د روغتیا نړیوال سازمان وايي د شري ناروغۍ یوازې سږکال په افغانستان کې ۱۶۰ کسان وژلي دي. سرخکان څه دي او څنګه کولی شئ خپل ماشومان ترې وژغورئ؟ جزییات په دې ویډیو کې.
په افغانستان کې د سیروم د تولید یوه فابریکه وايي چې سوریې، عراق او یمن ته سیروم صادروي. دا پهداسې حال کې ده چې افغانستان د اړتیا وړ ډېر درمل له بهر څخه واردوي. نور پهدې راپور کې:
د طالبانو لهخوا د ښځو پر کار او زدهکړو د محدودیتونو له لګولو سره، ډېری ښځو غالۍ اوبدلو ته مخه کړې، خو په افغانستان کې د غالیو د پلور بازار د پخوا په پرتله سوړ دی. د غالیو صادرونکو ټولنه وايي، د بانکي ستونزو له امله د غالیو صادرات محدود شوي او په ټولیزه توګه د غالیو د پلور بازار سوړ شوی دی.
خوست کې د دوو کورنيو ترمنځ درې کلنه دښمني د قومي سپين ږيرو او ديني عالمانو په منځګړتوب په دوستۍ بدله شوه. ځايي خلک وايي، د کورنيو ترمنځ روغه جوړه دوی ته په دوديز ډول له مشرانو ورپاتې چې تر ډېره د جرګو له لارې د خلکو ترمنځ شخړې او ستونزې هواروي. نور پهدې ويډيويي راپور کې:
د پخوانیو کلونو پر خلاف سږ کال دا مراسم یوازې په تکیهخانو پورې محدود وو. په تېرو کلونو کې به د کابل ښار سړکونه په تورو بیرغونو او تورو دروازو سینګارېده، خو طالبانو پر سړکونو دا مراسم منع اعلان کړي دي. یو شمېر ماتم کوونکي د طالبانو پر لګول شویو محدودیتونو ناخوښه دي.
د خیبر پښتونخوا بنو کې سهار وختي د پوځي چاوڼۍ له دیوال سره نږدې چاودنه شوې چې پکې د ښځو په ګډون ځینې کسان ژوبل شوي دي. د سیمې خلک وایي چاودنه زوره وره وه او تر لېرې یې ودانۍ لړوزولی او ښیښې یې ماتې کړي دي. له چاودنې وروسته دغلته د ډزو اوازونه او د یو بلې وړې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال تر برید لاندې راغلی دی. پر هغه د تېرې شپې د برید ډېر جزییات لا روښانه نه دي او انګېزه یې هم معلومه نه ده. نور په دې ویډیو کې:
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې سږ کال په افغانستان کې د شري ناروغۍ له کبله ۱۶۰ کسان مړه شوي دي. څرنګه کولی شئ له دې ناروغۍ خپل ماشومان وساتئ؟
د اوونۍ پېښو او مسالو ته له یو متفاوت لیدلوري کتنه
د اسیا د تر ټولو شتمن سوداګر مکېش امباني د زوی د واده مراسم د درېیو ورځو په لړ کې نن د هندوستان په ممبي ښار کی پیل شول. ویل کېږي په دې مراسمو کې به ۱۶۰۰۰ کسان کډون وکړي.
د فرانسې ښي اړخی افراطي ګوند د جولای د اومې د پارلماني ټاکنو کې ونه توانېد څو اکثریت رایې ترلاسه کړي او درېیم ځای ته راښکته شو. په فرانسه کې د افغانانو د ټولنو ځینو غړیو په دې موضوع خوشحالي وښوده چې ښي اړخی ګوند په قدرت کې نه وي او په دې به ونه توانېږي څو د یوځای کېدو پر وړاندې محدودیتونه وضع کړي.
په هلمند کې خلک له سختې ګرمۍ شکایت کوي. د لښکرګاه په یوه څنډه کې هره ورځ سلګونه کسان د کار لپاره ولاړ وي. دوی وايي، هوا ګرمه ده، خو د کار کولو پرته بله چاره نه لري.
نور راوښيه