په جرمني کې د ټاکنو په نږدې کېدو سره، افغان کډوال د خپل برخلیک په اړه اندېښمن دي
په جرمني کې د ټاکنو په نږدې کېدو سره، افغان کډوال د خپل برخلیک په اړه اندېښمن دي
په دې وروستیو اونیو کې په جرمني کې دوه افغانان د وژونکو بریدونو د ترسره کولو په شک نیول شوي چې یو یې د خلکو پر ګڼه ګوڼه موټر وروستی او دویم یې د چاقو په وسیله برید کړی دی. دغو دوو پیښو په جرمني کې د یکشنبې د ټاکنو په درشل کې د کډوالۍ په اړه بحث تر بل هر وخت ډیر تود کړی دی. په جرمني کې یو شمېر افغان کډوال اوس اندېښمن دي چې د دوی امنیت او راتلونکی ممکن په خطر کې وي.