غني: هوايي ځواکونه به تر۲۰۲۰م خود کفا او تلفات به یې ډېر کم شي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان هوايي ځواکونه به تر۲۰۲۰ میلادي کاله خود کفا شي. ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ کابل کې د مارشال محمد قسیم فهیم له پوځي اکاډمي څخه د یوشمېرافسرانو د فراغت په مراسمو کې وویل چې یو پلان یې ترتیب کړې او کوښښ کېږي چې د وسلوالو ځواکونو تلفات راټیټ شي. خو یو شمېرپوځي کارپوهان وایي چې د حکومت د مشرانو ژمنې د باور وړ نه دي. ویډیو: سباوون کاکړ او ایډیټ ابراهیم صافی