د جرمني د برلین پوهنتون د دیپلوماسۍ د برخې استاد او د امنیتي او سیاسي چارو افغان شنونکی اسحق اتمر وايي، که څه هم په جرمني کې د بېلابیلو هیوادونو کډوال شته خو په خبره یې ډیر په جرمي پېښو کې د سوریې او افغانستان د کډوالو ښکېلتیا راپور کېږي.
دا چې افغانان ولې، هغه ازادي راډیو ته وویل:
ځني کډوال یا رواني ناروغي لري یا دلته چې راغلي هغه د شرایطو د نه زغملو له امله په یو لړ رواني ناروغیو اخته شوي
"دغه کډوال چې راځي، دوی د ډیرو مشکلاتو په زغملو سره جرمني ته رارسېږي، دلته هم دا کیسونه ژر مطالعه کېږي نه، چې دا خپله د کډوال لپاره ستونزمن دي، بل دا چې ځني کډوال یا رواني ناروغي لري یا دلته چې راغلي هغه د شرایطو د نه زغملو له امله په یو لړ رواني ناروغیو اخته شوي، نو دا ټول د دې لامل کېږي چې د دوی نه هغه شان جرمنونه مشاهده شي، کوم چې جنايي جرمونه دي."
جرمني چارواکو په وار وار، په ځانکړي ډول تېر میلادي کال کې د افغانانو له خوا د یو شمیر جنايي پېښو له رامنځته کېدو ورسته چې څو کسان ان یو جرمنۍ پولیس او یو ماشوم هم په کې ووژل شو، خپل هیواد ته د هغو افغانانو د ستنولو خبره کړې چې په جرمنو تورن دي.
نه یوازې دا چې دا یې ویلي بلکې عملي کړي یې هم دي.
دغه هیواد په تېرې جولای میاشت کې په دوو چارتر الوتکو کې ۸۱ افغانان چې په جرمنو تورن بلل شوي وو بېرته افغانستان ته ستانه کړل.
د جرمني حکومت تر اوسه په دغه هیواد کې د ټولو هغو افغانانو شمیرې نه دي خپرې کړي کوم چې په جرمونو تورن دي او دوی یې د ستنولو هوډ لري خو د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت مخکې ویلي چې طالب چارواکو سره یې په دې اړه خبرې کړي او په ټکو یې طالبانو په اصولو کې له دغه هېواده په الوتکو کې د خپلو اتباعو( چې جرمي دوسیې لري) اخراج منلی دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت بیا د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې راپور ورکړ چې د ۲۰۲۴ کال لپاره راټول شوې شمېرې ښیي چې د ځوانانو لخوا د ترسره شويو تاوتریخجنو اعمالو شمېر، د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.
د دغو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د جنسي تېري او جنسي ځورونې ټولټال ۱۳،۳۲۰ قضیې ثبت شوي چې د تېر کال په پرتله یې ۹،۳ سلنه زیاتوالی راغلی و.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وینا، د ۱۱،۳۲۹ شکمنو کسانو څخه چې په داسې جرمونو کې ښکېل پېژندل شوي، له درېیمې برخې څخه ډېر، یعنې ۴،۴۳۷ بهرنیان وو.
دغه وزارت د شکمنو کسانو هویت نه و څرګند کړی.
اتریش بل هغه هیواد دی چې وخت په وخت ورنه داسې راپورونه خپرېږي چې په یو شمیر جرمي پېښو کې افغانان ښکیل دي.
دغه هیواد د اکتوبر ۲۱ مه د لومړي ځل لپاره یو افغان وګړی چې د جنسي تېري له امله مجرم پېژندل شوی وو د ترکیې له لارې کابل ته ډیپورت کړی دی.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر اتریشي رسنیو ته ویلي وو چې د نورو مجرمو افغان اتباعو د ډیپورټ لړۍ هم راراونه ده او د هغو کسانو په وړاندې به هیڅ ډول نرمښت ونه ښودل شي چې د جرمونو په کولو یې د پناه غوښتنې حق له لاسه ورکړی دی.
د یادونې ده چې یو اتریشي پلاوی د روان کال په سرکې د خبرو لپاره افغانستان ته تللی و او په سپتمبر میاشت کې بیا طالب استازي ویانا ته ولاړل څو د ایستلو بهیر همغږی کړي.
اتریشي رسنیو مخکې د دغه هیواد د چارواکو په حواله ویلي وو، چې تر اوسه ۳۰ افغان وګړي له دغه هیواده د ایستلو په شرایطو برابر ګڼل شوي دي.
په اتریش کې میشته د کلتوري او ښوونیزو چارو فعاله زرکه ملیار وايي، که څه هم هغه هیواد کې داسې جرمي پېښې چې افغانان په کې ښکیل وي ډیرې نه دي خو مني چې ځني موارد شته.
خو نوموړی د دې تر څنګ چې وايي، اقتصادي شرایطو له امله چې د قاچبرانو پور پرې کړي او خپلې کورنۍ ته پیسې ولېږي ځني ځوانان د مخدرو موادو د خرڅلاو په شان جرمنو باندې لاس پورې د یو شمیر دوی له خوا د جنسي تیري او جنسي ځورونې د پېښو یادونه هم کوي:
"بل دا چې مونږ ورته جنسي فقر وایو، چې افغانستان کې ښځې ډیر پټې دي او دلته چې دوی راځي، ګوري چې په اروپا کې خلک ازاد لباس اغوندي، ازادې جامې اغوندي او دا چې دا ښځې ورسره له دې امله چې کډوال دي د مهربانۍ ډک چلند کوي ځکه زړه یې پې درد کوي، دې حالت نه بیا دوی سو استفاده کوي او داسې پېښږې چې کله په ښځو جنسي تیري وشي یا جنسي وځورول شي."
د سویس دولتي راډیو او تلویزیون هم شاوخوا شپږ اونۍ مخکې راپور ورکړی و چې د طالبانو څلور دیپلوماتان ژنیو ته تللي ترڅو د هغو افغانانو پېژندنه وکړي چې په جرمونو تورن دي او د بېرته ستنولو بهیر یې پیل شي.
د سویس د کډوالۍ دولتي ادارې ویلي چې دا ګام «حساس خو ضروري» دی.
سویس په ۲۰۲۴ کال کې پنځه افغانان چې د دې ادارې په وینا مجرمین وو او د کورني او بهرني امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېدل، بېرته افغانستان ته واستول.
بلجیم بل هغه هیواد دی چې له ناقانونه کډوالو او مجرمینو چې افغانان یې هم برخه ده شکایت لري.
په دغه هیواد د افغانانو یو شمیر ټولنې هم ادعا کوي چې د افغانانو له خو د جرمنو کچه زیاته شوې خو وايي دقیق ارقام نه شي وړاندې کولای.
بلجیم میشتو افغانانو په اړه باید ووایم چې له بده مرغه په تیرو دریوو کلونو کې د افغانانو له خوا د جرمنو کچه لوړه شوې ده
بلجیم کی د افغان-اروپا د مشورو، خدمتونو او منځګړتوب د انتفاعي موسسې مشر سید حضرت ازادي راډیو ته وویل:
"بلجیم میشتو افغانانو په اړه باید ووایم چې له بده مرغه په تیرو دریوو کلونو کې د افغانانو له خوا د جرمنو کچه لوړه شوې ده او ان د بېلابیلو محکمو له خوا سزاوې هم ورکړل شوې دي او همدا اوس ځني د بند موده تیروي، د دې جرمونو زیاته برخه د جنسي ځورونې، د کورني تاوتریخوالي، د انسانانو د قاچاق او په ډیرو لږو مواردو کې د سپکو مخدره توکو په برخه کې دي."
د بلجیم د کډوالۍ وزیر انلین فان بوسوویت د اکتوبر په ۱۸ مه ویلي وو «د شمال، جنوب، ختیځ او لویدیځ ټول غړي هېوادونه له یوه ستونزمن خنډ سره مخامخ دي:« موږ نه شو کولای هغه افغانان چې غیرقانوني یا مجرم دي، حتی له محکومیت وروسته، بېرته واستوو. دا وضعیت د پناه ورکولو پر تګلاره د خلکو باور کموي او زموږ د امنیت لپاره خطر پېښوي. اوس د ګډ اقدام وخت دی.»
ها خوا په فرانسه کې هم وخت وخت په یېلابیلو جرمي پېښو کې د افغانان د ښکېلتیا راپورونه ورکول کېږي.
فرانس پریس خبري اژانس د سپتمبر په لومړیو کې د پاریس د، له شَپِل سیمې په اړه یو راپور خپور کړ چیرې چې ډیری افغانان میشت دي، او په کې ویل شوي وو چې هلته له امنیت او جرمي پېښو فرانسویان شکایت لري.
په راپور کې د افغانانو په خپلو منځو کې د وژنو دوه پېښې هم راپور شوې وې.
په فرانسه کې میشته مدني فعاله او د د دغه هیواد د جلاوطنو په پارلمان کې د خلکو استازې شکیبا داوود ازادي راډیو ته وویل، چې په ۲۰۲۴ کال کې افغانانو د تورونو کسانو یوازې ۱۷ سلنه جوړوله.
دې وړاندې ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې په جرمي پېښو کې د یو شمیر افغانانو لاس لرل او ښکلیتیا په اروپايي هیوادونو کې ټولو میشتو افغانانو ته د خطر یو زنګ دی:
"دا د ټولو لپاره د خطر یو زنګ دی، ځکه د افغانستان فرهنګي څیره په تدریج سره توره شوې او ښي اړخي ګوندونه له دې مسلې نه د کډوالو د ځپنې او د بهیرنیا د حقونو د کمولو لپاره استفاده کوي، د دې ستونزو د مخنیوي لپاره وړاندیز کېږي، چې نوي راغلیو کسانو ته د استوګني ځای او کار زمینه برابره شي، د ژبې زده کړه او فرهنګي منځګړتوب پیاوړی شي، او د انساني قاچاق شبکې ممکن له نویو راستنو شویو څخه استفاده وکړي چې باید په هدفمند ډول تر څار لاندې ونیول شي."
په راپور کې مرکه شوي ښاغلی اسحق اتمر، اغلې ملیار او ښاغلی سید حضرت هم په اروپايی هیوادونو کې د افغانانو له خوا د جرمنو د مخنیوي لپاره ورته غوښتنې او حل لارې پیشهادوي.
دا ټولې څرګندونې داسې مهال دي چې مخکې د اروپايي ټولنې شلو غړیو هیوادونو په ګډه په یو لیک کې له اروپايي کمېسیون څخه غوښتي وو چې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره عملي ګامونه واخلي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
اروپايي ټولنې د اکتوبر په ۲۰ تایید کړه چې په افغانستان کې یې د طالبانو له حکومت سره د هغه افغان وګړو د احتمالي بېرته ستنولو په اړه خبرې کړي چې اروپا کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.
د اروپايي ټولنې یوه ویاند مارکوس لامر په دې نېټه بروکسل کې خپلو څرګندونو کې ویلي وو، دا اقدام د هغو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره دی چې غوښتنلیکونه یې په ټوله اروپا کې رد شوي دي.
نوموړي ویلي وو چې دا خبرې د روان کال په لومړیو کې پیل شوې دي.
اوس پوښتنه دا ده کوم افغان کډوالو چې له اروپايي هیوادونو په جرمونو د تورنو په نوم بېرته افغانستان ته ایستل کېږي په افغانستان کې له دوی سره څه کېږي؟
د طالبانو حکومت ویندویانو په رسمي ډول په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو د دوی په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې له راېستل شويو کسانو تر یو څه پوښتنو ورسته تضمین اخیستل کېږي او خوشې کېږي.
په راپور کې مرکه شوي افغان مدني فعالان او د امنیتي او حقوقي چارو شنونکي په دې اړه اندېښنه څرګندوي وايي، دا کسان باید منظم تعقیب شي ځکه د دوی په خبره، په افغاني ټولنه کې د موجوده شرايطو له امله دوی ته د جرایمو د ترسره کولو امکان لا مساعد دي.
 
 
 
 
 
