د ازادي راډیو یو مینه وال د آزادي راډیو پښتو او دري ټیلیفوني اپلیکیشن جوړ کړی دی. دا کس امین الله خاجرهاشمې دی ۲۴ کاله عمر لري؛ دی وايي، له کوچنيوالي یې له ازادي سره مینه وه نو هماغه مينې اړ کړ چې د ازادي راډیو اپلیکشن جوړ کړي.
په افغانستان کې د قاطع ماموریت د ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن سره د افغانستان امنیتي وضعیت په هکله مرکه دلته واوری.
کندز کې جګپوړي پوځي چارواکي د پامیر "۱" تصفیوي عملیات د پای ته رسېدو همدارنګه د پامیر "۵" په نوم د افغان ګډو ځواکونو د تصفیوي عملیاتو د پیلېدو خبر ورکوي.
د پاکستان په ساحلي ښار کراچۍ کې د دوشنبې په ورځ یو افغان دیپلوماټ په ډزو ووژل شو. چارواکي وايې په کراچۍ کې د افغان قونسلګرۍ دریم سکرتر محمد زکي د قونسلګرۍ د شخصي ساتونکي لخوا په ډزو وژل شوی دی. پاکستاني پولیس وايې برید کونکی چې رحمت الله نومیږي او افغان دی نیول شوی دی.
د کندهار ښار د ۹ ناحیې اوسېدونکې یوه ماشومه د پولیو له واکسین څخه تر بې برخې کېدو وروسته په دایمي فلج اخته شوې ده. چارواکي وايي چې دا په افغانستان کي د ۲۰۱۷ کال د پولیو یا فلج لومړی پېښه ده چې په کندهار کې ثبت شوې ده. محمدصادق رښتینی د دغه ماشومې کورته ورغلی او دا راپور يې برابر کړی دی.
د لښکرګاه د پولیسو د روزنې د مرکز څخه وروسته له څه مودې ۷۵ سرتېري د ۸ اونیو په موده کې فارغ شول. چارواکي وایي، ۱۴۴۵ نور پولیس تر روزنې لاندې دي کله چې فارغ شول نادعلي او یو شمېر سیمو ته به د عملیاتو لپاره واستول شي. ویډیو: محمد الیاس داعي او ایډیټ: محمد ابراهیم صافی
تاتار وګړي هڅې کوي نجونې په راتلونکي کې هم په روسي ښوونځيو کې پوړني پر سر کړای شي.د روسيې په موردوویا جمهوريت کې تاتار مسلمانان په ښوونځيو کې د مذهبي ازادۍ لپاره هڅې کوي. ملالۍ بشير راپور وړاندي کوي.
د افغانستان د مخدره مواد پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په پام کې لري چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په مخدره موادو د شاوخوا پنځوس زره روږدو کسانو درملنه وکړي.
په کابل کې د سولې د عالي شورا د مشر پیر سید احمد ګیلاني د فاتحې مراسم ترسره شول. د فاتحې په مراسمو کې یې یو شمېر اوسني او پخواني دولتي چارواکو، د هېواد د بېلابېلو ولایتونو سپینږیرو او ځوانانو برخه اخېستې وه.
د کابل ښار په لارو کې د ځوانانو یوې ۲۵ کسیزې ډلې په خپلو سپورټي موټرونو بېلابېلې نندراې وړاندې کړې. دوی وايي چې د دې نندارو نه یې هدف نړېوالو سیالیو ته لاره پیدا کول دي او غوښتل یې چې د افغان حکومت او د ملي المپیک کمېټې ملاتړ راخپل کړي.
د سولې عالي شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد وايي، کله چې طالبانو له سپین بولدک څخه خپل خوځښت پیل کړ، استاد برهان الدین رباني ورسره میلیاردونه افغانۍ مرستې کړې وې.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د استوګنې په سیمو کې ۷۲ د پښو خښتو بټۍ موجودې دي. د دې سیمې اوسېدونکي وايي، په بټيو کې ربړونه او نور غوړین مواد سوځول کېږي چې لوګیو یې دوی ته سختې ناروغۍ پيدا کړي. ویډیو شاه محمود شینواری ایډیټ ابراهیم صافی
نور راوښيه