خبرونه
وینس: ټرمپ داسې احساس کوي چې مسکو په اوکراین کې د جګړې د ختمولو لپاره کافي هڅه نه کوي

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روسیې په وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر نوې، سخت عامه دریځ ټینګار وکړاو توریې پورې کړ چې مسکو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو او د وینې توییدو د بندولو لپاره کافي هڅه نه کوي.
وینس د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۴مه وویل چې ټرمپ "داسې احساس نه کوي چې دوی ( مسکو) د جګړې د پای ته رسولو لپاره کافي هڅې کوي. که چیرې روسیه په ښه نیت له خبرو اترو څخه ډډه وکړي، زه فکر کوم چې دا به د دې هیواد لپاره خورا بد وي."
په ورته وخت کې، مارکو روبیو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ولیدل او د ټرمپ د "وینې توییدو د مخنیوي د غوښتنې او د روسیې او اوکراین د جګړې د دایمي حل لپاره د معنی لرونکو ګامونو د پورته کولو پر اړتیا" یې بیا ټینګاروکړ.
سرګې لاوروف په ځواب کې، ادعا وکړه چې "د اوکراین د جګړې د سوله ییزې حل لارې د موندلو لپاره دوه اړخیزه لیوالتیا شته "
خو هغه د مسکو پر دې اړتیا ټینګار وکړ چې "د اوکراین د جګړې اصلي لاملونه دې له منځه یووړل شي."
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اسراییلي ځواکونو د غزې په مرکز کې نور پرمختګ وکړ

داسې مهال چې متحدایالات د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې موافقې هڅه کوي اسراییلي ځواکونو نن د غزې په ښار کې نور پرمختګ هم وکړ.
رویټرز خبري آژانس د غزې د صحي چارواکو له قوله خبر ورکوي چې اسرایيلي پوځ نن په ټوله غزه کې ۱۹ کسان وژلي دي. د خبر له مخې په دې ډله کې د مرکزي غزې د زوایدا ناحیې د دوو اوسېدونکو کورنیو ۱۱ غړي هم شامل دي.
اسراییلي پوځ د دې وژنو په اړه تبصره نه ده کړې خو ویلي یې دي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې یې په ټوله غزه کې ۱۷۰ اهداف په نښه کړي او د ترور پر هغو مرکزونو یې برید کړی چې وسله والو ډلو پر اسراییلي سرتېرو د حملو لپاره کار ترې اخیست.
دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن د نیویارک پر لور وخوځېد څو د ملګروملتونو عمومي اسمبلې ته وینا وکړي.
هندي چارواکو له پاکستان او چین سره په ګډه سرحدي سیمه لډاک کې امنیتي تدابیر سخت کړي دي

هندي چارواکو پاکستاني کشمیر ته په نژدې سیمه لډاک کې د اعتراضونو په ترڅ کې د څلورو کسانو له وژل کېدو او د ګڼونورو له ټپي کېدو وروسته په دوو ولسوالیو لیه او کارګل کې امنیتي محدودیتونه اعلان کړي دي.
دا مرګ ژوبله هغه مهال پېښه شوه چې پولیسو له معترضانو سره نښتې وکړې.
د چارشنبې په ورځ په لیه ولسوالۍ کې معترضانو پولیس په ډبرو وویشتل ځکه د دوی د لاریون مخه یې نیوله او یوشمېر نورو بیا د پولیسو او ملېشو موټر او د واکمن بهاراتیا جاناتا ګوند او همداراز دولتي ودانۍ وسوځولې. معترضان له حکومت څخه د دې سیمې لپاره پراخه کورواکي غواړي.
له دې نښتو وروسته چارواکو له پنځو د ډېرو کسانو پر غونډو بندیز ولګاوه او په دې ترڅ کې نن سلګونه پولیسو او ملېشه ځواکونو په واټونو کې ګزمې کولې. د دې سیمو دوکانونه او بازارونه هم بند دي.
لډاک د هند، پاکستان او چین ترمنځ پرته سیمه ده چې پخوا د هندي کشمیر برخه وه خو نوې ډېلي په ۲۰۱۹ کال کې وروسته له دې چې د کشمیر د نیمه کورواکۍ موقف یې بدل کړ دا سیمه ترې جلا کړه.
قزاقستان د کونړ او شاوخوا سیمو له زلزله ځپلو سره خپله مرسته افغانستان ته واستوله

قزاقستان د بشري مرستو یوه لویه جوپه پرون (د تلې ۲مه) افغانستان ته واستوله.
د آستانه ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې په دې مرسته کې چې وزن یې څه باندې ۲۷۰ ټنه دی، کمپلې، خیمې، بوره، غوښه، کنسرو او اوړه شامل دي چې د اورګاډي په وسیله افغانستان ته استول شوي دي.
راپور زیاتوي چې دا مرسته د قزاقستان د بېړنیو حالاتو د وزارت او د دې هېواد د نړیوال پرمختګ د ادارې په ملاتړ له افغانستان سره شوې ده.
په کونړ ولایت او شاوخوا سیمو کې یې، له مرګونې زلزلې وروسته یوشمېر نورو هېوادونو هم له مصیبت ځپلو سره مرستې وکړې.
د افغانستان په ختیځ کې د اګست په ۳۱ مرګونې زلزله وشوه چې د کونړ ولایت خلک یې خورا ډېر زیانمن کړل.
د طالبانو د حکومت د رسمي ارقامو له مخې په دې زلزله کې له ۲۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د ماشومانو د ملاتړ سازمان؛ د افغانستان د ختیځ په زلزله ځپلو سیمو کې به زرګونه ماشومان په خېمو کې وزېږي

د ماشومانو د ملاتړ سازمان سېف دې چیلدرن په راروان ژمي کې د افغانستان د ختیځ له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د مالي سرچینو غوښتنه کړې څو د دې سازمان په وینا د دې د قربانیانو شمېر چې ډېر لوړ دی نور زیات نه شي.
د افغانستان په ختیځ کې د سېف دې چیلدرن استازولۍ پرون د تلې یا میزان په ۲مه په یوه بیان کې اټکل وکړ چې په زلزله ځپلو سیمو کې شاوخوا یوولس زره امېندوارې مېندې اوسي.
د بیان له مخې دا مېرمنې ښايي خپل ماشومان په راروانو میاشتو کې په خېمو کې وزېږوي، حال دا چې په ژمي کې د هوا له سړېدو سره د میندو او ماشومانو لپاره خطرونه هم زیاتېږي.
په بیان کې د افغانستان لپاره د ماشومانو د ملاتړ سازمان د پراختیايي پروګرام د مشرې سمیرا سیدرحمان له قوله ویل شوي دي چې وايي، هېڅ نوی زېږېدلی ماشوم باید خپله لومړۍ سا په خېمه کې ونه باسي.
د افغانستان په ختیځ کې د اګست په ۳۱ مرګونې زلزله وشوه چې د کونړ ولایت خلک یې خورا ډېر زیانمن کړل.
د طالبانو د حکومت د رسمي ارقامو له مخې په دې زلزله کې له ۲۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.
نن پاکستان له بنګله دیش سره لوبه کوي

د اسیا د کرکټ په اتلولۍ کې، چې په متحد عربي اماراتو کې روانې دي، ټاکل شوې ده چې نن د پاکستان او بنګله دیش لوبډلې سره مخامخ شي.
تیره شپه هند د ۴۱ منډو په توپیر د بنګله دیش لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دې سره هند فاینل لوبې ته لاره وموندله.
د اسیایي جام پایلوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ ده.
فیفا: په جلاوطنۍ کې د افغان ښځو د فوټبال ملي لوبډله په دوبی کې په سیالیو کې لوبیږي

د فوټبال نړیوال فدراسیون، فیفا تایید کړې چې راتلونکې میاشت به په دوبی کې د ښځینه څلورو ټیمونو ترمنځ سیالۍ ترسره شي چې
په جلا وطنۍ کې د افغان ښځو د فوټبال ملي لوبډله به هم پکې برخه ولري.
متحده عربي امارات، چاد او لیبیا نورې لوبډلې دي چې په دې سیالیو کې به چې د اکتوبر له ۲۳ څخه د اکتوبر تر ۲۹ پورې دوام کوي، لوبیږي.
د فیفا یونایټس د لوبو په دې لړۍ کې به هره ښځینه لوبډله درې لوبې ترسره کوي. د یادونې ده چې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په می میاشت کې په جلا وطنۍ کې د افغان ښځو د فوټبال ملي لوبډلې جوړولوته اجازه ورکړه.
د فیفا مشر جیاني اینفانتینو د دغه اعلان په مهال ویلي و چې هڅه کوي په جلا وطنۍ کې د افغان ښځینه لوبډلې ته د دې زمینه برابره کړي چې د فیفا تر څارنې لاندې خپل ورزش او دوستانه سیالیو ته دوام ورکړي.
فیفا دغه اقدام د دې لپاره کړی چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې پرافغانستان له بیا واکمنیدو راهیسې پر ښځو د کار، زده کړو او ورزش په ګډون پراخ محدودیتونه لګولي دي.
طالبانو په کابل کې د مخدره توکو د خرڅلاو په جرم ۱۷ کسان په دُرو وهلي دي

طالبانو په کابل کې د مخدره توکو د خرڅلاو په جرم ۱۷ کسان په دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ، د سپتمبر په ۲۳مه، په خپل ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) کې اعلان وکړ چې دا کسان د (ذیکپ) او (کا ټابلیټونو)، الکولي مشروباتو او چرسو په ګډون د مخدره توکو د قاچاق او پلور په جرم په دُرو وهل شوي دي.
د طالبانو د سترې محکمې په وینا، دا کسان له ۱۵ څخه تر ۳۵ دُرو او له شپږو میاشتو څخه تر دریو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.
طالبانود خپلې دې څه باندې څلورکلنې واکمنۍ په موده کې په سلګونو نارینه او ښځینه په عام محضرکې په دُرو وهلي دي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، د اګست په میاشت کې وویل چې طالبانو سږکال د اعدامونو او بدني سزاګانو کارول دوه چنده کړي دي او د هغوی د سمدستي بندولو غوښتنه یې کړې ده.
د افغانانو یوه اته ویشت کسیزه ډله جرمني ته ورسیده

د افغانانو یوه اته ویشت کسیزه ډله چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنلیکونه منل شوي و، د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۴ له پاکستان څخه جرمني ته ورسیده.
د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې په دې ډله کې هغه پنځه تنه هم شامل دي چې څو میاشتې یې په پاکستان کې تیرې کړې او د ویزې انتظار یې ایست چې بالاخره د جرمني یوې اداري محکمې د هغوی د شکایت غوښتنلیک ته مثبت ځواب ورکړاو جرمني ته د تلو اجازه یې ورکړه. د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وینا دوی د خپلو کورنیو غړي چې ۱۶ تنه یې د کم عمرلرونکي دي هم له ځان سره جرمني ته بیولي دي. له اسلام آباد څخه د ډي پي آې خبري آژانس د خبریال د راپورله مخې دغه افغانان په یوه مسافر وړونکې الوتکه کې لومړی استانبول او له هغه ځایه د جرمني هانوور ښار ته رسیدلي دي.
تردې مخکې د روانې سپټمبرمیاشتې په پيل کې ۴۷ افغانان چې په جرمني کې یې د پناه اخیستو پړاوونه په محکمه کې بشپړشوي و، هغه هیواد ته رسیدلي و. د راپورله مخې په اوس وخت کې له دوه زره زیات افغانان په پاکستان کې جرمني ته د تلو په تمه دي. دوه نیم سوه نورچې جرمني ته د تلو لپاره یې انتظارایست، له پاکستانه بیرته افغانستان ته استول شوي دي.
د افغانستان د فوټسال لوبډلې میانمار ته ماتې ورکړه

افغانستان د ۲۰۲۶ کال د اسیا د فوټسال جام لپاره د غوراوي سیالیو په ترڅ کې میانمار ته ۸ د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.
افغانستان د دې لوبې په ګټلوسره د دې سیالیو وروستي پړاو ته ووت.
ننۍ لوبه د میانمار په یانګون لوبغالي کې ترسره شوه. تردې مخکې د افغانستان د فوټسال لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې مالډیو ته ۱۰ د یوه په وړاندې ماتې ورکړې وه.