د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۷

خانجان الکوزی: پاکستان تولیدي هېواد دی، د لارې بندوالي له کبله یې ډېر زیان ګاللی


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایي، له پاکستان سره د لارو شاوخوا درې میاشتني بندوالي ډېر زیان د هغې غاړې سوداګرو ته ځکه اړولی چې په وینا یې پاکستان تولیدي هېواد دی.

دافغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي ازادي راډیو ته په څرګندونو کې دشمالي وزیرستان د سوداګرو دا خبره تایید کړه چې وايی له افغانستان سره د سوداګرۍ له دریدو راهیسې دویته لوی زیان اوښتی او د میرامشا په بازار کې کاروبار په ټپه دریدلی.

خان جان الکوزي زیاتوي چې د غلام خان بندر دواړو لوریو ته تاوان اوښتی خو په عموم کې پاکستاني تاجرانو ته نسبتا لوی تاوان ځکه اوښتی چې ددوی د تولیداتو په مخ دافغانستان بازار تړل شوی.

" د غلام خان بندر دواړو لوریو ته خلک بی روزګاره شوي دي اوبی روزګار دي. خو زیادترین تاوان په دې موسم کې پاکستان ته متوجه ځکه دی چې پاکستان یو تولیدي ملک دی اومونږ یو وارداتي او مصرفي ملک یو، نومصرفي ملک که له یوه دوکانه سودا ونه کړي بل نه به یې وکړي، خو هغه څوک چې تولید کوي تولید چیرته یوسي ؟"

الکوزی وايي اوس د پاکستاني تاجرانو لپاره د سبزیو او میوو موسم دی او دغه راز پاکستان کې د سمنټو، دوا او زراعتي سامن آلاتو کارخانې هم د افغانستان د تجارتي لارو د تړل کیدلو له امله دریدلي دي.

د شمالي وزیرستان سوداګرو وړمه ورځ د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي وو چې له افغانستان سره د سوداګرۍ له دریدو راهیسې د میرامشاه بازار په منډیي کې کاروبار په ټپه درېدلی دی او هلته دوکانداران او مزدوران بېروزګاره شوي دي.

د سبزیو او مېوو د سوداګرو ټولنې مشر حاجي عبدالله خان وايي په شمالي وزیرستان کې کارخانې او نورفرصتونه نشته او د خلکو کاروبار له افغانستان سره پر سوداګرۍ ولاړدی.

" دغلام خان په باډر چې کولاو وي ، دمونږ غونډ روز ګار، منډه یې پې ابادې وي ، کاروبار مې پې چالو وي ، مزدور مې په روزګار وي، ګاډي او ټرانسپورټ مې په روزګار وي. "

حاجی عبدالله خان د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتنه وکړه چې تجارتي لارې بیا پرانیزې.

دغه راز د سوداګرو د ټولنې عمومي منشي قمر الزمان مسید مشال راډيو ته وویل، په شمالي وزیرستان کې اوږدمهالې ناامنۍ وار له مخه کاروباري هلې ځلې ټکنۍ کړې وې او له خوست ولایت سره د غلام خان لارې بندېدو لا لوی زیانونه ور په برخه کړي دي.

ده زیاته کړه چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه دې خپلې مسئلې "د خبرو له لارې حل کړي."

بلخوا د شمالي وزیرستان دحکومتي ادارې مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم مشال راډيو ته وویل، د سوداګرو اندېښنې او شکایتونه اړوندو ادارو ته لېږدوي.

ده وویل، د تجارت بندولو پرېکړه د پاکستان حکومت کړې او د بیا پیل واک یې هم له اسلام اباد سره دی .

د شمالي وزیرستان د سوداګرو له دغو څرګندونو یوه ورځ مخکې د لارو پرانیستو په اړه د افغانستان او پاکستان د سوداګري خونو د استازو ناسته وځنډول شوه او مشرانو یې ونه ویل چې دغونډې لپاره بله نیټه ټاکل شوې ده کنه.

د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر میاشت کې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستانيو ځواکونو ترمينځ تر نښتو وروسته د پاکستان حکومت له افغانستان سره خپلې ټولې لارې وتړلې.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم په غبرګون کې اعلان وکړ چې له پاکستان سره به تجارتي لارې تر هغه وروسته خلاصېږي چې اسلام اباد دا تضمین ورکړي چې په هېڅ ډول حالاتو او شرایطو کې به بیا لارې نه بندوي او له دې به د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار نه اخلي.

د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته پراته ولسونه اندېښنه لري چې وار له مخه دوه اړخیزې سوداګرۍ ته ډېر تاوان رسېدلی دی او که لارې همداسې بندې پاتې وي، نو کاروباریانو ته به ډېر مالي زيانونه ورسېږي.

XS
SM
MD
LG