د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

ځانګړی راپور

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، د کابینې له لوري د سیم کارټونو د ثبت او بایومټریک طرحې له تایید وروسته، اوس د دغه چارې د سرته رسولو لپاره یې هڅې پيل کړي دي.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ازادي راډیو ته وویل، دغه وزارت د سیم کارټونو د ثبت او بایومټریک طرحه له مخابراتي شرکتونو سره شریکه کړې ده: "د مخابراتو وزارت پرېکړه کړې چې سیم کارټونه ثبت او بایومټریک کړي، کابینې طرحه تایید کړې او د مخابراتو وزارت او د احصایې ملي ادارې ته یې لارښوونه وکړه چې دا طرحه په تدریجي توګه پلي کړي، موږ هم دا طرحه له مخابراتي شرکتونو سره شریکه او د هغو نظرونه مو واخېستل."

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت
د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت

که څه هم نوموړي د دې طرحې په اړه نور جزییات شریک نه کړل، خو ویې ویل چې دا چاره د ناسمې کارونې د مخنیوي او له فعالو سیم کارټونو د ۱۰ سلنې مالیانو د کره راټولولو لپاره ترسره کېږي.

د طالبانو د حکومت کابینې د روان کال د سلواغې میاشتې په ۱۸مه نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت دا طرحه تایید کړې وه.

د طالبانو د حکومت کابینې، د مخابراتو وزارت او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته لارښوونه کړې چې د یوې جامع طرحې له مخې د سیم کارټونو د ثبت او بایومټریک برخه کې اقدام وکړي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، دې برخه کې د بشپړې همکاري کولو لپاره چمتو دي.

د دې ادارې ویاند محمد حلیم رافیع ازادي راډیو ته وویل: "هغه معلومات چې د برېښنایي پېژندپاڼو په چاپ کې شته، له هغو معلومات اخلو چې د کس نوم، د پلار نوم ، پته او د اوسېدو اصلي او فعلي ځایونو په کې وي، په دې معلوماتو کولی شو سیم کارټونه تایید کړو."

ښاغلي رافیع وویل، دا لومړي معلومات دي ځکه تراوسه طرحه وروستۍ شوې نه ده، کېدای شي نور موارد هم په کې اضافه شي.

دا هغه هڅې دي چې د تېر جمهوري حکومت چارواکو هم څو ځلي یې د پلي کولو لپاره کړې وې خو کومه پایله یې ور نه کړه.

دا چې ولې؟ ازادي راډیو د تېر جمهوري حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پخوانی مرستیال ایمل مرجان وپوښت، هغه وویل: "د سیم کارټونو د ثبت او راجسټر لپاره په کافي اندازه بودجه نه وه، ځکه چې د دې بهیر مخته وړلو لپاره په منځني ډول شااوخوا ۱۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا وه، نو دې بهیر کې له تخنیکي اړخه ستونزه نشته، خو د بودجې موضوع مهمه ده."

د تېر جمهوري حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پخوانی مرستیال ایمل مرجان
د تېر جمهوري حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پخوانی مرستیال ایمل مرجان

ښاغلی مرجان په داسې حال کې په تېر نظام کې د سیم کارټونو د ثبت او بایومټریک لپاره د بودجې د نشتوالي خبره کوي چې هغه مهال ګڼو نړیوالو مرستندویه ادارو افغانستان ته میلیونونه ډالره مرسته استوله.

خو اوس چې طالبان د تېر جمهوري حکومت پرتله ډېره بودجه هم نه لري دا کار څنګه ترسره کړي؟

ازادي راډیو هڅه وکړه، په دې اړه د مخابراتو وزارت د ویاند نظر ولري، خو د دې راډیو پوښتنو ته یې ځواب ونه وایه.

خو د تېر جمهوري حکومت د مخابراتو وزارت پخوانی مرستیال ایمل مرجان یې په اړه وایي: "د انتخاباتو کمېسیون شااوخوا دوه میلیونه ماشینونه د بایومټریک لپاره پېرلي وو او د مخابراتو وزارت، د اترا اداره او د مرکزي احصایې اداره کولی شي له هماغو ماشینونو ګټه واخلي."

افغانستان کې مخابراتي شرکتونو د خپل فعالیت له پیل وروسته، د ناثبت شوېو سیم کارټونو د مخنیوي برخه کې مهم ګامونه نه دي پورته کړي.

اوس مهال د هېواد ټولو برخو کې له ثبت پرته سیم کارټونو موندلو ته لاس رسی شته ان دا چې په بازارونو کې د کراچیو پرسر هم پلورل کیږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال ټول هېواد کې د سلام دولتي شرکت په ګډون پنځه مخابراتي شرکتونه فعال دي.

افغان بیسیم، روشن، اېم. ټي. اېن او اتصالات غیر دولتي مخابراتي شرکتونه دي چې له کلونو راهیسې خلکو ته د مخابراتي خدمتونو د رسولو برخه کې په افغانستان کې فعالیت کوي.

د اتصالاتو مخابراتي شرکت چارواکي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له دې اقدامه هرکلی کوي او د مخابراتي خدماتو د قانوني کېدو برخه کې یې مهم ګام بولي، خو دا نه وایي چې ولې دوی تر اوسه دا کار نه دی عملي کړی؟

د اتصالاتو مخابراتي شرکت چارواکي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له دې اقدامه هرکلی کوي
د اتصالاتو مخابراتي شرکت چارواکي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له دې اقدامه هرکلی کوي

د دې مخابراتي شرکت د اړیکو څانګې مسوول کفایت الله نبي خېل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا ډېر ښه اقدام دی چې سیم کارتونه راجسټرېږي په دې سره به د ناسمو او خلاف کارونو مخنیوی وشي."

عام خلک هم په بازارونو کې د ناثبت شوېو سیم کارټونو د پلور او پېر باندې نیوکې کوي او وایي، خلاف کاروونکي کسان د همدې سیم کارټونو په کارولو د خلکو امنیت د ګواښلو او کورنیو ته د مزاحمت هڅې کوي.

د کابل ښار دوو تنو اوسېدونکو نسیم او صبور په دې اړه وویل: "د دغو ناثبت شوېو سیم کارټونو پلور په ټولو بازارونو کې زیات شوی، هر څوک چې وغواړي چا ته پرې مزاحمت وکړي له همدې سیم کارټونو کار اخلي.

-موږ خوښ یو چې دا سیم کارټونه ټولېږي او د شرکتونو له لوري د خلکو د پېژندپاڼو او د هغوی د پېژندنې کارټونو له مخې ورته وېشل کېږي."

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول هېواد ۲۲ نیم میلیونه فعال سیم کارتونه موجود دي چې له دې شمېر له ۱۰ میلیونه زیات کسان یې له انټرنیټ لپاره هم کاروي.

آرشیف، نقشه افغانستان
آرشیف، نقشه افغانستان

افغانستان ښایي په تېرو څلورو لسیزو کې یو له هغو څو هېوادونو څخه وي چې د نړۍ د دوو زبر ځواکونو د راتګ، جګړې او وتلو تجربه لري.

د پخواني شوروي اتحاد وروستی سرتېری جنرال بورېس ګروموف د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه د حيرتان له پله تېر شو او له افغانستانه ووت چې افغانستان کې د پخواني شوروي د پوځي حضور د پای نښه وه.

  • د دې هر یو شرقي او غربي قدرتونو د راتګ او وتلو لاملونه ډېر دي.

په دې راپور کې یو شمېر سیاستوالو او مفکرینو خبرې کړي دي، د پخواني شوروي اتحاد د وتلو اصلي لاملونه، اقتصادي سقوط او په هغه وخت کې پر شوروي اتحاد د نړۍ شته فشارونه په ګوته کوي.

خو د دې څلورو لسیزو سیاسي، نظامي او ټولنیزې پایلې لاهم د افغانستان پر خلکو خپل اغېز لري.

همدارنګه، دغه سياستوال او سياسي پوهان د پخواني شوروي اتحاد او امريکا د وتلو ترمنځ د ورته والي او توپير په اړه نظرونه لري.

د دغو دوو قدرتونو د شتون مشترک ټکی چې سیاستوال یې مطرح کوي، دا دی چې په دواړو وختونو کې د افغانستان خلکو ته د پرېکړو کولو موقع نه ده ورکړل شوې او ټولې چارې د وخت د حکومتونو او د دوی د باور وړ اشخاصو په واک کې وې.

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق چې ځان د افغانستان د ملي مقاومت د شورا غړی هم بولي وايي، شوروي اتحاد او امریکا دواړه یرغلګر وه او له افغانستانه د وتلو اصلي انګېزه د دوی اقتصادي ناکامي ده، هغه څه چې د نورو پوهانو په خبره زیات نور ابعاد هم لري.

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق
د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق

ښاغلی محقق افغانستان ته د شوروي اتحاد او د امریکا د متحدو ایالاتونو د راتګ ترمنځ توپیر د نړیوال مشروعیت درلودل او نه درلودل ګڼي.

دی وايي، پر افغانستان د شوروي یرغل د نړیوال مشروعیت د نشتوالي له امله، د نړیوالو په ملاتړ د افغانانو له مقاومت سره مخ شو چې بالاخره په افغانستان کې د سره پوځ د ماتې لامل شو.

له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه، د شوروي د وروستي مشر میخایل ګورباچوف پرمهال ووتل.

محقق وايي: "د دوی لپاره پاتېدل نور ستونزمن وو، نو ښاغلی ګورباچوف راغی او له دې ستونزې یې ځان وژغوره او د شوروي اتحاد لګښتونه یې کم کړل او شوروي اتحاد هم ړنګ شو. په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور هم د لوړ لګښت له امله ختم شو که څه هم د نړۍ نورو هېوادونو هم دا لګښت پرې کوو، خو زیاته برخه یې د امریکا په غاړه وه ځکه په افغانستان کې د دوی پوځ شتون ډېر دروند لګښت درلود او بل خوا د افغان پوځ لګښتونه هم د امریکا په غاړه وه."

ښاغلی محقق ډونالډ ټرمپ د امریکا پخوانی ولسمشر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو یو له مهمو تصمیم نیوونکو څخه بولي چې نه یې غوښتل په افغانستان کې د امریکا په حضور او جګړه نوره هم لګښت وکړي.

ډونالډ ټرمپ د امریکا پخوانی ولسمشر
ډونالډ ټرمپ د امریکا پخوانی ولسمشر

افغانستان ته د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د راتګ په اړه نظرونه توپیر لري. ځينې وايي چې سور پوځ د هغه وخت د حکومت په بلنه د خلق ډموکراټيک حکومت د ملاتړ لپاره افغانستان ته راغلى، خو محمد محقق وايي چې شوروي ځواکونه د افغانستان د څلورم ولسمشر ببرک کارمل سره یو ځای افغانستان ته راغلل او په هغه وخت کې ببرک کارمل هېڅ حکومت نه درلود چې شورويان راوبولي.

کارمل د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر په ۲۷ د پخواني شوروي اتحاد له راتګ سره هم مهاله په افغانستان کې ولسمشر شو، خو امریکا د نړیوال مشروعیت په درلودلو او د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعدې شبکې څخه د غچ اخیستو لپاره افغانستان ته راغله.

القاعده د ۲۰۰۰ کال د سېپټمبر په ۱۱ مه د امریکا په خاوره کې پر سوداګریزو برجونو او نورو ایالاتونو د بریدونو په تنظیمولو تورنه شوې وه.

په دې پېښه کې ۲۹۷۷ کسان ووژل شول.

په امریکا د سېپټمبر د ۱۱مې پېښه
په امریکا د سېپټمبر د ۱۱مې پېښه

پخوانی شوروي اتحاد نهه کاله په افغانستان کې پاتې شو، خو امریکا شل کاله پاتې شوه.

مجاهدین هغه مهال له روسانو سره په جګړه بوخت وه او د امریکا په وړاندې بیا طالبان په افغانستان کې د جګړې اصلي اړخ و چې دواړه ډلې د وخت په توپیر سره په افغانستان کې واکمنې شوې.

د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي ازادي راډیو ته وویل: "د شوروي له وتلو وروسته د مجاهدینو د مشرانو منځ کې بې اتفاقي هېواد کې د تورو ورځو د پیل او کورنۍ جګړې لامل شوه، اوس چې امریکا هم ووتله وضعیت حساس دی او هیله شته چې د اوسني حکومت مشران چې افغانستان کې دي، د نورو خبرې هم واوري د سولې خبرې، د مهربانۍ او یووالي خبرې واوري."

محمد محقق وایي، امریکا د پخواني شوروي اتحاد برخلاف په خپل لاس کېنول شوي حکومت ته لازمه ونه ګڼله چې د قطر په تړون کې شریک اوسي او یا هم حضور ولري.

هغه په دې باور دی چې امریکا د قطر د تړون په نتیجه کې افغانستان طالبانو ته په واک لاس ورکړ.

طالبان پر افغانستان د واکمنېدو پر مهال ځینو ولایتونو کې له ځینو سیمه ییزو پوځي قوماندانانو او پاڅون کوونکو همدارنګه د مقاومت جبهې غړو سره په لومړیو ورځو کې ځای ځای وجنګېدل خو پر پلازمېنه کابل بیا له جګړې پرته واکمن شول.

ازادي راډیو هڅه وکړه څو په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم واخلي، خو د دې راډیو پوښتنو ته یې ځواب ونه وایه.

بیا هم طالبان ځانونه د میدان بریالي ګڼي او د ملا حسن اخندزاده په رهبرۍ یې خپل سرپرست حکومت د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې اعلان کړ.

د امریکا او پخواني شوروي اتحاد د حضور، تګ او راتګ واټن دومره نږدې دی چې د افغانستان ډېری خلک یې پر خپل ژوند د اغیر شاهدان دي .

په هرات ولایت کې د متخصصینو د شورا مشر او د سیاسي چارو پوه محمد رفیق شهیر یو له دغو افغانانو څخه دی.

ښاغلی شهیر خپله کیسه د پخواني شوروي اتحاد سره د مخالفت او نه منلو په اړه پیلوي: "د وخت شوري اتحاد داسې مهال افغانستان ته راغی چې ډموکراټیک ګوند پر افغانستان واکمن و او د افغانستان ټول خلک ورسره له اعتقادي، ټولنیز او اخلاقي نظره مخالف وه، نو د هغوی پر وړاندې یو غورځنګ او ټول ګډونه جهاد پیل شو او ګاونډیو هېوادونو هم په دې برخه کې مرسته وکړه."

ښاغلی شهیر بالاخره دغه مخالفتونه د پخواني شوروي اتحاد د وتلو لامل بولي.

نوموړی وایي، له افغانستان د وروستي شوروي اتحاد د سرتېرو د وتلو پرمهال په هرات ولایت کې و.

دی زیاتوي، خلکو ته د خوشحالۍ یو ځانګړی احساس پیدا شوی و چې ان ده هم له همدې امله خلکو ته د "خیرات" په توګه ډوډۍ وېشلې دي: "کله چې روسانو غوښتل له افغانستانه ووځي، ډاکټر نجیب الله په واک کې و او هغه یو پیاوړی کس و او ویې کړای شول امنیتي ځواکونو سم رهبرۍ او امنیت ټینګ کړي او روسان له افغانستانه ووځي."

ښاغلی شهیر دغه شان وایي، د پخواني شوروي اتحاد د لاس حکومت هم بالاخره سقوط شو او مجاهدین واکمن شول چې کورنۍ جګړې رامنځته شوې او د هغو جګړو لوړه بیه هم عامو افغانانو په ځانګړې ډول د کابل ښار اوسېدونکو پرې کړه چې د مجاهدین د حکومت په سقوط سره بیا د طالبانو لومړۍ پړاو واکمني پیلېږي.

له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد او امریکا تر وتلو وروسته یو تفاوت دا دی چې د ډاکټر نجیب الله حکومت له افغانستانه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته شااوخوا درې کاله دوام وکړ، خو د محمد اشرف غني ـ په افغانستان کې د امریکا د حضور د دوهم ولسمشر – حکومت کابل ته د طالبانو له راتګ سره سم او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له بشپړ وتلو ۱۵ ورځې وړاندې سقوط وکړ.

پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله له روسي سرتیرو سره
پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله له روسي سرتیرو سره

محمد محقق وايي، هغه حکومتونه چې د دغو دوو زبر ځواکونو له وتلو وروسته رامنځ ته شول، ورته والی لري او هغه دا چې حکومت په زور وو او دی: "له همدې امله، دواړه حکومتونه چې له دواړو اشغالونو وروسته رامنځته شوي، د زور او جبر حکومتونه دي او د خلکو اراده په کې دخیله نه ده."

د جدي میاشتې په ۱۴ مه نېټه د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر ملي ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي و چې د دوی په حکومت کې د تېر حکومت چارواکو ته ځای نشته.

له دې څرګندونو یوه اوونۍ مخکې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور ویلي و چې متحدو ایالاتو دوی ته د ۱۵ کسانو نوملړ ورکړی چې باید د په حکومت کې ځای ورکړل شي.

هغه ویلي و: "په دې نوملړ کې د محمد محقق، کریم خلیلي، عطا محمد نور، سیما سمر، باتور دوستم او ځینو نورو کسانو نومونه شامل دي."

خو ملا عبدالغني برادر د دې خبرو په تایید ویلي چې دا کار شونی نه دی.

له افغانستان د امریکا او د متحده ایالاتو د متحدینو تر وتلو وروسته، پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو د شپږ میاشتو په تېرېدو سره او هم مهاله له دغه هېواده د پخواني شوروي هېواد د ځواکونو د وتلو له ۳۳مې کلیزې سره ، دغه هېواد لا هم نه مشروع حکومت لري او نه روښانه راتلونکی.

اندېښنې دا دي چې افغانستان یو ځل بیا د ۷۰ لسیزې په شان د کورنیو جګړو کوربه نه شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG