له موصل ښار څخه سلګونو ملکيان په داسي حال کې تېښتې ته اړ شوي چې عراقي ځواکونه له داعش سخت دريځې ډلې څخه د دې ښار د بيرته نیولو هڅې کوي. په دې اړه نور معلومات له ملالۍ بشير څخه اورو.
د کونړ په مرکز اسعداباد کې لسګونه نجارانو او د لرګیو سوداګرو د یاد ولایت د امنیه قوماندان پر ضد مظاهره وکړه.
دا هغه ځایې دي چې، روږدي ماشومانو ته پهکې درملنه ورکول کېږي، هغه ځای چې د دغه ولایت له لېرو پرتو ولسوالیو څخه ورته ۵۰ روږدي ماشومان راوړل شوي او ترڅنګ په دغه ځای کې روږدو ماشومانو ته تعلیم او تربیه هم ورکول کېږي.
کندهار کې د یوه خصوصي ښوونځي زدهکوونکو خپل جوړ کړي لاسي کارونه او د ساینس برخه کې خپلې تجربې نندارې ته وړاندې کړې. محمدصادق رښتینی د ماشومانو دغه نندارتون ته ورغلی او دا ویډيو راپور يې را استولې دی.
د افغانستان د اساسي قانون د تصویب ۱۳مه کلیزه ولمانځل شوه. د افغانستان اساسي قانون په کال ۱۳۸۲ د جدي په ۱۴مه د لویې جرګې له خوا تصویب شو. دغه قانون ۱۲ فصله او ۱۶۲ مادې لري.
د ازادي راډیو د یوه تحقیق له مخې د پلازمینې په ځینو سیمو کې په علني توګه د نشهيي توکي پیر او پلورل کېږي.
د عامې روغتیا وزیر فیروزوالدین فیروز په هېواد کې په مخدره موادو د روږدو کسانو ډېرېدل ټکان ورکوونکي او خطرناک ګڼي او ټینګار کوي چې افغانستان په یوازې ډول نه شي کولای د دغه پدېدې په وړاندې مبارزه وکړي.
د کونړ اوسېدونکي وايي، ډېری ښوونځي یې ودانۍ نهلري چې له املهیې زدهکوونکي او ښوونکي له ستونزو سره مخ دي.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي چې د وزیرانو د سلب صلاحیت موضوع د حکومت له لوري سترې محکمې ته د ۹۲ یمې ماتې د تشریح په موخه استول شوې ده او هغوی به پرته له فشاره خپله پریکړه اعلانوي. وېډیو او اېډیټ: ولي سباوون
په کابل کې د چهارشنبې په ورځ په اختلاس تورن د نهو کسانو علني محکمه دایره شوه. دا کسان د ۲۴ میلیونه افغانیو په اختلاس تورن دي. د محکمې په پیل کې مؤظف څارنوال د قضیو په برخه کې د څېړنو نتیجه اعلان کړه چې وروسته بیا د تورنو کسانو وکیلانو له خپلو مؤکلینو څخه دفاع وکړه. ویډیو او ایډیټ: الیاس صالح
د کندز د سیمهییزو چارواکو په وینا، د افغان ګډو ځواکونو په دې ولایت کې د وسلهوالو طالبان پر وړاندې د پامیر "۱" په نوم ژمني پراخ تصفیوی عملیات پیل کړي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې معینیت نن په کابل کې شاوخوا ۹۸ ټنه مخدره مواد وسوځول. د مخدره توکو پر ضد دغه معینیت وايي چې دغه مواد د شاوخوا یو کال په دوام کې نیول شوي چې نن لهمنځه ولاړل. وېډیو او اېډېټ ابراهیم صافی
نور راوښيه