نړیوال پر افغانو ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونو ته څه بدیل لري؟ ولې یو شمېر د بشري حقونو فعالانې چې افغانې نه دي، په نړیواله کچه د افغانو ښځو او نجونو غږ پورته کوي؟ فریدې سیال په دې مرکه کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د ډایرکټرانو د بورډ مشرې لیزا کورتس سره په همدې موضوعاتو خبرې کړي دي.
خدادادي د چهارشنبې په ورځ په پاریس کې د یوشمېر افغانانو لهخوا د هغې د درناوي په موخه په جوړ شوي پروګرام کې ازادي راډيو ته وویل، هغې افغان مېرمنو ته د پارالمپیک مډال ډالۍ کړ او هیلهمنه ده، چې نورو افغان مېرمنو ته هم الهام او هیلې ورکړي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنيټ چې طالبانو يې افغانستان ته پر ورتګ بنديز لګولی وايي، د طالبانو ياده پرېکړه به يې د افغانستان د بشري وضعيت په اړه د ده پر راپورونو اغېز ونهکړي.
معترضو ښځو د چهارشنبې په ورځ د ښځو پر وړاندې د طالبانو د زیاتېدونکو محدودويتونو پر خلاف لاریون کړی دی. دا له یوې اوږدې مودې وروسته لومړی ځل دی چې معترضې ښځې په کابل کې داسې لاریون کوي. د طالبانو حکومت په تېر وخت کې په تاوتریخوالي سره د ښځو لاریون ځپلی او معترضې مېرمنې یې زنداني کړي دي.
افغان بريک ډانسرې منيژې تلاش وروسته له هغه د پاریس له المپیک سیالیو حذف شوه، چې د سیالۍ پر مهال يې پر خپلو کاليو ليکلي وو: «افغان مېرمنې خوشې کړئ.» د المپیک د نړیوالې کمېټې د اصولو لهمخې دغه شعار سياسي ګڼل شوی او لههمدې امله منيژه له سیالیو و ایستل شوه.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې افغانې نجونې هڅه کوي چې خپل پلرنی ټاټوبی پرېږدي او په نورو هېوادونو کې زدهکړې وکړي. ثریا خان یوه له هغو میلیونو نجونو څخه ده چې غواړي د زدهکړو د دوام لپاره له هېواده ووځي. خو ایا ثریا دا چانس لري؟ او له هېواده بهر افغان ځوانان زدهکړې کولی شي؟
که څه هم په افغانستان کې په میلیونو نجونې له زده کړو پاتې دي، خو له هیواده بهر یو شمیر څه نا څه توانیدلي چې زده کړې وکړي. د اتریش په پلازمېنه ویانا کې وږمه رحمان څه موده مخکې له طب پوهنځي فارغه شوه. هغه اوس په یوه روغتون کې کار کوي.
محمد جواد د افغانستان په ملي اردو کې د خدمت پر مهال د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې ژوندی پاتې شو، خو کله چې دغه وسلهواله ډله په ۲۰۲۱م کال کې واک ته ورسېده، هغه وتښتول شو او تر شکنجې لاندې ووژل شو. د بشري حقونو ډلو د سلګونو نورو پوځیانو د هدفي وژنو، ورکېدلو او غیرقانوني نیولو اسناد ثبت کړي دي.
یو شمېر افغان معترضو مېرمنو د طالبانو د حکومت د درېیمې کلیزې پر مهال اعتراض وکړ. د طالبانو له وېرې دغه اعتراضونه په تړلو ځایونو یا له افغانستانه بهر ترسره شول. طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې بیا بیا مدني اعتراضونه او د ښځو لاریونونه ځپلي دي.
۲۳ کلنې مرجان عزیزي په هرات ولایت کې یوه قهوه خانه جوړه کړې، چې ښځې او نارینه کولی شي په مشخصو ټاکل شویو جلا جلا وختونو کې هلته لاړې شي او قهوه وڅښي. پهدې قهوه خانه کې د مشتریانو لپاره د مطالعې زمینه هم برابره شوې ده.
فارغان وايي، د دوی نظري زدهکړې ښې وې، خو د عملي زدهکړو لپاره يې اړینې طبي ټکنالوژۍ، وسایلو او نورو امکانات ته لاسرسی محدود و. نور حال د نجیبالله الوخېل په راپور کې:
د روسیې له زندانه د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خوشې شوې خبریالې السو کورماشیوا خاوند پاویل بوتورین وايي چې دی او بچیان یې د السو د خوشې کېدو په تړاو د خبر تر اورېدو وروسته ډېر احساساتي شوي دي. کورماشیوا د روسیې او امریکا ترمنځ د یوې تاریخي تبادلې په پایله کې د روسیې له زندانه خوشې شول.
نور راوښيه