د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هوکړه په دې پورې تړلې چې د طالبانو حکومت له خپلې خاورې د پاکستان په ضد د سخت دریځو د بریدونو مخه څنګه نیسي.
نوموړي دغه څرګندونې د نورو جزیاتو له ورکولو پرته پرون دوشنبه ( د تلې ۲۸مه) رویټرز اژانس ته کړي.
خواجه اصف او د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د تیرې شنبې په ورځ په دوحه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سملاسي اوربند هوکړه لاسلیک کړه.
دا هوکړه وروسته تر هغه ترلاسه شوه چې پر کابل او پکتیکا د پاکستان په هوایي بریدونو او بیا د طالبانو د حکومت په غچ اخیستونکو حملو او د هغې خوا په ځوابي بریدونو کې دواړو لورو ته لسګونه پوځیان او ملکیان ووژل شول.
طالبانو بیا تل دا راپورونه رد کړي چې ګواکې سخت دریځي د پاکستان په ضد حملو کې د افغانستان له خاورې کار اخلي.
هغې پریکړه کې راغلي " دواړه هېوادونه به یو د بل په وړاندې د عداوت هیڅ عمل نه ترسره کوي او نه به د هغو ګروپونو د بریدونو ملاتړ کیږي چې د پاکستاني حکومت خلاف دي".