د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۷

د روغتیا نړیوال سازمان: په زلزله ځپلو سیمو کې د مرستې عملیات له خنډ سره مخامخ دي


د روغتیا نړیوال سازمان ډبیلو ایچ او د افغانستان په شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول بلخ او سمنګان کې په زلزله ځپلو سیمو کې د مرستې د عملیاتو په وړاندې د ستونزو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دغه سازمان چهارشنبه د نومبر ۵ مه په خپله ایکس پاڼه په یو راپور کې ویلي چې په یو شمېر سیمو کې د ځمکې ښویدنې له امله لارې بندې شوي چې د روغتنونو ته یې د بېړنیو ټپیانو رسول او زلزله ځپلو ته د بیړنیو بشري او روغتیايي مرستو رسولو بهیر پڅ کړی اوستونزو سره یې مخ کړی دي.

په راپور کې راغلي دي چې په دې زلزله کې په بلخ، سمنګان، کندز، سرپل، جوزجان او بغلان ولایتونو کې ۲۶ کسان مړه شوي او ۱۱۴۴ نور ټپیان شوي دي، داسې مهال چې پرون د نومبر په ۴ مه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د مړو شویو کسانو شمېر ۲۷ ښودلی وو.

ډبیلو ایچ او دغه شان ویلي چې په دې زلزله کې یو شمېر روغتیايي مرکزونو ته هم زیان رسېدلې چې له امله یې د ټپیانو درملنه سخته شوې، او زیاته کړې چې په بلخ او سمنګان ولایتونو کې روغتیايي تجهیزاتو او روغتیايي پرسونل ته جدي اړتیا لیدل کیږي.

وړاندې راغلي دغه شان د برېښنا موقتي پرې کېدو هم روغتيايي خدمتونه اغیزمن او بیړني طبي عملیاتونه یې سخت کړي دي.

د راپور په ټکو په دې زلزله کې دغه شان ۴۳۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

له دې وړاندې د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې ویلي وو چې په دې مرګونې زلزله کې ۱۷۰ کورونه په بشپړ او ۳۴۲ کورونه نیمه ویجاړ شوي دي.

په همدې حال کې د بلخ ولایت یو اوسېدونکې محمد سهیل وايی په وروستۍ زلزله کې یې د کور څو تنه ټپیان شوي چې لا هم د مزار شریف په روغتون کې بستر دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"زما د څلورو خونو دا کور په بشپړ ډول له منځه تللی دی، دوه کسان ټپیان لرو چې اوس مهال د مزار شریف په روغتون کې بستر دي، زموږ د کور ټول وسایل تر خاورو لاندې بند پاتې دي."

د سمنګان د تاشقرغان سیمې یوه زلزله ځپلي حبیب الله وايي د زلزلې له امله یې کور نړېدلی او اوس مهال له سختو ستونزو سره مخ دی.

"زما کور په بشپړ ډول له منځه تللی دی، اوس په یوه شلیدلې خیمه کې یو، زه نهه اولادونه لرم، ټول دلته په دې خیمه کې راټول یو، له حکومت غوښتنه کوو چې موږ سره مرسته وکړي او موږ ته د کار زمینه برابره کړي ځکه موږ ډېر بې وزله خلک یو او زلزلې مو هر څه له منځه وړي دي."

دغه زلزله ځپلي له حکومت او مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې دوی ته لومړنۍ سرپنا برابره کړي.

د نومبر په ۳ مه دا زلزله چې سهار وختي یوه بجه رامنځته شوه د امریکا د جیولوژیکي څېړنو ادارې د راپور له مخې شدت یې د ریښتر په کچه ۶ عشاریه ۳ درجې او مرکز یې د مزار شریف ښار ته نژدې د ځمکې په تل کې ۲۸ کیلو متره ژور و.

دا په روان میلادي کال کې دوهمه مرګونې او شدیده زلزله ده چې سلګونه کورنۍ زیانموني.

له دې وړاندې د تېرې اګسټ میاشتې په ۳۱ مه د افغانستان ختیځ ولایتونه په ځانګړي ډول کونړ مرګونې زلزلې وځپه چې له امله یې د رسمي شمېرو له مخې له ۲۲۰۰ ډېر کسان مړه او زرګونه نور ټپیان او دغه شان سلګونه کسان بې کوره شول، چې لا هم ګڼ شمېر اغیرمن کسان په خیمو کې له سرپنا پرته ژوند تېروي.


XS
SM
MD
LG