د نګورنو - قره باغ په لانجمنې سیمه کې له کلونو راهیسې هېڅ الوتکې ته د الوتنې اجازه نهده ورکړل شوې. دا سیمه چې نړیوال یې د ازربایجان خاوره بولي د ارمنيانو لهخوا کنټرولیږي. په یوه ویډیو کې به وګورئ چې په دې سیمه کې یو هوايي ډګر بیارغول شوی هم دی خو تر اوسه نه دی کارول شوی. په دې سیمه باندې د الوتکو
د افغانستان د رزمي لوبو اتل احمد ولي هوتک په نایټ فایټ سیالیو کې خپل روسي سیال ته ترماتې ورکولو وروسته نن هېواد ته راستون شو. د عامو خلکو، سپورټي لوبغاړو او حکومتي چارواکو لهخوا ورته تود هرکلی وویل شو. ښاغلي هوتک وویل چې د نایټ فایټ سازمان سره یې د نورو دولسو سیالیو تړونونه هم لاسلیک کړي.
په کندهار کې د نوي تعلیمي کال څخه یوه میاشت تیریږي خو لا هم دوه لکه دوه اویا زره زده کوونکي درسي کتابتونه نه لري. محمدصادق رښتینی په دې اړه ویډیويي راپور برابر کړی.
د ارمنستان تاریخي اني ښار چې دا مهال د ترکیې په ختیځ کې موقعیت لري په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د یونسکو یا د ملګرو ملتونو د فرهنګې سازمان لخوا د فرهنګي میراثونو په نوم وپېژندل شو...
هغه افغان کډوال چې هېواد ته راځي وايي په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت او پولیسو بده رویه له افغانانو سره ډېره شوې ده. هره ورځ زرګونه کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو په ځانکړي ډول له پاکستانه افغانستان ته راځي او یو شمېر یې د اسنادو د کتلو او د مرستو د تر لاسه کولو په هدف د کابل د پلچرخي د کډوالو چارو
کندهارکې د پنځه میلیونه ډالرو په لګښت د لومړي ځل لپاره د انګورو، انارو او نورو تازه میوو د معیاري بسته بندۍ او پروسس فابریکه جوړه شوې ده . محمدصادق رښتیني دغه فابریکې ته ورغلی او دا ويډیويي راپور يې پرې برابر کړی.
د خلګو یو شمیر استازي، د مختلفو ولایتونو قومي مشرانو او ځوانانو حامد کرزي او غازي امان الله خان ته سپکاوی په سختو ټکو وغنده. د ولسي جرګې یو شمېر غړي، د مختلفو ولایتونو یو شمېر مشران او ځوانان وايي، د ملي مشر حامد کرزي د سپکاوي تر شا یو شمېر سیاسي کړۍ لاس لري. ویډیو: ابراهیم صافی
د افغانستان د دفاغ وزارت د کابل له تعلیمي مرکزه شاوخوا یوولس سوه سرتېري فارغ شول. د دفاع وزارت چاراکې وايي، دغو فارغو شویو کسانو نېږدې دوه نیمې میاشتې په دغه مرکز کې بېلا بېل زدهکړي کړي دي. ویډیو او ایډیت ابراهیم صافی
د ارزګان له جګړو څخه کندهار ته د راغلو ۲۶۰ بېځایه شويو کورنيو سره په کندهار کې د حاجي محمد یوسف مهمند په نوم يوه خیریه بنسټ د خوراکي او غير خوراکي موادو مرسته وکړه. وېډيو: محمد صادق رښتینی
د افغانستان د همبستګۍ ګوند لسګونو غړو او یو شمېر مدني فعالانو نن په کابل کې د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې د تړون پر خلاف لاریون وکړ. ویډیو: ابراهیم صافی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لهخوا پرون کوټه کې په يوې سترې ولسي غونډه کې ويل شوي چې په پاکستان کې په تېرو پينځلسو کلونو کې تر سل زرو زيات پښتانه په ترهګرۍ کې وژل شوي دي.
په کندهار کې دپلمېټ یا شریني جوړولو څو فابریکې سته چې په ډېرو کمو امکاناتو یې خپل کار ته دوام ورکړی. ددغه فابریکو مسوولین وايي په اخترونو او د خوښو په نورو ورځو کې يې کاروبار زیات وي. محمدصادق رښتیني دا ویډیويي راپور برابر کړی.
نور راوښيه