په جوزجان ولایت کې ۲۴ هغو بزګرانوته د باغوالۍ وسایل وړیا ورکړل شول چې په خپلو کارونو کې ښه ځلیدلي دي.
له موصل ښار څخه سلګونو ملکيان په داسي حال کې تېښتې ته اړ شوي چې عراقي ځواکونه له داعش سخت دريځې ډلې څخه د دې ښار د بيرته نیولو هڅې کوي. په دې اړه نور معلومات له ملالۍ بشير څخه اورو.
د کونړ په مرکز اسعداباد کې لسګونه نجارانو او د لرګیو سوداګرو د یاد ولایت د امنیه قوماندان پر ضد مظاهره وکړه.
دا هغه ځایې دي چې، روږدي ماشومانو ته پهکې درملنه ورکول کېږي، هغه ځای چې د دغه ولایت له لېرو پرتو ولسوالیو څخه ورته ۵۰ روږدي ماشومان راوړل شوي او ترڅنګ په دغه ځای کې روږدو ماشومانو ته تعلیم او تربیه هم ورکول کېږي.
کندهار کې د یوه خصوصي ښوونځي زدهکوونکو خپل جوړ کړي لاسي کارونه او د ساینس برخه کې خپلې تجربې نندارې ته وړاندې کړې. محمدصادق رښتینی د ماشومانو دغه نندارتون ته ورغلی او دا ویډيو راپور يې را استولې دی.
د افغانستان د اساسي قانون د تصویب ۱۳مه کلیزه ولمانځل شوه. د افغانستان اساسي قانون په کال ۱۳۸۲ د جدي په ۱۴مه د لویې جرګې له خوا تصویب شو. دغه قانون ۱۲ فصله او ۱۶۲ مادې لري.
د ازادي راډیو د یوه تحقیق له مخې د پلازمینې په ځینو سیمو کې په علني توګه د نشهيي توکي پیر او پلورل کېږي.
د عامې روغتیا وزیر فیروزوالدین فیروز په هېواد کې په مخدره موادو د روږدو کسانو ډېرېدل ټکان ورکوونکي او خطرناک ګڼي او ټینګار کوي چې افغانستان په یوازې ډول نه شي کولای د دغه پدېدې په وړاندې مبارزه وکړي.
د کونړ اوسېدونکي وايي، ډېری ښوونځي یې ودانۍ نهلري چې له املهیې زدهکوونکي او ښوونکي له ستونزو سره مخ دي.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي چې د وزیرانو د سلب صلاحیت موضوع د حکومت له لوري سترې محکمې ته د ۹۲ یمې ماتې د تشریح په موخه استول شوې ده او هغوی به پرته له فشاره خپله پریکړه اعلانوي. وېډیو او اېډیټ: ولي سباوون
په کابل کې د چهارشنبې په ورځ په اختلاس تورن د نهو کسانو علني محکمه دایره شوه. دا کسان د ۲۴ میلیونه افغانیو په اختلاس تورن دي. د محکمې په پیل کې مؤظف څارنوال د قضیو په برخه کې د څېړنو نتیجه اعلان کړه چې وروسته بیا د تورنو کسانو وکیلانو له خپلو مؤکلینو څخه دفاع وکړه. ویډیو او ایډیټ: الیاس صالح
د کندز د سیمهییزو چارواکو په وینا، د افغان ګډو ځواکونو په دې ولایت کې د وسلهوالو طالبان پر وړاندې د پامیر "۱" په نوم ژمني پراخ تصفیوی عملیات پیل کړي دي.
نور راوښيه