د اونۍ پېښو او خبرونو ته له متفاوتې زاويې کتنه
اریا صدیقي او ایدا صدیقي هغه خویندې دي چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته له زدهکړو محرومې شوې. خو هغوی هڅې پرېنهښودې او په دې جریان کې یې د شبکهکارۍ هنر زده کړ. په دې تصویري راپور کې د دې هنرمندو خویندو د کارونو یوه څنډه کتلی شئ:
۱۷ کلنه فصاحت عزیزي له هغو نجونو ده چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له ښوونځي محرومه شوه. له پیدا شوې رواني ستونزې سره د مبارزې په موخه یې نقاشۍ ته مخه کړه. هغه وايي، نقاشي یې د خوښې رشته نه ده او غواړي چې اقتصاد ولولي. نن له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې.
افغانستان او پاپوا نیوګینه سره مخ دي؛ یو د جدول مخکښ بل دوه ماتې خوړلي
هما حشمت په خیبرپښتونخوا کې په ګوتو شمار یو له موټرسایکل چلونکو څخه ده. هغه وايي، د موټرسایکل چلول ورته د ازادۍ او خپلواکۍ حس ورکوي.
طپه کندهار کې کروندګر وايي چې د ځمکني توتانو لویه برخه حاصلات یې د نباتي ناروغیو له امله له منځه تللي دي. دا کروندګر د مرستې غوښتنه کوي نور جزییات په راپور کې:
" د نیوزیلند په وړاندې بریا په شل اووریز کرکټ کې زموږ له لویو بریاوو څخه وه"
د اوونۍ پېښو او مسالو ته له متفاونې زاويي کتنه
د طالبانو لوړو زدهکړو مرکزونو ته د محصلانو د جذب په موخه د کانکور ازموینې پیل کړې. خو بیا هم له شپږم ټولګي پورته پر زدهکړو د بندیز له کبله په ازموینو کې د نجونو ځای خالي دی. له هغې نجونې سره خبرې شوي چې درې کاله مخکې له دولسمه فارغه شوه، خو سږ کال بیا هم د کانکور ازموینه کې شامله نهشوه.
د کرکټ په روان شل اوره نړیوال جام سیالیو کې افغانستان د شنبې په ورځ له نیوزیلینډ سره سیالي لري. د دې سیالۍ د نتیجې په اړه ستاسو وړاندوینه څه ده؟
د متحده عربي اماراتو امیر شیخ محمد بن زاید آلنهیان د جون په ۴مه د ابوظبۍ په الشطي ماڼۍ کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني په مشرۍ له یوه طالب پلاوي سره کتلي دي.
د نړۍ تر ټولو ګران بیه غوا په برازیل کې ده چې څلور میلیونه دوه سوه زره امریکايي ډالره قیمت لري. دا غوا یو تن نه شي اخیستی نو ځکه د فارمونو یو شمېر مالکانو په شریکه اخیستې ده. د څارویو یو ډاکتر وايي، دا غوا به د نسل زیاتولو لپاره کارول کېږي چې په کم عمر کې یې وزن تر ۱۱۰۰ کیلوګرامو رسېږي.
نور راوښيه