د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۷

په کابل کې د بریښنا پارچاویو ښاریان له ډیرو ستونزو سره مخ کړي دي


یو شمیر کابل ښاریان وايي، له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د برښنا له دوامدارو پرچاویو سره مخ دي، چې ورځنۍ چارې یې له ستونزو سره مخ کړې دي.

دوی د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۲ مه ازادي راډیو ته وویل، د ورځې هیڅ برښنا نه لري او یوازې د شپې له خوا د څو محدود ساعتونو لپاره ورکول کېږي.

د کابل د خیرخانې مینې د پنځه سوه فامیلیو سیمې اوسېدونکې عادله وايي: "له یوې اونۍ راهیسې په کابل کې هېڅ برښنا نشته، چې شپه شي راځي، خو د سهار له اته بجو وروسته پرې کېږي او تر بله ماښامه بیا نه راځي. ډېرې ستونزې یې جوړې کړې دي، یوه اوونۍ شوه چې وضعیت همداسې دی، نه پوهېږو چې جوړېږي که نه، د شپې برښنا وي، خو د ورځې هېڅ نه وي."

ټول وسایل مو برقي دي، خو هېڅ کار ورڅخه نه شو اخیستلی

د خیرخانې سیمې یوې بلې اوسېدونکې چې نه‌ یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وویل:

«یوه اونۍ کیږي چې د شپې نهه بجې برښنا راځي، خو شا او خوا یولس بجې بېرته پرې کېږي. د ورځې هېڅ برښنا نشته، ډېرې ستونزې یې جوړې کړې دي، ټول وسایل مو برقي دي، خو هېڅ کار ورڅخه نه شو اخیستلی، د برښنا نه شتون ټولو ته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.»

د کابل د کارته پروان سیمې یو اوسېدونکي، چې ده هم نه غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: «برښنا پرچاو ده، پرچاوي یې ډېره شوې، یوازې درې، څلور ساعته یا ډېر تر ډېره پنځه ساعته راځي، له دې زیاته نه وي، په ۲۴ ساعتونو کې همدومره برښنا وي. د پخوا په پرتله پرچاوي ډېره شوې ده.»

د ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فیس بوک یو شمیر کارونکو هم چهارشنبې د اکتوبر۲۲ مه ناوخته کابل کې د برښنا له دوامدارې پرچاوۍ شکایت کړی دی لیکلي، چې پلازمېنه په تیارو کې ډوبه ده.

دوی هم لیکلي چې د ورځې برښنا نه لري او یوازې د شپې له خوا د څو ساعتونه لپاره راځي.

دوی د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې برښنا شرکت پوښتلی، چې ولې هغه ژمنه چې ویلي یې وو د دوشنبې په ورځ د ازبکستان د وارداتي برښنا پرې شوی مزی بېرته نښلوي نه ده عملي شوې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برښنا شرکت دوشنبې د اکتوبر په۲۰ مه اعلان کړی و، چې د ازبکستان له‌خوا د وارداتي برښنا د پرې شوي مزې د ترمیم چارې چې تېره پنجشنبه پرې شوی و روانې دي او ډېر ژر به بېرته وتړل شي.

د ازبکستان له‌خوا د ۲۲۰ کیلو واټه وارداتي برښنا مزی د امو سیند پر سر پرې شوی، او له همدې امله په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د برښنا پرجاوۍ زیاتې شوې دي

خو د دې شرکت اجرائیوي رئیس عبدالباري عمر سه‌ شنبې د اکتوبر په۲۱ مه په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې د دوی تخنیکي ډلې شپه‌ ورځ کار کوي، خو د اوبو د کچې د لوړوالي له امله کار په احتیاط روان دی، او دا ستونزه به ژر حل شي.

هغه زیاته کړې، چې د ازبکستان له‌خوا د ۲۲۰ کیلو واټه وارداتي برښنا مزی د امو سیند پر سر پرې شوی، او له همدې امله په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د برښنا پرجاوۍ زیاتې شوې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د برښنا شرکت د معلوماتو له مخې، له ازبکستان څخه د وارداتي برښنا د ستونزې له امله د تیرې پنجشنبې له ورځې راهیسې د برېښنا جریان په کابل او ۱۱ نورو ولایتونو کې د پام وړ کم شوی دی.

ویل کېږي چې له څو کلونو راهیسې افغانستان خپله د اړتیا وړ ډېری برخه برښنا له ازبکستان، ترکمنستان، ایران او تاجیکستان څخه واردوي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر(سیګار) ویلي، چې د افغانستان ۸۰ سلنه د برښنا اړتیاوې له ګاونډیو هېوادونو پوره کېږي او دغه هیواد هر کال شاوخوا ۲۲۰ میلیونه ډالر د برښنا په پېرلو لګوي.

XS
SM
MD
LG