کابل امنیه قوماندان: د جنایي جرمونو په تور ۱۴۷تنه نیول شوي
د کابل امنیه قوماندان وایي، د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور یې ۱۴۷ تنه نیولي دي. عبدالرحمان رحیمي نن کابل کې خبریالانو ته وویل چې دا کسان د مخدره موادو د قاچاق او پلورلو، غلا، جعل کارۍ او اخلاقي فساد په تور په تېرو لسو ورځو کې نیول شوي دي. نوموړي وویل چې دوی کابل ښار کې د الکولي مشروباتو یوه کارخانه هم له منځه وړې او مسؤلین یې نیولي دي. ښاغلی رحیمي وویل چې دوی هڅه کوي چې کابل ښار کې د جرمونو کچه راټيټه کړي. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی