د متحده عربي اماراتو امیر شیخ محمد بن زاید آلنهیان د جون په ۴مه د ابوظبۍ په الشطي ماڼۍ کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني په مشرۍ له یوه طالب پلاوي سره کتلي دي.
د نړۍ تر ټولو ګران بیه غوا په برازیل کې ده چې څلور میلیونه دوه سوه زره امریکايي ډالره قیمت لري. دا غوا یو تن نه شي اخیستی نو ځکه د فارمونو یو شمېر مالکانو په شریکه اخیستې ده. د څارویو یو ډاکتر وايي، دا غوا به د نسل زیاتولو لپاره کارول کېږي چې په کم عمر کې یې وزن تر ۱۱۰۰ کیلوګرامو رسېږي.
د هوا په تودېدو او په قرغې بند کې د اوبو په زیاتېدو سره د کابل په دې تفرېح ځای کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده. هره ورځ لسګونه کسان د تفرېح او ساعتېرۍ لپاره د قرغې بند ته ځي، خو د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو له کبله دغلته د ښځو ورتګ پيکه شوی دی.
په افغانستان کې ماینونو او ناچاودو مهماتو لا هم د میلیونونو کسانو ژوند ته خطر پېښ کړی دی. یو راپور وايي، په افغانستان کې ښايي ۴ میلیونه وګړي د ناچاوده مهماتو او ماینونو له خطر سره مخامخ وي. نور په راپور کې:
افغان لوبغاړی سېلاب نوري وايي چې المپیک کې د برخې اخیستلو لوبو کې توانېدلی چې دوه مهمې لوبې وګټي. هغه وايي، که د المپیک نړېواله کمېټه د بلنې کارت ورکړي نو هڅه به وکړي چې د المپیک په سیالیو کې مډال وګټي.
د شالمار مېله هر کال د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې جوړېږي چې په کې سلګونه کسان ګډون کوي. د دې مېلې یوه برخه هم توت خوړل دي چې ګډونوال بیا بڼونو ته ځي. نور جزییات په راپور کې:
افغانستان به د ۲۰۲۴ کال د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې خپله لومړۍ لوبه له یوګاندا سره وکړي. د یادې لوبې په اړه معلومات دلته کتلی شئ:
د کرکټ نړیوال جام د کوربه امریکا او کاناډا تر منځ په لوبې پيل شو. افغانستان د نړیوال جام په سي ګروپ کې شامل دی او سیالان یې څوک دي او کومې ورځې لوبې لري؟ په اړه دا ویډیو کتلی:
د اونۍ پېښو او خبرونو ته له متفاوتې زاويي کتنه
د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ یو اوسیدونکی وایي چې د دغې سیمې یو شمېر اوسیدونکي له درېیو اونیو راهیسې سېلابونو او لوږه کې اېسار شوي او ټولې لارې پرې تړل شوې دي. د هغه په وینا، په درېیو اونیو کې د طالبانو حکومت دغو خلکو سره مرسته نه ده کړې. په دې اړه دا ویډیویي راپور لیدلی شئ:
محمد رسولاف ایرانی فلم جوړونکی چې تازه د زندان له حکم څخه تښتېدلی، اوس یې په فرانسه کې د "کن" فلم په فیسټیوال کې ګډون کړی دی. "د معابدو د انځر دانه" د رسولاف فلم دی چې د کن په فیسټیوال کې نندارې ته وړاندې کېږي.
د بغلان سېلاب ځپلي، د کورونو او کروندو له ویجاړیدو وروسته یې په لوږې د ژر اخته کېدو وېره لري. د دوی په وینا، د کروندو له ویجاړیدو سره یې چې د عاید یوازېنۍ سرچینه یې وه، د نوو سرپنا جوړولو وس نه لري. نور جزیات په دې راپور کې لیدلی شئ:
نور راوښيه