د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۰

خبرونه

طالبانو په کابل کې د مخدره توکو د خرڅلاو په جرم ۱۷ کسان په دُرو وهلي دي

طالبانو په کابل کې د مخدره توکو د خرڅلاو په جرم ۱۷ کسان په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ، د سپتمبر په ۲۳مه، په خپل ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) کې اعلان وکړ چې دا کسان د (ذیکپ) او (کا ټابلیټونو)، الکولي مشروباتو او چرسو په ګډون د مخدره توکو د قاچاق او پلور په جرم په دُرو وهل شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په وینا، دا کسان له ۱۵ څخه تر ۳۵ دُرو او له شپږو میاشتو څخه تر دریو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.

طالبانود خپلې دې څه باندې څلورکلنې واکمنۍ په موده کې په سلګونو نارینه او ښځینه په عام محضرکې په دُرو وهلي دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، د اګست په میاشت کې وویل چې طالبانو سږکال د اعدامونو او بدني سزاګانو کارول دوه چنده کړي دي او د هغوی د سمدستي بندولو غوښتنه یې کړې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

فدرال کارکوونکو ته د سپینې ماڼۍ خبرداری، که دولت رخصت شي، دندې له لاسه ورکوی

ارشیف
ارشیف

د ډونالډ ټرمپ دولت ګواښ کړی که راتلونکې سه شنبه د دولت یوه برخه رخصت شي، د یوشمېر فدرالي ادارو کارکوونکي به د تل لپاره له دندو لرې کړي.

د سپینې ماڼۍ د بودجې د مدیریت دفتر دغه خبرداری داسې مهال ورکړی چې دولت د سنا جرګې له ډیموکراتانو سره د نوي مالي کال د بودجې پر سر په نانندریو اوښتی دی.

د بودجې د مدیریت دغه دفتر فدرالی ادارو ته ویلي چې د خپلو کارکوونکو د کمولو لستونه برابر کړي او د دولت د رخصتۍ په صورت کې هغوی ته اطلاع ورکړي.

دغه خبرداری د امریکا د دولت د یوې برخې د (شټ ډون) یا تعطیلي طرحه افشا کوي چې چارواکي یې تراوسه په اړه پټه خوله دي.

داسې ښکاري چې د امریکا قانون پوهان د نوي مالي کال د بودجې پر سر هوکړې ته نه دي رسیدلي او له ۱۹۸۱ کال راهیسې د امریکا د دولت د ۱۵مې رخصتۍ په درشل کې دی.

د سنا د ډیموکراتو مشر چاک شومر ویلي، سپینه ماڼۍ د ویرولو لپاره دا کار کوي او په وینا یې ډونالډ ټرمپ د واک له لومړۍ ورځې د خلکو د ډارولو لپاره د فدرال کارکوونکو د اخراج هڅه کوله.

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د سیاسي او بشري ستونزو پر هواري ټینګار کړی

ارشیف
ارشیف

د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې د افغانستان په اړه خپله لومړنۍ غونډه کې د افغانستان د بشري، سیاسي او اقتصادي ستونزو پر هواري ټینګار وکړ.

دغې غونډې ته، چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې جوړه شوې وه، د افغانستان د اوسني حکومت کوم استازی نه و بلل شوی.

د دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې چې پرون پنجشنبه ( د تلې دریمه) یې خپره کړې ویلي، د طالبانو له حکومت سره باید پر مهمو مسلو خبرې دوام ومومي.

رسنیو دغې غونډې ته د قطر او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د وینا مهم ټکي هم راپور کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح ویلي، افغانان له بې ساري ننګونو سره مخامخ دي او په وینا یې د دغه سازمان دنده ده چې له طالبانو سره معنالرونکو خبرو ته زمینه برابره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار بیا وړاندیز کړی چې د افغانستان لپاره باید د اسلامي همکاریو سازمان د کارپوهانو یوه ډله وګمارل شي چې د لارې پر یوې نقشې کار وکړي.

د هند او پاکستان کریکټ لوبډلې، د کړکیچنو سیاسي اړیکو تر سیوري لاندې پایلوبه لري

د هند او پاکستان لوبغاړي
د هند او پاکستان لوبغاړي

د پاکستان او هند د کریکټ ملي لوبډلې داسې مهال د اسیا جام پایلوبې ته چمتوالی نیسي چې د دغو هېوادونو ترمنځ کړکېچنو سیاسي اړیکو، پر دغې لوبې خپل سیوری غوړولی.

د پاکستان لوبډلې تیره شپه بنګله دیش ته په ۱۱ منډو ماته ورکړه او پایلوبې ته یې لاره پيدا کړه.

د هند او پاکستان لوبډلې به د یکشنبې په ورځ ( د تلې په ۶مه) په دوبۍ کې د اسیا جام پایلوبه کې مخامخ شي.

دواړو لوبډلو په سږني اسیا جام کې دوه ځله لوبه کړې چې دواړه ځله لوبه هند ګټلې او لوبغاړو د لوبې پای کې د معمول خلاف یو بل سره لاسونه هم نه دي ورکړي.

هند او سریلانکا نن د دغه جام د څلورو غوره لوبډلو وروستۍ سیالي سره کوي چې ماښام ۷ بجې پیلیږي.

اسراییلي ځواکونو د غزې په مرکز کې نور پرمختګ وکړ

د غزې د مرکزي سیمو بېځایه شوي د اسراییلو له پوځي عملیاتو وروسته د جنوب پر لور روان دي.
د غزې د مرکزي سیمو بېځایه شوي د اسراییلو له پوځي عملیاتو وروسته د جنوب پر لور روان دي.

داسې مهال چې متحدایالات د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې موافقې هڅه کوي اسراییلي ځواکونو نن د غزې په ښار کې نور پرمختګ هم وکړ.

رویټرز خبري آژانس د غزې د صحي چارواکو له قوله خبر ورکوي چې اسرایيلي پوځ نن په ټوله غزه کې ۱۹ کسان وژلي دي. د خبر له مخې په دې ډله کې د مرکزي غزې د زوایدا ناحیې د دوو اوسېدونکو کورنیو ۱۱ غړي هم شامل دي.

اسراییلي پوځ د دې وژنو په اړه تبصره نه ده کړې خو ویلي یې دي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې یې په ټوله غزه کې ۱۷۰ اهداف په نښه کړي او د ترور پر هغو مرکزونو یې برید کړی چې وسله والو ډلو پر اسراییلي سرتېرو د حملو لپاره کار ترې اخیست.

دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن د نیویارک پر لور وخوځېد څو د ملګروملتونو عمومي اسمبلې ته وینا وکړي.

هندي چارواکو له پاکستان او چین سره په ګډه سرحدي سیمه لډاک کې امنیتي تدابیر سخت کړي دي

د هند سرحدي ځواکونه د لډک په لیه سیمه کې د ګزمې پرمهال (آرشیف)
د هند سرحدي ځواکونه د لډک په لیه سیمه کې د ګزمې پرمهال (آرشیف)

هندي چارواکو پاکستاني کشمیر ته په نژدې سیمه لډاک کې د اعتراضونو په ترڅ کې د څلورو کسانو له وژل کېدو او د ګڼونورو له ټپي کېدو وروسته په دوو ولسوالیو لیه او کارګل کې امنیتي محدودیتونه اعلان کړي دي.

دا مرګ ژوبله هغه مهال پېښه شوه چې پولیسو له معترضانو سره نښتې وکړې.

د چارشنبې په ورځ په لیه ولسوالۍ کې معترضانو پولیس په ډبرو وویشتل ځکه د دوی د لاریون مخه یې نیوله او یوشمېر نورو بیا د پولیسو او ملېشو موټر او د واکمن بهاراتیا جاناتا ګوند او همداراز دولتي ودانۍ وسوځولې. معترضان له حکومت څخه د دې سیمې لپاره پراخه کورواکي غواړي.

له دې نښتو وروسته چارواکو له پنځو د ډېرو کسانو پر غونډو بندیز ولګاوه او په دې ترڅ کې نن سلګونه پولیسو او ملېشه ځواکونو په واټونو کې ګزمې کولې. د دې سیمو دوکانونه او بازارونه هم بند دي.

لډاک د هند، پاکستان او چین ترمنځ پرته سیمه ده چې پخوا د هندي کشمیر برخه وه خو نوې ډېلي په ۲۰۱۹ کال کې وروسته له دې چې د کشمیر د نیمه کورواکۍ موقف یې بدل کړ دا سیمه ترې جلا کړه.

قزاقستان د کونړ او شاوخوا سیمو له زلزله ځپلو سره خپله مرسته افغانستان ته واستوله

قزاقستان د بشري مرستو یوه لویه جوپه پرون (د تلې ۲مه) افغانستان ته واستوله.

د آستانه ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې په دې مرسته کې چې وزن یې څه باندې ۲۷۰ ټنه دی، کمپلې، خیمې، بوره، غوښه، کنسرو او اوړه شامل دي چې د اورګاډي په وسیله افغانستان ته استول شوي دي.

راپور زیاتوي چې دا مرسته د قزاقستان د بېړنیو حالاتو د وزارت او د دې هېواد د نړیوال پرمختګ د ادارې په ملاتړ له افغانستان سره شوې ده.

په کونړ ولایت او شاوخوا سیمو کې یې، له مرګونې زلزلې وروسته یوشمېر نورو هېوادونو هم له مصیبت ځپلو سره مرستې وکړې.

د افغانستان په ختیځ کې د اګست په ۳۱ مرګونې زلزله وشوه چې د کونړ ولایت خلک یې خورا ډېر زیانمن کړل.

د طالبانو د حکومت د رسمي ارقامو له مخې په دې زلزله کې له ۲۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د ماشومانو د ملاتړ سازمان؛ د افغانستان د ختیځ په زلزله ځپلو سیمو کې به زرګونه ماشومان په خېمو کې وزېږي

An Afghan Infant
An Afghan Infant

د ماشومانو د ملاتړ سازمان سېف دې چیلدرن په راروان ژمي کې د افغانستان د ختیځ له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د مالي سرچینو غوښتنه کړې څو د دې سازمان په وینا د دې د قربانیانو شمېر چې ډېر لوړ دی نور زیات نه شي.

د افغانستان په ختیځ کې د سېف دې چیلدرن استازولۍ پرون د تلې یا میزان په ۲مه په یوه بیان کې اټکل وکړ چې په زلزله ځپلو سیمو کې شاوخوا یوولس زره امېندوارې مېندې اوسي.

د بیان له مخې دا مېرمنې ښايي خپل ماشومان په راروانو میاشتو کې په خېمو کې وزېږوي، حال دا چې په ژمي کې د هوا له سړېدو سره د میندو او ماشومانو لپاره خطرونه هم زیاتېږي.

په بیان کې د افغانستان لپاره د ماشومانو د ملاتړ سازمان د پراختیايي پروګرام د مشرې سمیرا سیدرحمان له قوله ویل شوي دي چې وايي، هېڅ نوی زېږېدلی ماشوم باید خپله لومړۍ سا په خېمه کې ونه باسي.

د افغانستان په ختیځ کې د اګست په ۳۱ مرګونې زلزله وشوه چې د کونړ ولایت خلک یې خورا ډېر زیانمن کړل.

د طالبانو د حکومت د رسمي ارقامو له مخې په دې زلزله کې له ۲۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

نن پاکستان له بنګله دیش سره لوبه کوي

د اسیا د کرکټ په اتلولۍ کې، چې په متحد عربي اماراتو کې روانې دي، ټاکل شوې ده چې نن د پاکستان او بنګله دیش لوبډلې سره مخامخ شي.

تیره شپه هند د ۴۱ منډو په توپیر د بنګله دیش لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دې سره هند فاینل لوبې ته لاره وموندله.

د اسیایي جام پایلوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ ده.

فیفا: په جلاوطنۍ کې د افغان ښځو د فوټبال ملي لوبډله په دوبی کې په سیالیو کې لوبیږي

د فوټبال نړیوال فدراسیون، فیفا تایید کړې چې راتلونکې میاشت به په دوبی کې د ښځینه څلورو ټیمونو ترمنځ سیالۍ ترسره شي چې

په جلا وطنۍ کې د افغان ښځو د فوټبال ملي لوبډله به هم پکې برخه ولري.

متحده عربي امارات، چاد او لیبیا نورې لوبډلې دي چې په دې سیالیو کې به چې د اکتوبر له ۲۳ څخه د اکتوبر تر ۲۹ پورې دوام کوي، لوبیږي.

د فیفا یونایټس د لوبو په دې لړۍ کې به هره ښځینه لوبډله درې لوبې ترسره کوي. د یادونې ده چې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په می میاشت کې په جلا وطنۍ کې د افغان ښځو د فوټبال ملي لوبډلې جوړولوته اجازه ورکړه.

د فیفا مشر جیاني اینفانتینو د دغه اعلان په مهال ویلي و چې هڅه کوي په جلا وطنۍ کې د افغان ښځینه لوبډلې ته د دې زمینه برابره کړي چې د فیفا تر څارنې لاندې خپل ورزش او دوستانه سیالیو ته دوام ورکړي.

فیفا دغه اقدام د دې لپاره کړی چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې پرافغانستان له بیا واکمنیدو راهیسې پر ښځو د کار، زده کړو او ورزش په ګډون پراخ محدودیتونه لګولي دي.

وینس: ټرمپ داسې احساس کوي چې مسکو په اوکراین کې د جګړې د ختمولو لپاره کافي هڅه نه کوي

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روسیې په وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر نوې، سخت عامه دریځ ټینګار وکړاو توریې پورې کړ چې مسکو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو او د وینې توییدو د بندولو لپاره کافي هڅه نه کوي.

وینس د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۴مه وویل چې ټرمپ "داسې احساس نه کوي چې دوی ( مسکو) د جګړې د پای ته رسولو لپاره کافي هڅې کوي. که چیرې روسیه په ښه نیت له خبرو اترو څخه ډډه وکړي، زه فکر کوم چې دا به د دې هیواد لپاره خورا بد وي."

په ورته وخت کې، مارکو روبیو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ولیدل او د ټرمپ د "وینې توییدو د مخنیوي د غوښتنې او د روسیې او اوکراین د جګړې د دایمي حل لپاره د معنی لرونکو ګامونو د پورته کولو پر اړتیا" یې بیا ټینګاروکړ.

سرګې لاوروف په ځواب کې، ادعا وکړه چې "د اوکراین د جګړې د سوله ییزې حل لارې د موندلو لپاره دوه اړخیزه لیوالتیا شته "

خو هغه د مسکو پر دې اړتیا ټینګار وکړ چې "د اوکراین د جګړې اصلي لاملونه دې له منځه یووړل شي."

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG