امیر محمد او مېرمن یې ۱۷ کاله کېږي چې روږدي دي او له خپلو دوو ماشومانو سره د فېروز کوه په سړکونو کې ژوند کوي. هغه وايي، د خپل کور هر څه یې خرڅ کړي څو نشهيي توکي پرې واخلي. په دې وروستیو کې سېلابونو د هغوی یوازینۍ سرپناه هم ویجاړه کړې ده.
د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې مخکې په افغانستان کې ۱۵۰زره متقاعدینو هره میاشت له حکومت څخه شاوخوا ۱۰۰ ډالره تقاعدي ترلاسه کوله. خو د طالبانو د مشر ملاهبتالله اخندزاده په امر نور د دولتي کارکوونکو له معاشونو تقاعد نه اخیستل کېږي. نور په ویډیو کې:
د طالبانو د محدودیتونو له کبله یو شمېر زیاتو مېرمنو خپلې دندې له لاسه ورکړي او دوی اړې شوي څو خپل مسلک ته تغییر ورکړي. د ځینو رسنیو ښځینه کارکوونکو د دندو د لاسه تلو له کبله خپل مسلک تغییر کړی. فاطمه یوسفي یو له هغو یوه ده چې په خورشید کې یې کار کوه، خو اوس د قابلګۍ په بخش کې کار کوي.
افغانستان د کرکټ په روان نړیوال جام سیالیو کې د بنګلهدېش په ماتولو سره نیمه پایلوبې ته ووت. دې بریا د افغانستان په یو شمېر سیمو کې خلکو واټونو راوتلو ته اړ ایستل او دوی په پراخه کچه دغه بریا ونمانځله. نور په ویډیو کې:
د کرکټ په روان نړیوال شل اوریز جام سیالیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نیمه پایلوبې ته ووت. له دې بریا سره جوخت د ننګرهار په ګډون په یو شمېر نورو سیمو کې افغانان سړکونو ته راووتل او په خوښیو یې دغه بریا ونمانځله.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په لومړي ځل د شل اوریز نړیوال جام سیالیو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه. د افغان لوبډلې لوبډلمشر راشدخان وايي، خوشحاله دی چې افغان لوبډله نیمه پایلوبې ته ووته. نور په ویډیو کې:
افغان ورزشکاره معصومه عليزاده چې فرانسه کې ژوند کوي، د المپیک په سږنیو سیالیو کې کډوالو د ټیم مشري کوي. هغه په ۲۰۲۰م کال د توکیو المپیک سیالیو کې د المپیک د نړیوالې کمېټې د کډوالو د ټیم غړې وه.
عارف محمدي د ورزش برخې ۱۲ کلنه مخینه لري او اته کاله مخکې په نشهيي توکو روږدی شوی و. هغه چې اته میاشتې مخکې نشهيي توکي پرېښي، اوس د روږدو کسانو د درملنې د یوه مرکز امنیتي مسوول دی او دغلته په نشهيي توکو اخته کسانو ته تمرین ورکوي.
د اوونۍ پېښو ته له متفاوتې زاویې څخه کتنه
عبدالله جان او تقریباً ټوله کورنۍ یې له تېر یوه کال کمه موده کې معتاد وو. د دوی د کورنۍ د شرایطو په اړه د ازادي راډیو د راپور تر خپرېدو وروسته، ډاکترانو عبدالله جان او د ده کورنۍ د معتادینو د درملنې یوه مرکز ته ولېږدول. هغه اوسمهال معتاد نه دی، خو د ځان او کورنۍ د راتلونکې په اړه اندېښمن دی.
عبدالرازق له څه باندې ۳۵ کلونو راهیسې د بلوچستان د سرانانو د افغان کډوالو په کمپ کې اوسي او هلته د خښتو په بټۍ کې کار کوي. دی وايي، ځواني یې د بل په مزدورۍ کې تېره کړه او اوس په پاخه عمر کې هم له مجبورۍ خښتې وهي. ملګري ملتونه هر کال د جون ۲۰مه کډوالو ته ځانګړې کوي.
د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې سلګونه کسانو د چهارشنبې په ورځ د جوزا ۳۰مه د وژل شوي خبریال خلیل اپریدي د جنازې او خارو ته د سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړ. تر دې دمه د وژنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو د اپریدي کورنۍ وايي، دی ګواښل شوی و. ګډونوالو د خبریالانو د ساتنې لپاره د ډېرو هڅو غوښتنه وکړه.
نور راوښيه