" د نیوزیلند په وړاندې بریا په شل اووریز کرکټ کې زموږ له لویو بریاوو څخه وه"
د اوونۍ پېښو او مسالو ته له متفاونې زاويي کتنه
د طالبانو لوړو زدهکړو مرکزونو ته د محصلانو د جذب په موخه د کانکور ازموینې پیل کړې. خو بیا هم له شپږم ټولګي پورته پر زدهکړو د بندیز له کبله په ازموینو کې د نجونو ځای خالي دی. له هغې نجونې سره خبرې شوي چې درې کاله مخکې له دولسمه فارغه شوه، خو سږ کال بیا هم د کانکور ازموینه کې شامله نهشوه.
د کرکټ په روان شل اوره نړیوال جام سیالیو کې افغانستان د شنبې په ورځ له نیوزیلینډ سره سیالي لري. د دې سیالۍ د نتیجې په اړه ستاسو وړاندوینه څه ده؟
د متحده عربي اماراتو امیر شیخ محمد بن زاید آلنهیان د جون په ۴مه د ابوظبۍ په الشطي ماڼۍ کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني په مشرۍ له یوه طالب پلاوي سره کتلي دي.
د نړۍ تر ټولو ګران بیه غوا په برازیل کې ده چې څلور میلیونه دوه سوه زره امریکايي ډالره قیمت لري. دا غوا یو تن نه شي اخیستی نو ځکه د فارمونو یو شمېر مالکانو په شریکه اخیستې ده. د څارویو یو ډاکتر وايي، دا غوا به د نسل زیاتولو لپاره کارول کېږي چې په کم عمر کې یې وزن تر ۱۱۰۰ کیلوګرامو رسېږي.
د هوا په تودېدو او په قرغې بند کې د اوبو په زیاتېدو سره د کابل په دې تفرېح ځای کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده. هره ورځ لسګونه کسان د تفرېح او ساعتېرۍ لپاره د قرغې بند ته ځي، خو د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو له کبله دغلته د ښځو ورتګ پيکه شوی دی.
په افغانستان کې ماینونو او ناچاودو مهماتو لا هم د میلیونونو کسانو ژوند ته خطر پېښ کړی دی. یو راپور وايي، په افغانستان کې ښايي ۴ میلیونه وګړي د ناچاوده مهماتو او ماینونو له خطر سره مخامخ وي. نور په راپور کې:
افغان لوبغاړی سېلاب نوري وايي چې المپیک کې د برخې اخیستلو لوبو کې توانېدلی چې دوه مهمې لوبې وګټي. هغه وايي، که د المپیک نړېواله کمېټه د بلنې کارت ورکړي نو هڅه به وکړي چې د المپیک په سیالیو کې مډال وګټي.
د شالمار مېله هر کال د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې جوړېږي چې په کې سلګونه کسان ګډون کوي. د دې مېلې یوه برخه هم توت خوړل دي چې ګډونوال بیا بڼونو ته ځي. نور جزییات په راپور کې:
افغانستان به د ۲۰۲۴ کال د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې خپله لومړۍ لوبه له یوګاندا سره وکړي. د یادې لوبې په اړه معلومات دلته کتلی شئ:
د کرکټ نړیوال جام د کوربه امریکا او کاناډا تر منځ په لوبې پيل شو. افغانستان د نړیوال جام په سي ګروپ کې شامل دی او سیالان یې څوک دي او کومې ورځې لوبې لري؟ په اړه دا ویډیو کتلی:
نور راوښيه