د عبدالرؤف په نوم د کندهار یو اوسیدونکی چې د روانو جګړو قربانی دی، د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې او اوربند غوښتنه کوي.
د کوټې اوسېدونکی علاو الدین اڅکزی وايي، پولیسو یې د ماشوم زوی پرضد پرچه «اېف ای ار» لیکلی او درې ځلې یې د هغه د نیولو لپاره پر کور چاپه وهلې.
په داسې حال کې چې "طالبان ۲،۰" د سولې په مذاکراتو کې له بېلابېلو اړخونو سره سیالي کوي، دغه د ارشیف انځورونه په ۱۹۹۶-۲۰۰۱ کلونو کې د یوې افراطي اسلامي ډلې د واکمنۍ پر مهال تریخ ژوند ښيي.
د ژمي سړه هوا د شبرغان بېځایه شویو ماشومانو لپاره ګواښوونکې ده. دغه سړه هوا د بې ځایه شویو ماشومانو د کورنیو اندېښنې راپارولي دي. د ازادي راډیو خبریال عالم رحمانیار د دغو بېځایه شویو سیمو ته ورغلی او دغه وېډېویې راپور يې پرې چمتو کړی دی. ایډيټ: لېمه هادي
په فاریاب ولایت کې واورو او بارانونو د ورښتونو له امله وروستیو راوتلو سیلابونو کابو سل کورونه په قرمقول او قرغان ولسوالیو کې ویجاړ کړي دي چې سمدستي مرستو ته اړتیا لري. په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال اکرام کرم پرې انځوریز راپور لري.
ولسمشر محمد اشرف غني د ميدان وردګو لپاره مېرمن ظریفه غفاري د ښاروالې په توګه انتخاب کړې خو دې تر اوسه خپله دنده په رسمي توګه نه ده پیل کړې. ملالۍ بشیر له مېرمن غفاري سره خبرې کړي.
د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې پر ۱۵۰ معلولو خوراکي مواد وویشل شول. معلولین وايي، تل يې په نوم ولایت ته مرستې راځي، خو د دوی پر ځاي يې چارواکي او غیر مستحق کسان ترلاسه کوي، معلولین او د وژل شویو کسانو کورنۍ ترې بې برخې وي.
سختو توپانونو د شبرغان اوسیدونکو ته زیان اړولی دی، له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې د جوزجان مرکز شبرغان له سختې توپاني هوا سره مخ دی
د افغانستان هوایي ځواک اوس په خپلواکه توګه پوځي عملیات ترسره کوي. د دغه هېواد د هوایي ځواک عمومي قوماندان وایي چې دا مهال تر پخوا هوایي ځواک ته د پوځي عملیاتو لپاره استانتیاوې برابرې دې او د عملیاتو پوره چمتوالی لري.
د ازادي راډیو خبریال شاپور صابر د هرات پر زوړ ښار یې دا انځوریز راپور برابر کړی دی.
افغان کمانډو ځواکونو د ځواک ښودنې په موخه کندهار کې د درنو وسلو تمرينونه ترسره کړل. په دغو پوځي تمرينونو کې افغان هوايي او ځمکنیو ځواکونو برخه اخېستې وه.
نور راوښيه