د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۷

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په افغانستان کې د بیان او رسنیو ازادي له منځه تللې


د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي طالبانو په تیرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د رسنیو او بیان ازادي په بشپړه توګه له منځه وړې ده.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان «هیومن رایتس واچ» په افغانستان کې له تېرو څلورونو راهیسې د رسنیو او افغان خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دې سازمان د پنجشنبې په ورځ «د اکټوبر په ۲۳مه» په خپله وېب پاڼه خپور کړي راپور کې ویلي چې طالبان د تېر ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې چې واک ته رسېدلي، د رسنیو او خبریالانو ازادي یې نقض او دوی یې له ځان سانسورونې، نیولو او شکنجو سره مخ کړي دي.

«هیومن رایتس واچ» په خپل دې راپور کې د افغانستان لپاره د بشري حقونو د څار سازمان څیړونکې، فرشتې عباسي په حوالي لیکلي چې طالب چارواکي په زیاتېدونکي ډول افغان خبریالان اړ باسي چې یوازې خوندي او له مخکې منظور شوي مطالب خپاره کړي، او هغه کسان چې له دې چوکاټه ووځي، د خپل‌ سري بند او شکنجې سزا ورکوي.

اغلې عباسي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موندنې مو ښیي چې له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا طالبانو د هغه څه لپاره چې دوی یې انتقاد بولي، د رسنیو پر کارکوونکو د څارنې، سانسور او سزاګانو په پلي کولو رسنۍ له منځه وړي، واضح ویلی شو چې نور افغانستان کې هېڅ بې پرې او خپلواکه رسنۍ نشته."

دې راپور کې وړاندې راغلي چې د طالبانو د حکومت د استخباراتو اداره او د دوی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د رسنیو ټول موارد څاري او په ټکو یې، د طالبانو پر چارواکو ان کوچنۍ نیوکه کولای شي د خبریالانو د نیولو یا شکنجه کیدو لامل شي.

دا هغه څه دي چې په هېواد دننه ځیني افغان خبریالان یې هم ادعا کوي.

د افغانستان په جنوب ختیځ حوزه کې د یوې کورنۍ رسنۍ خبریال چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل:

“اوس مهال په هېواد کې د رسنیو او خبریالانو پر کار سانسور ډیر زیات دی،هر راپور او هره خپرونه چې خپرېږي لومړی د اطلاعاتو کلتور ریاستونو یا یې کابل کې د وزارت له فلټر نه تېرېږي، دوی مقررات وضع کړي چې نه خبریال، نه سیاسي شنونکي او نه د خپرونو چلونکي له هغو کرښو اوښتی شي، که واوړي، ترور، شکنجه او بندي کېدل یې برخلیک دي.”

په کابل کې د یوې نړیوالې رسنۍ یوې خبریالې هم د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې نه یوازې خبریالان له امنیتي ستونزو سره مخ دي بلکې په خبره یې په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو سره ان د طالبانو د حکومت د بېلابېلو ادارو لخوا اطلاعات هم نه شرېکېږي:

“زه او زما همکارانې ان د دې ډلې (طالبانو) لخوا د موثقو معلوماتو او حتا د غیر رسمي سرچینو لکه خلکو سره خبرو کولو کې له ستونزو سره مخ کېږو، چې دا د دې لامل کېږي چې موږ هغه مواردو ته پوښښ ور نه کړای شو چې د افغانستان اړوند وي،او موږ پر وړاندې هېڅ هم نه شو کولای.”

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان خپل دې راپور کې چې د ۲۰۲۵ کال په اګسټ میاشت کې یې په افغانستان کې له لرې لارې له ۱۸ او ترکیه کې مېشتو ۱۳ افغان خبریالانو او د افغان کډوالو سازمانونو د معلوماتو او مرکو پر بنسټ برابر کړی، زیاته کړې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په منظم ډول د رسنیو دفترونه تلاشي کوي.

دا راپور زیاتوي چې د طالبانو د یاد وزارت چارواکو د هغو کسانو نیول پیل کړي چې د دغه وزارت د قوانینو لکه د نارینه او ښځینه کارکوونکو د جلا ځایونو نه مراعت، د ښځو د غږ خپرول، او په تلویزیونونو او راډیو کې د موسیقۍ له نه خپرولو سرغړونه کوي.

راپور کې راغلي چې طالبانو د رسنیو په برخه کې د ښځو ونډه محدوده کړې او رسنیو ته یې ویلي چې هغه سریالونه او ډرامې خپرې نه کړي چې ښځې په کې ښودل کېږي.

«هیومن رایتس واچ» د جلا وطنه خبریالانو د وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دوی له ناڅرګند برخلیک او د جبري ستنېدو له وېرې سره مخ دي، ځکه په ټکو یې، پوهېږي چې په بېرته ستنېدو سره به د ځورونې او تعقیب خطر سره مخ شي.

دې سازمان له بېلابېلو هېوادونو چې د دې خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د انتقال چارې پروسس کوي، غوښتي چې دوی ژر ژره خوندي ځایونو ته انتقال کړي.

که څه هم د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه سازمان د راپور او راپور کې د مرکه شویو خبریالانو د ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتې ځواب نه کړې، خو

خو دوی وړاندې تل ویلي چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د خبریالانو او رسنیو د فعالیتونو ملاتړ کوي.

خو د رسنیو د ځینو ملاتړو بنسټونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې رسنۍ له تېرو څلورو کلونو څخه زیاتې مودې راهیسې د طالبانو د حکومت لخوا ټاکل شوي چوکاټونو او مقرراتو سره سم او تر څارنې لاندې فعالیت کوي، او د دې بنسټونو په وینا، یو شمیر رسنیو له همدې امله خپل فعالیتونه بند او یا یې محدود کړي دي.

XS
SM
MD
LG