اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.
د استازو جرګي غړي ټیم برچېټ «ترهګرو ته د مالیاتو نه ورکولو» لایحې د تصویب وړاندیز د ۲۰۲۴کال په جنورۍ میاشت کې کړی وو.
د امنیت شورا ناسته: له خبرو تر عمله د افغانانو هیله
د امریکا له خوا د ایران پر اټومي تأسیساتو تر هوایي بریدونو او د ایران او اسراییلو تر منځ د شخړو له پراخېدو وروسته، په ایران کې میشت یو شمېر افغان کډوال د وضعیت د لا خرابېدو په اړه اندېښمن دي.
په افغانستان کې د مخ په پراخېدونکې بې وزلۍ په اړه د راپورونه په دوام تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف ویلي د دغه هیواد ۹۰ سلنه ماشومان د خوړو له کمښت او په دې کې نیمايي له شدیدي خوراکي بې وزلۍ سره مخ دي.
نن د جوزا یا غبرګولي ۲۴ مه په افغانستان کې د مور ورځ ده. یو شمیر افغانان دا ورځ خپلو میندو ته د ډالیو په ورکولو او د مبارکۍ په پیغامونو نمانځي. خو په افغانستان یو شمېر بې وزله او اړمنې میندې وايي اوس مهال دا ورځ د دوی لپاره نه ده نمانځل شوې او دا چې دوی ترې ناخبره دي.
د هینګاو په نوم د ایران د بشري حقونو یو بنسټ راپور ورکړی، دا افغانه نجلۍ چې ۲۶ کاله عمر یې درلود ۵۰ ورځې مخکې لادرکه شوې وه. دغه بنسټ ویلي وژل شوې نجلۍ کبرا رضایي نومېده چې په تهران کې له کوره کار ته د تګ پرمهال
د ملګرو ملتونو د ښځو برخې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو سیستماتیکې ځپنې د دغه هېواد بشري بحران لاپسې پراخ کړی دی. دې ادارې پر ښځو د طالبانو محدودیتونو زده کړو، روغتیايي خدمتونو، بشري مرستو او په عامه ژوند کې د ښځو د ګډون وړتیا ډېره محدوده کړې ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي خبرداری ورکړی چې د افغانستان لرو پرتو سیمو ته د دوی د بشري مرستو د الوتکو د لیږد خدمات ښايي د بودجې د کمښت له امله وځنډول شي. دغه بنسټ اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې د هوا له لارې د مرستو رسولو لپاره ملیونونو ډالرو بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) خبرداری ورکړی چې د امریکا د مرستو د ځنډیدو له امله ښايي د روان کال تر پایه د افغانستان له لس سلنې زیات اوسېدونکې له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.
نور راوښيه