د همت او مېړانې ثبوت يې په غمجنې څېرې له ورایه ښکاري. پښې یې نشته خو له ځانه سره يې د نورو د لېږدولو هنر په ښه توګه زده کړی. د هېواد سره يې د مېنې او د خپلې خاورې د دفاع په هدف د امنیتي ځواکونو لباس په تن کړی و خو اوس له بدې ورځې په کابل ښار کې ټکسي چلوي.
د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې سلګونه کسانو د پاکستان د راکټي حملو پر ضد مظاهره وکړه.مظاهرهچیانو دغهراز د سپینبولدک-چمن او تورخم د لارو د تړلو پر ضد هم شعارونه ورکړل.
د کابل امنیه قوماندان وایي، د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور یې ۱۴۷ تنه نیولي دي. عبدالرحمان رحیمي نن کابل کې خبریالانو ته وویل چې دا کسان د مخدره موادو د قاچاق او پلورلو، غلا، جعل کارۍ او اخلاقي فساد په تور په تېرو لسو ورځو کې نیول شوي دي.
د ننګرهار د معتادینو په روغتون کې سل تنه روږدي ځوانان تر درملنې لاندې دي. دوی که پخوا په نشو فکر غلطولو خو اوس کله سپورټ او کله هم په موسیقۍ غواړي ځان مصروف وساتي او له نشو څخه لېرې پاتې شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تورخم او چمن لارې په لسمه ورځ هم بندې دي. دواړو خواوو ته ګڼ کسان ناست دي. د فرهاد شينواري په دې ويډيو کې تورخم ته پر لاره، په لواړګي کې لارې پرانيستو ته منتظر افغانان وينئ.
په کندهار کې د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکو د ښاروالۍ سره په همکاري د ښار په مختلفو برخو کې لسګونه نيالګي پر عام خلکو وويشل. عکسونه: محمد صادق رښتیني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان هوايي ځواکونه به تر۲۰۲۰ میلادي کاله خود کفا شي.
د شبرغان ښار په یوې څنډه کې یوه زړه ونه د زیاتې واورې له کبله پر سړک رانسکوره شوې. دوه اتیا کلن سړي د دغې ونې ډډې ته لګېدلی او په تیشې او تبر یې ټوټه کوي او خپلو کورونو ته یې وړي.
د اروپايي پارلمان یو پلاوی وايي، په اروپا کې د افغان کډوالو په اړه نظر دا دی چې دوی د اقتصادي ستونزو له امله کډوالۍ ته مخه کړې ده. ویډیو یوسف ځدران او ایډیټ ابراهیم صافی
د سوات شل کلنه شمع وايي چې اته کاله وړاندې د دولسو کالو په عمر په پېښور کې واده شوې وه او خپلې خسرګنې پرې ګډاګانې او نڅاګانې کولې. د ښځو حقونو لپاره کارکونکو ټولنې یوه مشره تبسم عدنان وايي چې داسې يو شمېر نجونه یې په وړکوالي کې د واده په نوم په بېلا بېلو سيمو کې پلورل کېږي چې مخنيوی يې پکار دی.
نن په کابل کې د پاکستان پرضد اعتراضیه غونډه وشوه، په دې غونډه کې د مدني فعالانو سربېره لسګونو نورو کسانو هم ګډون کړی و او د پاکستان پرضد یې شعارونه ورکړل.
د داعش حضور او د دغې ډلې له خوا جلب او جذب اوس هم په افغانستان کې د اندیښنې وړ موضوع ده. وروستي خپاره شوي راپورونه ښيي چې دې ډلې په شمالي ولایتونو، ختیځ او جنوب لویدیځ یعنې زابل ولایت کې د ځوانانو جلب او جذب ته پاملرنه ډېره کړې ده.
نور راوښيه