په ترکیه کې میشته یوه افغان کډواله وايي چې شاوخوا لس ورځې وړاندې یې د تره زوی د ترکیې د پولیسو له لوري تر نیولو وروسته زندانی شوی او اوس مهال د کډوال په کمپ کې بندي دي.
دغه میرمنې چه نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې تره زوی یې په قاچاقي لارو تر ترکیې ځان رسولی وو:
"یوه نیمه اونۍ مخکې د ترکیې پولیسو زما د تره زوی په استانبول کې ونیوه او د کډوالو کمپ ته یې ولیږل، هغه ترکیې ته د کار لپاره راغلی وو او زموږ په کور کې اوسېده، اوس موږ د هغه په اړه هیڅ معلومات نه لرو، د هغه کورنۍ په کابل کې او موږ دلته د هغه د وضعیت په اړه ډېر اندېښمن یو."
په همدې حال کې یو شمېر افغانان چې د ترکیې پولیسو له لوري تر نیولو وروسته افغانستان ته جبري ډیپورټ شوي د کډوالو په کمپ کې د توقیف او سختیو کیسې لري.
زه پولیسو ونیولم وروسته یې کمپ ته بوتلم، هلته مې ډېرې سختې شپې ورځې درلودې
د محب الله په نوم یو افغان چې تازه له ترکیې ډیپورت شوی ازادي راډيو ته یې وویل: "زه له دې ځایه اول ایران ته لاړم، وروسته په قاچاقي لارو ترکیې ته واوښتم، هلته مې اته میاشتې تېرې کړې، زه پولیسو ونیولم وروسته یې کمپ ته بوتلم، هلته مې ډېرې سختې شپې ورځې درلودې، د ټولو کډوالو بندیانو وضعیت ډېره سخت وو، دوی ټول په ډېر بد حال کې وو، وروسته بیا دوی زه بایمټریک کړم او افغانستان ته یې ډیپورټ کړم، اوس دلته یم خو بې کاره یم."
دا په داسې حال کې ده چې تازه د ترکیې د کډوالۍ ادارې ویلي چې د روان میلادي کال له پیله د اکتوبر تر ۱۶ مې پورې یې له ۳۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال نیولي دي.
دې ادارې ویلي چې په ټوله کې په دې موده کې په ټوله ترکیه کې ۱۲۲ زره غیر قانوني کډوال نیولي چې ډېره برخه کیې افغانان دي.
دغه ادارې چې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي ویلي په نیولو شویو کسانو کې نور یې د ازبیکستان، ترکمنستان، ایران، مراکش، عراق، مصر، سوډان او یمن اتباع دي.
د ترکیې د کډوالو ادارې ویلي چې دا نیول د حکومت له لوري ترکیې ته د غیر قانوني ننوتلو او د غیر قانوني کډوالۍ د مخنیوي د پراخې پالیسې برخه ده چې د دې هیواد په په ټولو ښارونو کې پلی کیږي.
په ترکیه کې د افغانانو د نیولو خبرونه په داسې حال کې خپریږي چې تازه د ترکیې ساحلي ساتونکو ویلي د ۱۶ غیرقانوني کډوالو او قاچاق وړونکو جسدونه یې موندلي دي.
د دغه کسانو کشتې د جمعې په ورځ په سیند کې ډوبه شوې ده.
د ترکیې ساحلي ګارډ ویلي چې له دې پېښې دوه کسان ژوندي ژغورل شوي دي.
یو ژغورل شوي کسان چې افغان دی ژغورونکې ډلې ته ویلي چې د دوی کښتۍ په اوبو کې له لس دقیقې مزل وروسته ډوبه شوه او دا اړ وو چې تر ساحل پورې شپږ ساعته لامبو ووهي.
دا پېښه د ترکیې او یونان ترمنځ د لنډې خو خطرناکې سمندرې لارې په اوږدو کې د مرګونې لړۍ وروستۍ ده کومه لاره چې د اروپايي ټولنې دروازه ګڼل کیږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM ویلي د د روان کال له پیل راهسي نږدې ۱۴ سوه کډوالو د مدیتراني سمندر له لارې اوپا ته د رسېدو په هدف مړه شوي دي.
تریکې چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د غیرقانوني کډوالۍ د مخنیوي په هدف له اروپايي ټولنې سره یوه هوکړه لاسلیک کړه اوس مهال د ۲ عشاریه ۵ میلیونه کډوالو کوربه تورب کوي چې ډیرې یې سوریايي وګړي او افغانان دي.
په ترکیه کې په وروستیو کې په داسې حال کې د افغانانو د نیولو پېښې زیاتې شوي چې په وروستیو میاشتو کې ایران او پاکستان هم د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او جبري اخراج لړۍ تېزه کړې او هره ورځ زرګونه کسان افغانستان ته ستنول کیږي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واک ترلاسه کولو وروسته ګڼ افغانان د بیلابیلو لاملونو په ځانګړي ډول بې کارۍ، امنیتي او سیاسي ستونزو او پر نجونو د زده کړو د دروازو د بندولو له امله دغه هیوادونو ته کډوال شوي خو اوس مهال له دې هیوادونو نه هم د جبري ډیپورت له ګواښونو سره مخ دي.