې ځو لاره نه راکوي، ترکیې ته چې لاړ شو راډیپورت کوي مو، مجبور یو چې کوکنار وکرو."
دا بزګران د بدیل کښت غوښتونکي دي.
د ترکیې د پولیسو په راپور کې دا هم راغلي چې افغانستان لا هم مراکش، پاکستان او لبنان سره یوځای د نړۍ د چرسو ( حشیش) د لویو تولیدونکو او وړاندې کونکو په ډله کې دی.
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو، خو د دوی د حکومت ویاند ذبیح مجاهد او د کورنیو چارو وزارت ویاند یې عبدالمتین قانع د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو مخکې بیا د دوی په ګډون بېلابېلو طالب چارواکو ازادي راډیو سره خبرو او پر مختلفو سټیجونو ویناوو کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې یې د کوکنار کښت او نورو نشه یي توکو تولید، پروسس او قاچاق په لوړه کچه راټیټ کړی او هڅه کوي چې په کومو کمو سیمو کې چې دا حکم نه دی عملی شوی هم، په بشپړ ډول یې پلی کړي.
د یادونې ده چې د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله اخندزاده د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې په یوه حکم کې د کوکنارو پر کښت او د تریاکو تولید او قاچاق غیرقانوني وبلل او بندیز یې پرې ولګاوه چې په کور دننه او بهر په پراخ کچه یې هرکلی وشو.
د راپورونو له مخې، هغه مهال د کوکنارو کروندو شاوخوا ۲۳۲زره هکتاره ځمکه رانغاړله خو یوکال وروسته په ۲۰۲۳ کال کې د پام وړ کموالی پکې راغی.
تر دې وړاندې هم څو بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او ادارو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې په دې هېواد کې د بندیز سربېره د نشه توکو د تولید او قاچاق اړوندې هم اندېښنې او راپورونه خپاره کړي دي.
د ملګروملتونو د نشه یي توکو او جرمونو د کنټرول د ادارې( یو، این، او، دي، سي) سروې ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان په شاخوا ۱۲۸۰۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو، خو دا اندازه سږکال ۱۰۲۰۰ هکتاره ته راټیټه شوې ده چې د سروې له مخې د تېر کال په پرتله شل سلنه کموالی ښيي.