د خلګو یو شمیر استازي، د مختلفو ولایتونو قومي مشرانو او ځوانانو حامد کرزي او غازي امان الله خان ته سپکاوی په سختو ټکو وغنده. د ولسي جرګې یو شمېر غړي، د مختلفو ولایتونو یو شمېر مشران او ځوانان وايي، د ملي مشر حامد کرزي د سپکاوي تر شا یو شمېر سیاسي کړۍ لاس لري. ویډیو: ابراهیم صافی
د افغانستان د دفاغ وزارت د کابل له تعلیمي مرکزه شاوخوا یوولس سوه سرتېري فارغ شول. د دفاع وزارت چاراکې وايي، دغو فارغو شویو کسانو نېږدې دوه نیمې میاشتې په دغه مرکز کې بېلا بېل زدهکړي کړي دي. ویډیو او ایډیت ابراهیم صافی
د ارزګان له جګړو څخه کندهار ته د راغلو ۲۶۰ بېځایه شويو کورنيو سره په کندهار کې د حاجي محمد یوسف مهمند په نوم يوه خیریه بنسټ د خوراکي او غير خوراکي موادو مرسته وکړه. وېډيو: محمد صادق رښتینی
د افغانستان د همبستګۍ ګوند لسګونو غړو او یو شمېر مدني فعالانو نن په کابل کې د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې د تړون پر خلاف لاریون وکړ. ویډیو: ابراهیم صافی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لهخوا پرون کوټه کې په يوې سترې ولسي غونډه کې ويل شوي چې په پاکستان کې په تېرو پينځلسو کلونو کې تر سل زرو زيات پښتانه په ترهګرۍ کې وژل شوي دي.
په کندهار کې دپلمېټ یا شریني جوړولو څو فابریکې سته چې په ډېرو کمو امکاناتو یې خپل کار ته دوام ورکړی. ددغه فابریکو مسوولین وايي په اخترونو او د خوښو په نورو ورځو کې يې کاروبار زیات وي. محمدصادق رښتیني دا ویډیويي راپور برابر کړی.
په دې وروستیو کلونو کې انتحاري حملو او چاودنو د ډېرو هغو کسانو ژوند واخېست چې خپلو کورنیو ته یې یوه مړۍ ډوډۍ ګټله، د دوی غم د یادې کورنۍ غړي سخت دردمن کړي، ان تر دې چې له رواني ناروغیو سره یې مخ کړي دي. راپور: ابراهیم صافي
د کابل امنيه قومندانۍ چارواکي وايي، د لوی اختر لپاره په کابل ښار کې جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي. امنيه قومندان عبدالرحمان رحیمي کابل ښاریانو ته ډاډ ورکوي چې دوی به د اختر شپې، ورځې په یوه ارامه فضا کې تېرې کړی. راپور: ابراهیم صافی
د هېواد د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو لپاره په کندهار کې بېلابېل پروګرامونه جوړ شوي وو. محمدصادق رښتینی پرې دا ویډيويي راپور برابر کړی.
په کندهار کې د خپلواکۍ ورځې د لمانځلو لپاره چمتووالي نیول شوی. ټاکل شوې چې دغه ورځ په ځانګړو پوځي نمايشونو، غونډو او د خوښيو په پروګرامونو سره و لمانځل شي.
له انګریزانو نه د افغانستان د استقلال د بیا اخیستو د ۹۷مې کلیزې په ویاړ د یکشنبې په ورځ په کابل کې د درېیو ولایتونو د نجونو د بایسکل ځغلونې سیالۍ تر سره شوې. په دغو سیالیو کې د بلخ، بامیان او کابل نه لسو نجونو برخه اخيستې وه چې سیالۍ د برهان الدین رباني له پوهنتونه پیل او د پغمان ولسوالۍ تر تاق ظ
د کندهار باغوانان او د لندې مېوې کاروباریان وايي چي سږ د تېرو کلونو په پرتله د انګورو په حاصلاتو کې دېرش سلنه زیاتوالی راغلی.
نور راوښيه