د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۶

خبرونه

وینس: ټرمپ داسې احساس کوي چې مسکو په اوکراین کې د جګړې د ختمولو لپاره کافي هڅه نه کوي

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روسیې په وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر نوې، سخت عامه دریځ ټینګار وکړاو توریې پورې کړ چې مسکو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو او د وینې توییدو د بندولو لپاره کافي هڅه نه کوي.

وینس د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۴مه وویل چې ټرمپ "داسې احساس نه کوي چې دوی ( مسکو) د جګړې د پای ته رسولو لپاره کافي هڅې کوي. که چیرې روسیه په ښه نیت له خبرو اترو څخه ډډه وکړي، زه فکر کوم چې دا به د دې هیواد لپاره خورا بد وي."

په ورته وخت کې، مارکو روبیو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ولیدل او د ټرمپ د "وینې توییدو د مخنیوي د غوښتنې او د روسیې او اوکراین د جګړې د دایمي حل لپاره د معنی لرونکو ګامونو د پورته کولو پر اړتیا" یې بیا ټینګاروکړ.

سرګې لاوروف په ځواب کې، ادعا وکړه چې "د اوکراین د جګړې د سوله ییزې حل لارې د موندلو لپاره دوه اړخیزه لیوالتیا شته "

خو هغه د مسکو پر دې اړتیا ټینګار وکړ چې "د اوکراین د جګړې اصلي لاملونه دې له منځه یووړل شي."

د افغانانو یوه اته ویشت کسیزه ډله جرمني ته ورسیده

د افغانانو یوه اته ویشت کسیزه ډله چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنلیکونه منل شوي و، د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۴ له پاکستان څخه جرمني ته ورسیده.

د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې په دې ډله کې هغه پنځه تنه هم شامل دي چې څو میاشتې یې په پاکستان کې تیرې کړې او د ویزې انتظار یې ایست چې بالاخره د جرمني یوې اداري محکمې د هغوی د شکایت غوښتنلیک ته مثبت ځواب ورکړاو جرمني ته د تلو اجازه یې ورکړه. د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وینا دوی د خپلو کورنیو غړي چې ۱۶ تنه یې د کم عمرلرونکي دي هم له ځان سره جرمني ته بیولي دي. له اسلام آباد څخه د ډي پي آې خبري آژانس د خبریال د راپورله مخې دغه افغانان په یوه مسافر وړونکې الوتکه کې لومړی استانبول او له هغه ځایه د جرمني هانوور ښار ته رسیدلي دي.

تردې مخکې د روانې سپټمبرمیاشتې په پيل کې ۴۷ افغانان چې په جرمني کې یې د پناه اخیستو پړاوونه په محکمه کې بشپړشوي و، هغه هیواد ته رسیدلي و. د راپورله مخې په اوس وخت کې له دوه زره زیات افغانان په پاکستان کې جرمني ته د تلو په تمه دي. دوه نیم سوه نورچې جرمني ته د تلو لپاره یې انتظارایست، له پاکستانه بیرته افغانستان ته استول شوي دي.

د افغانستان د فوټسال لوبډلې میانمار ته ماتې ورکړه

افغانستان د ۲۰۲۶ کال د اسیا د فوټسال جام لپاره د غوراوي سیالیو په ترڅ کې میانمار ته ۸ د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.

افغانستان د دې لوبې په ګټلوسره د دې سیالیو وروستي پړاو ته ووت.

ننۍ لوبه د میانمار په یانګون لوبغالي کې ترسره شوه. تردې مخکې د افغانستان د فوټسال لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې مالډیو ته ۱۰ د یوه په وړاندې ماتې ورکړې وه.

بارک: اسراییل او سوریه په خپلو کې یوې موافقې ته نژدې شوي

د سوریې او لبنان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړی استازی توماس بارک وایي، اسراییل اوسوریه د (کړکیچ د کمولو) لپاره یوې موافقې ته نژدې شوې دي. د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې ښاغلي بارک سې شنبې د سپټمبرپه ۲۳ د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې ترڅنګ خبریالانو ته وویل چې د دغې موافقې له مخې به اسراییل بریدونه ودروي. هغه زیاته کړه چې سوریې هم منلې چې له اسراییل سره پولې ته نژدې به هیڅ ډول وسلې، درانه پوځي تجهیزات او ماشین آلات نه ځای پرځای کوي.

هغه همدارنګه وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوله چې د اسراییل او سوریې ترمنځ موافقه په دې اونۍ کې ترلاسه شي خو په خبرو کې کافي نه پرمختګ او د یهودانو د نوي کال رخصتۍ د دې سبب شوې چې د دې خبرو بهیر ټکنی شي.

تردې مخکې د سوریې نوي ولسمشر احمد الشرع له اسراییل سره د خپل هیواد امنیتي تړون د سوریې د امنیت د خوندي کولو لپاره اړین بللی و.

په نورستان کې د ځمکې ښوویدو پیښې دوه تنه وژلي

د طالبانو ځایي چارواکي وايي، په نورستان ولایت کې د ځمکې ښویېدو په یوه پیښه کې لږتر لږه دوه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم رسنیو ته وویل، دا پیښه د چهارشنبې په ورځ، د مرکزي نورستان په چتران سیمه کې رامنځته شوې.

هغه وویل چې قربانیان د نورستان او کونړ ترمنځ د سړک جوړولو د پروژې کارګران وو. په دې اړه چې د پیښې په مهال څومره کارګران په سیمه کې وو، څه ندي ویل شوي.

ګروسي: ایران د اټومي وسلو ترکچې د یورانیموغني کولو ته یوازې څو اونۍ وخت لري

د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې مشر رافایل ګروسي خبرداری ورکړی چې ایران د اټومي وسلو ترکچې د یورانیموغني کولو ته یوازې څو اونۍ وخت لري.

ګروسي د سې شنبې په ورځ ټایمز ورځپاڼې ته وویل، سره له دې چې په جون میاشت کې د اسراییلو او امریکا هوايي بریدونو د فردو په ګډون د ایران مهم اټومي تاسیسات په نښه کړل، خو د سانتریفیوژونو یوه برخه یې روغه پاتې شوې او تهران لاهم د یورانیمو د غني کولو د پروګرام د رغولو وړتیا لري.

هغه وویل، ایران تر اوسه د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې ته د خپلو شپیته سلنه غني شویو یورانیمو زیرمو ته د لاسرسي اجازه نده ورکړې، هغه چې د ده په خبره په چټکۍ تر نوي سلنه پورې غني کیدای شي.

ایران په کراتو کراتو ټینګار کړی چې د اټومي وسلو د پراختیا پلان نلري او اټومي پروګرام یې"سوله ایز" دی.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې په افغانستان کې پر سولې او ثبات د ازبکستان او تاجکستان ټینګار

د ازبکستان ولسمشرشوکت میرضیاییف وایي، د نړیوال او سیمه ییز امنیت د ټینګښټ لپاره باید د افغانستان وضعیت له پامه ونه غورځول شي.

هغه دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ د سپټمبرپه ۲۳ د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې وکړې.

د میرضیاییف په وینا یوه سوله ییز او باثباته ژوند ته د افغانانانو د رسیدو هیلې د نړیوالې ټولنې ډله ییزې همکارۍ ته اړتیالري.

هغه ټینګاروکړچې د افغانستان د منزوي کیدو باید مخه ونیول شي.

په عین حال کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې وویل چې هیواد یې تل د افغانستان د سولې او ثبات، بشپړ امنيت او ټولنيز او اقتصادي پرمختګ ملاتړ کړی دی. ازبکستان او تاجکستان تل له افغانستانه د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ګډون د سختدریځو ډلو د فعالیت پراخیدو ته اندیښنې څرګندې کړې دي.

له روسیې پرته لکه د نورې نړۍ په څیر د منځنۍ آسیا هیڅ یوه هیواد تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی.

د هالیوډ مشهوره لوبغاړې کلاوډیا کارډینل مړه شوه

د هالیوډ ایټالیايي ستورې کلاوډیا کارډینل د سې شنبې په ورځ د ۸۷ کلونو په عمر مړه شوه.

هغه په څه باندې سلو فلمونو کې راڅرګنده شوې او د ونیز او برلین د فلم د فستیوالونو په ګډون یې د غوره لوبغاړې معتبرې جایزې ګټلې دي. کلاوډیا کارډینل د الان ډولان په څیر له مشهورو ستورو سره یوځای لوبیدلی و. هغې په وروستیو کلونو کې په فرانسه کې ژوند کاوه.

د افغانانو یوه بله ډله له پاکستانه جرمني ته لاړه

د افغانانو دوهمه ډله چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه منل شوي وو، په یوه الوتکه کې له پاکستان څخه جرمني ته ولاړل.

له پاکستانه د جرمني ډي پي اې خبري اژانس د خبریال د راپور له مخې د دغو کورنیو لیږدونکې الوتکه له اسلام آباد څخه استانبول او بیا جرمني ته الوتنه کوي. د دې میاشتې په پیل کې، ۴۷ افغانان له پاکستان څخه هانوور او له هغې وروسته د جرمني مختلفو ایالتونو ته لیږدول شوي وو.

د پاکستان له خوا پرافغان کډوالو د زیاتو فشارونو په ترڅ کې یوشمیردغه افغانان هم له هغه هیواده د اخراج له ګواښ سره مخامخ و.

د راپورله مخې یوشمیر دغه افغانان چې جرمني ته د لیږدولو په تمه وو، د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي او توقیف شوي و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG